مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خپل هیواد د پرمختګ لپاره باید څه وکړو

برشنا


د تیرو دري لسیزو په بهیر کې افغانستان په سیاسي ، اقتصادي  ، پو هنیزو چارو او ټولنیزو چارو کې  زیانمن شوی دی اوس د افغانستان ټولو خکلو ته لازمه ده تر څو د لوړ منطق څخه کار واخلي او خپله ملی ګټی وپیژني او یو بل ته لاس ورکړي د خپل هېواد په جوړولو پیل وکړي هېڅ بهرني هېواد ته وخت ورنه کړي چی زموژ په کورنیو چاروکي دښمنانه لاسوهنې وکړي اوس موژ ټولو افغانانو ته اړينه ده تر څو خپلو ملي ګټو ته ځیر شو او په ډیر اخلاص او صداقت سره کار وکړو او زحمت وباسو ځکه اوس موژته لازمه ده چې لومړی خپل زراعت ورغوو ځکه موژ هم ځمکه لرو او هم اوبه لرو موژ باید خپل پوهنيز نظام په پښو و دروو ځکه د هر هیواد بنسټ پر پوهنیز نظام ولاړ دی او خپل مسلکي پر وطن مین خلک وروزو او زمینه ده پوهنې ورته مساعده کړو تر څو د خپل د زده کړی په اساس د هیواد د پرمختګ لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي

موژ باید لومړی خپل صنعت ته وده ورکړو د غیر ضروري شیانو واردولو څخه مخنیوی وکړو او اوس ضروري ده چی موژ د وخت څخه په ګټې اخیستني کار وکړو او هیواد مو چی یو مصرفي هېواد دی او دسيمې د هیوادونو یو شه بازار دی نو لازمه ده تر څو موژ خپل هیواد خودکفا کړو

له هیمت څخه کار واخلو او خپل هېواد وپیژنو او د طرقي لپاره یې اوچت ګامونه پورته کړو په پایله کې به انشاالله ډېر ژر به خپلو موخو ته ورسېژو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery