مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

هلمندیان: حکومت له هلمند سره د مور او میرې چلند کوي

احمد فیصل
د هلمند د مدني ټولنې ځيني غړي او د پوهنتون استادان وايي له دغه ولايت سره د مور او ميرې چلند کېږي او د امنيتي ځواکونو ترمنځ په کې همغږي او مديريت کمزورى دى. د هېواد په سوېل کې پروت هلمند ولايت چې په تېره لسيزه کې د کوکنارو په کر، د وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواکونو تر منځ په پراخو جګړو کې يې نوم درلود؛ اوس په کې وضعيت تر پخوا ښه شوى، خو مدني فعالان ورته د مرکزي حکومت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي. په همدې توګه د دغه ولايت د مدني ټولنې يو شمېر غړي او د پوهنتون استادان تېره اوونۍ د خپلو ستونزو لپاره د هېواد پلازمېنې کابل ته راغلي وو. دوى په کابل کې د مدني ټولنو د همغږۍ په مرکز کې د يوې خبرې غوڼدې له لارې نوي حکومت ته خپلې غوښتنې ورسولې او له مرکزي حکومته يې وغوښتل چې وروسته له دې د امنيت، غورې حکومتولۍ، اقتصاد او ټولنيزې پراختيا په برخه کې دغه ولايت ته جدي پاملرنه وکړي. د هلمند پوهنتون استاد او د دغه ولايت د مدني ټولنو يوه فعال استاد نوراحمد ايمل وايي په دغه ولايت کې د کوکنارو کر او طالب جګړه يو له بل سره نېغ په نېغه اړيکه لري. هغه زياته کړه چې په هلمند کې مسلکي کدرونه پر کار نه دي ګومارل شوي، د ګڼو امنيتي ځواکونو پر شتون سربېره هم د هغوى ترمنځ همغږي نشته چې له امله يې د هلمند په شمالي ولسواليو کې ورځ تر بلې د جګړې لمن پراخېږي. سرچينې په دې اړه زياته کړه: « اداري فساد په هېواد کې يوه لويه غميزه ده چې لمن يې تر دغه ولايت پورې هم رسېدلې، د ضوابطو پر ځاى د روابطو اصل حاکم دى چې له امله يې سيمه ييزه اداره کمزورې شوې او مرکزي حکومت هم له هلمند سره د مور او ميرې چلند کوي.» ايمل وويل چې مرکزي حکومت بايد په دغه ولايت کې کار د کار اهل ته وسپاري، د مکافاتو او مجازاتو قانون پلى کړى، د وړتيا اصل دې رامنځته کړي او د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره دې د هلمند امنيتي وضعيت ته دې جدي پاملرنه وکړي. هغه په هلمند ولايت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سيمه ييزې ادارې د هڅو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د يوه مدني فعال په توګه سخت خواشينى دى چې د کوکنارو شومې پديدې د هلمند نوم په نړيواله کچه بد کړى دى. سرچينې زياته کړه: « که چېرې د امنيتي ځواکونو تر منځ ښه همغږي رامنځه شي، ولس او مدني ټولنې ورسره همکارۍ ته چمتو دي او له دې لارې د نشه يي توکو مخه نيول کېدلى شي، که داسې نه وي نو دا ولايت به تل د نشه يي توکو د کرغېړنې پديدې ښکار وي.» د دغه ولايت امنيتي مسوولين هم مني چې د وسله والو مخالفينو تر څنګ د نشه يي توکو قاچاقچيان په نا امنيو کې لاس لري. امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت وايي ډېر ژر به د پوليسو او ملي اردو له خوا د دغه ولايت په شمالي ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل شي، د طالبانو تر څنګ به هغه قاچاقبران هم په نښه کړي چې د دغه ولايت امنيت يې خراب کړى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery