دخپریدو نیټه : 2014-11-22 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
افغانستان او پاکستان به د ترهګرۍ پروړاندي مبارزه کوي
سید سلام
افغانستان او پاکستان به په ګډه او پياوړې اراده د ترهګرۍ او نورو ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی وايي دغه هېواد ته د ولسمشر غني وروستي سفر او له لومړي وزیر نواز شریف سره خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نیولو کولو نښه ده. مسعود خان ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې باید پر متقابل احترام او د یو بل ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي پر اساس وي. ده ویلي چې پاکستان به د ترهګرو پر وړاندې له توپیر پرته مبارزه وکړي او له دې وروسته د ښه او بد وسله وال خبره له پاکستانس ره مطرح نه ده.