مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
Rahat Gas
دخپریدو نیټه : 2014-12-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د لمر زرینې وړانګې / د کابل یونلیک

 / الحاج محمد اسمعیل شریعت یار

له ډیري مودې راهیسی دیغ وم، د کورنیو ستونزو او دکاندارۍ څخه هم فارغه نه وم، هسي خو اوس خلاصون سخت وي، خو د اړتیا په خاطر مو صبر کړی و.
د دوشنبې ورځ ۱۳۹۳/۸/۱۹ نیټه مازدیګر وو، لمر خپلي زریني وړانګې کرار کرار ټولولې ، ښاغلي  سردارمحمد «همدرد» صاحب راته تلیفون وکړ؛ د یوه ادبي او سیاحتی سفر زیری ئې راکړ، زه هم خوښ سوم او موافقه مي ورسره وکړه.
سهار، زه او ښاغلی همدرد سره یوځای سولو او د بُست هوائي ډګر پر لور وخوځیدو، پر لاره يې راته وویل چي اغامحمد قریشي مو هم د سفر ملګری دی، که موږ دوه ملګري وو، نو اوس درې سولو، نو خوشحالي موهم داسي و بوله.
هوائي ډګر او بیا ترمینال ته ننوتو، هلته مو د ښاغلی رئیس صاحب احمدجان «پوپل»  میرویس«پوپل» محمد هارون «پوپل»  او اغامحمد قریشي سره ولیدل، روغبړ مو سره وکړ، یو د بل سره مو بحث پیل کړ، زموږ بحث د بانډار رنګ واخیست، بانډار ښه ګرم وو چی، ښاغلی حیات الله «داوري» هم راغی، د هغه سره مو هم ستړې مسې وکړه، د روغبړ په حال کي ئې ما د سربیرن جیب څخه د الوتکي ټکټ پاڼه روایستله، حیات الله داوري خبر نسو، ما هم خبر نکړ، قریشي صاحب ولیدم او وئې خندل.
ښاغلي داوري صاحب هم زموږ د بانډار لکه د ډوډۍ ځواله پر لیڅه وغوړاوه ځکه د بانډار تبخی ئې ګرم ولیدی.
د بانډار په تبخی ډیره ښه ډوډۍ پخیدله، ځکه ښه ګرم و، هر چا هڅه کوله ډیري ځوالي پخي کړي، دا وخت افغان جیټ الوتکه هم راغله .
د الوتکي د الوت لپاره لا هم څه وخت پاته وو ځکه مو د بانډار نغری لاهم تود پر تود پاته سو. ناڅاپه داوري صاحب د خپلو جیبو پر پلټلو بوخت سو او زیات خفه ښکاریدی، زیات ئې جیبونه پلټل خو څه لاس ته ورنغله او د فکر په سمندر کي لاهو سو، قریشي صاحب راغی او په ټینګار ئې راته وویل بس دی نور ئې مه زهیروه ، ماته هغه ټپه رایاده سوه چي ویلي ئې دي :-( عاشقان تل خوري د زړه ویني نو ئې مه زهیروئی+ تل د جانان په فکر ډوب غوټې وهینه نور ئې مه زهیروئی) ما ورته وویل لږ صبر وکړه چی بل ټکټ ته ولاړسو بیا به ئې ټکټ ورکړو خو قریشې صاحب نور زغم ندرلود او خبر ئې کړ او ما هم ټکټ ورته ورکړ درېواړو وخندل، دا وخت د الوتکي د پرواز وخت سو، موږ هم ور وختلو، سهار نهه بجې او لس دقیقي وې الوتکه والوته.
په الوتکه کي ما او همدرد صاحب لاندي مځکي ته کتل، د طبعي ځایونو، الاهي خلقت د ډول ډول شیانو سیل مو کاوه، د غرونو پر سرونو پرتي واورې، سردرو، لاښونو، کليو او کليو ته ورغلي لارو تماشه مو کوله، د کلیو او بانډونو خټینو جوړښتونو زړه راکښونکې منظره درلودل او زموږ فکر ئې هم خپلې خواته اړولی وو، لس بجي او لس دقیقې وې چی د کابل خواجه رواش (حامد کرزي) په نوم هوائې ډګر کي الوتکه کښته سوه او پل  مو د کابل په مځکه کښیښود. ترمینال ته ولاړو تر ځو بکسونه مو راکړل سي.
د ترمینال څخه د راوتلو په حال کي د بُست پوهنتون رئیس ښاغلی احمدجان«پوپل» د سبا ماښام لپاره د میلمستیا بلنه داکړه او په مینه ئې زیات ټنګار وکړ موږ ئې هم د نبوی(ص) سنت په اساس بلنه ومنله، دلته ښاغلی حیات الله «داوري» یوې خواته، محترم میرویس «پوپل» بلي خواته او رئیس صاحب پوپل بلي خواته رخصت سول، اجمل «داوري» ښاغلی همدرد صاحب ته وویل شریعت یار صاحب در تسلیم سو او بیا ئې بیرته در څخه غواړو، ټولو وخندل او یو دبل سره مو دخدای په امانی وکړه. زه، قریشي صاحب او همدرد صاحب د هوائي ډګر د موټرو تم ځای ته راغلو.
په تم ځای کی تور رنګ موټر وو او زموږ د ورتللو په انتظار ښاغلی فضل صاحب درولی وو، ښاغلی فضل صاحب د ښو اخلاقو، ښې ځوانی او د نرمي خندا خاوند وو. په موټر کی د ارګ چمن ته  ولاړو هلته په يوې غونډي کي د ګډون په موخه ولاړو چی د افغانستان د ټولو مدني ټولنو مشرانواو ځینو غړو ئې پکښي برخه درلودل. دا غونډه په هغه ماڼۍ کي جوړه سوې وه چي دښاغلی حامد کرزي دهستوګني د کور په موخه جوړه سوه او بیا ښاغلی کرزي د ارګ میلمستون په نو وقف کړه او خپله هستوګنه ئې هلته د عادي افغانانو د حال سره مناسبه ونه بلل، دا ماڼۍ درې پوړه او په زیاته عصري او نوې څیره جوړه وه، د نویو نیالګیو اوچمنونو په منځ کي ئې ننداره زیاته جالبه وه.
کله چي ماڼۍ ته ننوتلو په دروازه کي د ننوتلو پر مهال دوه عسکري ځوانان یو یوه اوبل بل اړخ داسي ولاړ وه چي به لومړي سرکي زما سو دا بتان ډي خو وروسته څرګنده سوه چي دا روزل سوي تشریفاتي عسکر دي. د ماڼۍ دهلیز ته ورغلو چیري چي د غونډي لپاره ځای په نخښه سوی وو، دلته مو ښاغلی ډاکتر صاحب طوفان وزیری هم ولیدی.
غونډي ته ډاکتر عبدالله «عبدالله» اوږده وینا وکړه او ښې راتلونکي ته په طمع وو او غونډي پای وموند.
څه د پاسه دوې بجې وې د ارګ نوی میلمستون مو د اطاق په نیت پریښود. اطاق مو په پروان کارته، د نادریه لیسې اړخ ته وو، اطاق ته راغلو اوچای مو چښلو ته چمتو کړې، میده میده مو د بانډار پیځلونه و غوړول او د بانډار په لړ کي مو د ماپښین لمونځ هم ادا کړ. ورسره مو وتلي استاذ، لیکوال او څیړاند ښاغلي الحاج حبیب الله «رفیع» ته مو هم زنګ وواهه، تر جوړ پخیر وروسته مو د ملاقات اجازه ورڅخه وغوښتل او زموږ لپاره د علومو اکاډمي په ریاست کي انتظار سو. موټر ته وختلو، د ښارنو پارک سهیل اړخ ته په شاه بوبو جان کوڅه کي چیري چي د تحقیقاتي علومو اکاډۍ زیاست دی ورغلو، استاذ سره مو په زړه پوري بانډار وکړ. د رفیع صاحب په بانډار قریشي صاحب مین سو او عرض ئې وکړ استاذه:- زموږ لا څو نوري شپې هم په کابل کي سته کیدای سي بیا مو ستا د ملاقات شرف په برخه سي. د ماښام د لمانځه وخت نږدې وو، رخصت مو واخیست او اطاق ته راغلو.
شپه تیره سوه، سهارمو تر ټولو لومړی د خدای(ج) فرض لمونځ اداء کړ. د مخامخ غره پر سر نرۍ واوره پرته وه او هغه ټپه مي یاد ته راغلې چي ویلي ئې دي:-
پر تورو غرو د خدای نظر دی + پر سرئې واوره اوروي پای ئې ګلونه
پر تورو غرو د خدای نظر دی + ورجـلـبـوي ځـــانـته د خـلګو نـظرونه
چای مو وچښلې، او دا وخت څه دپاسه لس بجې وې چي د ژوندون تلویزون مانۍ ته ورغلو او هلته مو د الحاج محمداسمعیل «یون» سره ناسته درلوده، د تلویزون مانۍ هم د درختو، چمنونو او ګلونو په منځ کي جوړه وه، نقشه ئې ښه تکړه مهندس جوړه کړې وه او د خلګو پام ئې ځانته وراړوه، کله چي ماڼۍ ته ختلو دامي ښاغلی همدرد صاحب ته وویل چي که ئې اوسنی نقش او نګار ندرلودای نو نوره خو کټ مټ د هلمند د بست کلاه ده.
د حاجي یون صاحب سره مو ملاقات وسو، د حج د فرضې ادآه کولو مبارکي مو ورته وویله، د بسکوټ سره مو چای وچښلې، د حرمینو شریفینو پر ماسکو مو ښه دیني او څیزنیزي خبري د ښاغلی الحاج یون صاحب څخه واوریدلې، د غرمی ډوډۍ مو لاهم په ژوندون تلویزیون کي وخوړل او بیا مو د الحاج یون صاحب په مشري د قلم ټولني کار ځای ته د ورتللو په نیت ژوندون تلویزیون پریښود.
راته ویل سوي وه چي د قلم ټولني کارځای د فتح الله کلاه په نوم سیمي په دریم سړک کي دی، موږ تر اتم سړک پوري دې خوا آخوا وځغاستو او بیرته مو په دریم سړک کي هم ډیري منډي یوې خوا بلي   خواته ووهلې آخر مو پیدا کړ او ورغلو.
غونډه د ښاغلی فیض محمد «ځلاند» په ستاینه جوړه سوې وه، پیل سوه، پر کمال سادات، ناوک صاحب، اړم صاحب، الحاج یون صاحب، ښاغلی سعید زابلي صاحب، د هلمند مدني ټولني څخه اغامحمد قریشي او ښاغلی سردارمحمد همدرد هم ویناوي وکړې، خپله ښاغلي ځلاند صاحب هم د غونډي د برخوالو او ویناوالو څخه مننه وکړه.
د غونډي د پای پر مهال ښاغلی ځلاند ته د هلمند مدني ټولني لخوا بګړۍ او نورو ګډون والو او ټولنو لخواء ستاین لیکونه ورکول سول.
ورځي هم ګډه وکړه، موږ هم له غونډي څخه ډډه وکړه او د ښاغلی یون صاحب څخه جلا سو و اوطاق ته راستانه سولو. څه دپاسه د ماښام اوه بجې وې، پر اسمان توري تاریکې وې، رئیس صاحب احمد جان «پوپل» زنګ وواهه او موږ هم د ورتللو ډاډ ورکړ، داحمد جان پوپل د کور پر لور وخوځیدو او په کوټه سنګي کي د شاداب ظفر نومي سیمي شمال اړخ ته ئې کور وو،ورغلو، ناوخته ماښام مو هلته په جماعت لمونځ اداه کړ، په کوټه کي ئې څه مشران سپين ږیري هم وه، د مجاهدینو ځیري ئې درلودې او په ځیرو ئې د مجلس ښلاء زیاته سوه، دلته مو انجنیر صاحب مطیع الله «بهیر» هم ولیدی او په رښتنوني او جذباتي ویناوو ئې زیات خوښ سوم، د رئیس صاحب پوپل ښکلی نیت، ښکلی کور، د انجنیر صاحب «بهیر» ښکلیو نظریاتو، د مشرانو سپین ږیرو او اسلامي او فغاني څیرو زموږ بانډار د مزیاوو په څپو کي ولمباوه. خپله احمدجان پوپل صاحب هم په هلمند کي د بست پوهنتون سرغنه، علمي، لیکنیزه، سوداګریز، فکري وړتیا او پیاوړتیا لري.
د شپې د احمدجان پوپل په مشري د کابل نوي او عصري صافی لینډ مارک نومي هوټل ته ولاړو، هلته مو هم خپل هلمندی بانډار پیل کړاو د ټولي ورځي خستګي مو ورکه سوله، د ډوډۍ خوړلو وروسته د هوټل لوړ پوړ ته وختلو او هلته مو چای وچښلې، دا ځل هارون «پوپل» صاحب راپیدا سو د بانډار په لړ کي ئې د سبا شپې د میلمستیا یلنه راکړه او د ښاغلي اغامحمد قریشي په استازیتوب په ډیر تشکر سره زموږ لخواء بلنه و منل سوه .
ځه ګړی وروسته د هوټل څخه را کښته سولو او رئیس صاحب پوپل په کور کي بل ځل چای و چښلې دلته په یو بهرني هیواد خبري وسوې او د هغوي د دود او دستور څخه د انجنیر بهیر صاحب لخوا د سترکو لیدلي معلومات راکول سول، موږ د شپې خپل اطاق ته راغلو.
سهار سو، د خوبه هر سړی بیدار سو، د سهار لمونځ مو اداء کړ، چای مو و چښلې، زه څه ناروغه وم په اطاق کي پاته سوم، قریشي صاحب او ښاغلی همدرد صاحب ولاړه، د غرمي دوولس بجو ته لږ وجت پاته وو چی همدرد صاحب زنګ وواهه زما د ناروغۍ حال ئې واخیست او ما د صحت ډاډ ورکړ نو راته وئې ویل:- د اطاق څخه راکښته سه مو دي انتظار کوو.
د اطاق څخه راکښته سوم او دا ځل مي د دوی سره ډاکتر صاحب هرایت الله «زرمت »  هم ولیدی ښاغلي قریشي صاحب زه او ډاکتر صاحب پوپل ته ور پیژندلو اود ښارنو پارک ختیځ لوري ته یوه هوټل ته ولاړو او د غرمې ډوډۍ مو هلته وخوړل. د هوټل څخه اطاق ته بیرته راغلو دلته مو همدرد صاحب پریښود زه او قریشي صاحب د ډاکتر صاحب سره تر کوټه سنګي پوري ولاړو. دلته زه هم پاته سوم د ډاکتر صاحب او قریشي صاحب سره  مي مخه ښه وکړه .
د همدرد صاحب په امر د یوه کار لپاره  په کمپنۍ کی د موټرو تم ځای ته ولاړم او ماښام لمونځ ته ایله بیرته اطاق ته ځان وا ورساوه. لمونځ مو اداء کړ، چای مو وچښلې، دریواړه د فضل صاحب په شمول د اطاق څخه راکښته سولو.
پر پښو په ښارنو کي روان سولو، لږ څه ولاړو او ډاکتر طوفان وزیری راپسي د موټر سره راورسیدی او د هغه ځایه هوټل ته ولاړو، هلته مو چای وچښلې، رئیس صاحب احمدجان «پوپل» هم راسره یو ځای سو، وروسته په ګډه د هارون پوپل کور ته ولاړو، هلته مي خپل د کمپیوټر استاد ډاکتر صاحب عبدالغفور هم ولیدی په لیدو ئې زیات خوښ سوم ډوډۍ مو وخوړل ښه بانډار مو وکړ.
څه د پاسه یوولس بجې وې د پوپل صاحب د کور څخه رخصت سولو، طوفان وزیری، قریشي صاحب او ښاغلي همدرد صاحب او هم فضل صاحب زه په کمپنۍ کي د موټرو تم ځای ته راوستم دوی ولاړه مخ پورته او زه راغلم کور ته.

پای

 

mainport spozmai radio aicts
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery