مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بې هويته پېژندپاڼو په اړه له ولسمشر سره د کتنې پايله

د افغان ملي غورځنګ


درانه هېوادوال خبر دي، چې پدې وروستيو کې د نفوسو د احوال د ثبت يو داسې قانون توشېح شو، چې له مخې يې په پېژند پاڼو يا د هويت په تذکرو کې زموږ ملي هويت له  پامه غورځېده او د افغان کلمه حذف کېده. څرنګه چې د قانون دا برخه د اساسي قانون د څلورمې مادې له پنځمې فقرې سره په څرګند ټکر کې وه او داسې اندېښنه وه چې يو شمېر افغان ضد کړۍ هڅه کوي د افغانستان ملي هويت او ملي ارزښتونه مسخ کړي او ملت د هويت له بحران سره لاس او ګرېوان کړي، نو د ټول هېواد په کچه په سلګونو مدني بنسټونو، قومي شورا ګانو، سياسي خوځښتونو او په ټوليزه توګه افغان ملت د دغې پرېکړې مخالفت وکړ او په اعتراضونو يې لاس پورې کړ. کله چې ولسمشر محمد اشرف غني ته زموږ د اعتراضونو غږ ورسېد، نو د معترضينو استازو ته يې د مخامخ خبرو وخت ورکړ. له ولسمشر سره په کتنه کې د قومي شورا ګانو، مدني بنسټونو او سياسي خوځښتونو په استازېتوب يولس تنو ګډون وکړ او د توشېح شوي قانون او د ملي هويت د حذف کېدلو په اړه يې خپلې اندېښنې او حل لارې له ولسمشر سره شريکې کړې.
له نېکه مرغه ولسمشر د ستونزې په اړه دقيق مالومات لرل او په خپله يې د حل داسې لارې وړاندې کړې، چې د پلاوي د ټولو غړو لپاره د ملنو وړ وې. ولسمشر ژمنه وکړه چې تر هغو به نوې تذکره نه اخلي، څو يې راپورته شوې ستونزه حل کړې نه وي. ولسمشر ډاډ ورکړ، چې د تذکرو د وېش لړۍ يې درولې ده او امر يې وکړ چې د فورمو د وېش او ثبت لړۍ دې هم ودرول شي. ولسمشر دا هم وويل، چې هڅه کوي د تذکرو د وېش لپاره د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر يو خپلواکه اداره رامنځته کړي. په تذکره کې د افغان کلمې د راتلو لپاره ولسمشر ژمنه وکړه چې له قانوني لارو به دا ستونزه اواروي او د حل هغه لاره چې پدې برخه کې ولسمشر  وړاندې کړه، د پلاوي له خوا يې تود هرکلی وشو.
پدې توګه افغان وياړلي ملت ته ډاډ ورکوو، چې ولسمشر محمد اشرف غني د دوی وړانديزونه منلي او ژمنه يې کړې چې په يوه ټاکلې موده کې به دا ستونزه حلوي. موږ له ټولو هغو قومي شورا ګانو، مدني بنسټونو، سياسي خوځښتونو او په ټوليزه توګه له افغان ولس څخه ډېره مننه کوو، چې په ډېره لنډه موده کې سره منسجم شول او له خپل ملي هويت څخه د دفاع لپاره يې خپل غږ پورته کړ. موږ باور لرو، چې که چېرې هېوادپاله افغانان لاسونه سره ورکړي نو د هېواد ډېرې لويې ستونزې به اوارې شي. له همدې کبله موږ پر دوی غږ کوو، چې خپلمنځي انسجام همداسې وساتي او د نورو لويو ستونزو د حل لپاره خپل هڅې سره همغږې او منظمې کړي.
موږ د افغانستان له ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني څخه هم مننه کوو، چې زموږ له توقع سره سم يې د تقابل پر ځای د همکارۍ لاس راکړ او د ستونزې د حل لپاره يې له تدبيره ډکې حل لارې وړاندې کړې. موږ ډاډه يو چې ولسمشر به پر خپلو ژمنو درېږي او په راتلونکې کې به هم د هېواد له ملي ګټو، ارزښتونو او وياړونو کلکه ننګه او دفاع کوي.
په پای کې موږ پر ټول افغان ولس غږ کوو، چې د ژمنو تر پلې کېدو پورې بايد هوښيار اوسي او که خدای (ج) مه کړه د ځينو فشارونو يا ستونزو له کبله ژمنې پر خپل وخت عملي نه شوې، نو په ټول ځواک به له خپل ملي هويت او ملي ارزښتونو څخه دفاع کوو.
د سوکاله، متحد او سرلوړي افغانستان په هيله!


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery