مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-22   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د کندهار فوټبال وژغورئ!

ليکنه: رحمت روان

شمېره تقريباً دقيقه ده، چي په کندهار کي شاوخوا شل زره ځوانان د فوټبال په لوبه بوخت دي، ددې کسانو لوی اکثريت ئې په ښار کي لوبېږي.
فوټبال چي پر ورزشي لوبو شاهي کوي، دا مهال په نړۍ کي تر بلي هري لوبي ډېر لوبغاړي او مينه وال لري، دلته په کندهار کي هم د لسهاوو کلونو راهيسي ځوانان پکښي لوبېږي او په زيات تعداد مينه وال ئې له نندارې څخه خوند اخلي.
کندهاريان او کندهاري فوټبالران د ورزش له دې څانګي سره افراطي مينه لري، لوبغاړي ويلي غوړي پرېږدي خو د فوټبال تمرين نه قضا کوي، نندارچيان او مينه وال ئې بيا کړي وړي چاري پر لو لار خوشي کوي، خو ځان د فوټبال له نندارې څخه نه بې برخه کوي.
دا د ورزش د سر برکت دئ، چي په زرو ځوانان، کوچنيان او لويان مو له نشو او بدو بېرانو راګرځېدلي دي، څوک ئې په کولو او څوک ئې په ليدلو مصروف دي.
موږ کولای سو، له ورزش او فوټبال سره د کندهاري ځوانانو لېونۍ مينه د ميوند په خاورينو دښتو کي وګورو، چي په سوونو ځوانان د هيڅ امکاناتو په موجوديت کي ددې لوبي سره د علاقې پر اساس مهار دي، همداراز به د ډنډ ولسوالۍ په سپېرو ډاګونو کي په سوونو تاند ځوانان ووينو چي په خورا سختو شرايطو کي په فوټبال بوخت دي، په دې ترتيب د لويي عيدګاه پر شګلن ډاګ تر سلهاوو ډېر ځوانان فطرتي ميني پر دې لوبي راټول کړي دي، همداسي پهارغنداب، پنجوايي، دامان، شاه وليکوټ، تخته پول او نورو ولسواليو کي مو په زرو ځوانان په داسي شرايطو کي فوټبال کوي چي نه ميدان لري، نه روزونکي، نه امکانات لري نه هڅونکي.
له دې شاهي لوبي سره د دونه لېونۍ ميني باوجود د کندهار فوټبال، فوټبالران او مينه وال د زړه سوي دي، مخکني او اوسني په نست حساب امکانات ئې نور هم د پايماله کېدو په حال کي دي، ددې ولايت او دې سيمي سره د مرکز د اړوندو مسؤلينو حالت او وضعيت خو له پخوا لا د مور او ميرې په څېر وو، خو شديده اندېښنه دا ده، چي نور به هم د کندهار فوټبال او ددې لوبي حالت پر تتيو پرېوزي، کابل به نور هم د مېرې تر څنګ د بدي بني کرکټر خپل کړي، پر غوړېدو استعدادونه به مو مړاوي سي، ځوانان به تر مايوسه لا مايوسه سي، امکانات به نېستي سي، د مينه والو مينه او علاقه به مهوه سي، حقونه به مو راڅخه واخيستل سي، نشه به پراخه سي، ټولنيزي ستونزي به ډېري سي او د جنايي جرمونو ګراف به لوړ سي.
پوښتنه دا ده، چي ددې ستونزو مورينه څه ده او ولي دا اندېښنې د اثبات حالت خپلوي؟
په تړاو ئې بايد په څرګند ډول وويل سي، چي اساس، بنياد، بېخ او ريښه ئې د کندهار د کمزوري، ضعيف او بې تدبيره فدراسيون مشرتابه او مسؤلين ګڼل کېدلای سي. ددې مهم او حياتي فدراسيون د راس سړی ښاغلی محمدنبي نيازی هغه لامل بللای سو، چي د کندهار د فوټبال حالت ئې د خپل کمزوري او بې تدبيره مديريت له وجي تر بدو بدتر کړی دئ، د وجدان او ضمير په قضاوت سره ويلا سو، چي ښاغلی نيازی نه خپله دا وړتيا لري، چي د کندهار پر تتيو پروت فوټبال دي د يو مشخص پلان، پاليسۍ او جديت په رڼا کي پر پښو ودروي او نه هم نور د کار سړي په خپل بغل کي پرېږدي چي دغه مهمه چاره تر سره کړي.
دا سړی له شاوخوا نهو مياشتو راهيسي پر دې مهم موفق د لېوني تلاښ او دروازو ټکولو وروسته غوره سو، خبري ئې د کندهار د فوټبال د سمون او پرمختګ کولې، د ځوانانو د روزني او تشويق ادعا ئې کول، خو دده د دندي له پيله تر ننه مودا ګټه کړې چي د کندهار او کابل اړيکي داسي پرې سوې، چي دده په موجوديت کي ئې ګنډل معجزه ګڼلای سو، په داخلي ستونزو او کشماکشونو ئې موږ خبر يو، چي څه ټنډه خره شروع ده، خلک ئې په اداره کي له اداري فساد څخه هم خوله وهي، د دندي په تېرو سوو مياشتو کي ثابت سو، چي نه د کار دئ، نه د چا د جواب دئ.
په کار خو دا وه، چي ښاغلي نيازي د کندهار د فوټبال او فوټبالرانو له پاره يو منظم پلان طرحه کړی وای، داسي چي نه يوازي ئې پام او فوکس پر ښاري ځوانانو وای، بلکي د ولسواليو او کليو ځوانان ئې هم د پلان يو برخه وای. څرګنده پاليسي ئې لرلای، د ښايسته مديريت او جديت په رڼا کي ئې د فوتبالرانو د روزني د توجه تر څنګ پر ښوونه هم کار کړی وای، ورکشاپونه، ټرېنينګونه، سمينارونه او سفرونه ئې ورته برابر کړي وای.
خو دی دي د رسنيو په وړاندي راڅرګند سي، ودي وايي، چي ده په تېرو نهو مياشتو کي کوم کوم کارونه کړي دي، د دندي تېري سوي مياشتي ئې د کندهار د فوټبال په ښېرازۍ تېري سوي که په بربادۍ؟ دی دي موږ ته د فوټبال يو ليګ مخته دوري دوري نه کوي، هغه ئې هم د هغو ځوانانو د موټو په زور جوړ کړ، چي نن ئې مرور کړي دي.
موږ بېله شکه استعدادونه او وياړونه لرو، خو که پام ورته وسي او وروزل سي، که مو له نن څخه نيمه پېړۍ مخکي جرمن انور او دده په څېر داسي فوټبالران لرل، چي د جرمني هيواد سره په غېږ ورسي، نن ئې هم لرو، خو که په موږ وروزل سي.
اوس مهمه او اړينه دا ده، چي د کندهار د فوتبال د ژغوري له پاره جدي هڅي وسي، هيڅوک او هيڅ چارواکی دي دا چاره بابېزه نه ګڼي او نه دي په سپکه ورته ګوري. ورزش په خاص ډول فوټبال ته توجه کول، ددې اړخ پياوړتيا او پراختيا د ټولني د نېکنامۍ او نېکمرغۍ په مفهوم ګڼلای سو، هوښياري دا ده، چي پر دې برخه هم سرمايه ګزاري وکړو او هم کار.
هر هغه څوک چي د کندهار د فوټبال د سمون، پراختيا او پياوړتيا په وړاندي خنډ ګرځي، لومړی خو دي په خپل ګرېوان کي وګوري او د وجدان په رڼا کي دي په دې برخه کي له هر ډول مشکل تراشۍ او خنډ جوړوني څخه اړخ ته سي، او يا دې هم د پرمختګ او ښه والي په تړاو شپه او ورځ پر ځان يوه کړي، تر څو کندهاريان او ددې لوبي مينه وال ئې د ابد له پاره په ښوو ياد کړي، خو که داسي نه کوي، نو بيا په کار ده، چي ريښې ئې له بېخه وکښل سي او دې ډګر ته وړ، سپېڅلي او ښاغلي ولټول سي.
دا مهال مو تر ټولو لومړی له ځوان مشر ښاغلي حکمت الله خان کرزي، ځوان مشر ښاغلي کليم الله نقيبي، د کندهار له محترم والي او په ولسي جرګه کي د خپلو بااحساسه ځوانو وکيل صاحبانو څخه شديده غوښتنه ده، چي د کندهار پر تتيو پروت فوټبال ته توجه وکړي، فوټبال او د فوټبال فدراسيون مو له بدو څخه د بدتر له حالته راوباسي، په مشرتابه کي دي ئې سالم اصلاحات او تغيرات راولي، د اوږد مهال له پاره دي ئې د څارني، پالني، پرمختګ او کنټرول په تړاو خپله خاصه توجه پېرزو کړي.
په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery