مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په نړۍ کې دوه قومونه بیلابیل ذوقونه

 په هګۍ کې ورته وړه نړۍ کې زرګونو قومونه، ژبې او مذهبونه شته دي، هر چا له خپلې کمبلې سره سمې پښې غځولي دي او خپل ژوند کوي خو په دوی کې دوه قومونه د دوو څيزونو سخت تږي دي، عربان د عياشۍ او افغانان په ځانګړي ډول پښتانه د مرګ او خشره ژوند.
اوس او به مو په رسنیو کې اوريدلی وي چې يو عرب شهزاده او د خام الحرمين شریفین د کورنۍ يو غړي امریکايي موډلې تورپوستې کيم کورداشيان ته د يوې شپې لپاره د يو ميليون ډالرو وړانديز کړی دی او تر دې مخکې هم همدې عربانو تر پڼځه لکو ډالرو باندې يوه شپه يا څو ساعتونه تير کړي دي.
عربان هغه خلک دي، چې د اسلام تر ظهور مخکې به يي لوڼې ژوندۍ خښولې، د اوس او خزرج قبيلو تر منځ قومي شخړو کلونه دوام وکړ، هر پيغمبر په همدې سیمو کې مبعوث شو، له همدې ځایه يي تبليغ پيل کړ، سختۍ يي وګاللې څو خلک سمې لارې ته را وبلې، د اسلام د سپيڅلي پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له وجوده په همدې سعودي کې وينې وبهيدې او مبارک وجود يي څو وارې له ټپونو ډک شو، ابراهيم خليل الله او مبارکې بې بي يي د همدې هيواد په سوځونکو دښتو کې شپې تيرې کړې، اسماعيل ذبیح الله همدلته قربانۍ ته وړاندې شو، شيطان همدلته را څرګند، د خدای تعالی کور ا و د مسلمانانو قبله همدلته ده، تر ټولو ډير تيل او تر ځمکې لاندې شتمني په همدې هیواد کې ده، د اصحابو تر ټولو ستره هديره په همدې هیواد کې ده، د وحي يا الهي پيغام د راتګ لومړنی ځای يانې د حرا غار په همدې هیواد کې دی، د پیغمبر د مبارکو پښو چاپونه د همدې هیواد په تيږو کې تر ننه هک دي، د هغه مبارک زیارت اوس هم هلته دی... خو ددې خاورې شته وګړي، او د تيلو او زیرمو په پيسو مست عربان يوه شپه له يوې فاحشې سره په يو ميليون ډالره تیروي، دوی ته نه فلسطيني مهم دی نه هم عراق، سوریه يا هم افغانستان.
عربان له خدایه بې خبره مياشتې مياشتې په اروپا، امريکې او يا هم دوبۍ کې ورک وي، د دنيا په عياشي کې نوښت دوی کړی دی، خو ددوی هیره ده چې دوی يو وخت دومره وحشيان و چې لوڼې يي ژوندۍ خښولې، ددې پر ځای چې عربان يو ميليون ډالر د بشريت پر سوکالۍ مصرف کړي تر خپلې ډګې يي ځاروي، ددې پر ځای چې دوی له بشریت سره زړه سوی وکړي کوښښ کوي يوازې او يوازې ځان خوښ وساتي که همدې عرب ته وړانديز شوی وی چې راشه په دې پيسو د څو سوه سوري کډوالو او پيغلو حيثيت چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره پيغلې خپله حيا پلوري والله که يي ورکړې وی.
دا قوم ځانونه د حرمين خادمان، په اسلامي نړۍ کې تر نورو ځانونه ډير حقدار او ټول منلي بولي، خو دا حق او یا ټول منلي شخصيتونه بیا داسې کارونه کوي چې اډو بشریت يي نه مني، دا يوازې څو خبرې وې چې رسنيو ته را وتلي دي خدای خبر دوی به پټ څه کوي، په کورونو کې به يي څه حال وي او په ټول کې به دوی ټوله ورځ تر ژونده په دې فکر کوي چې څه بايد وکړي څو يي زړه يخ شي، خو ددوی زړونه نه يخيدونکي دي ځکه دوی له پيدايښته بیا تر مرګه د ژوند ساړه او تاوده نه دي ليدلي.
د نړۍ په بل ګوټ کې بیا يو بل قوم پروت دی، دا پښتانه دي، څوک يي يهود بولي، څوک يي څه بولي او څوک يي څه،دوی بیا د مرګ شوقيان دي، د وحشت مينان دي، د خشره ژوند مينه وال دي او په ټول کې دوی ته دنيا هسې ټوکې ښکاري، دې خلکو ته خدای پراخه ځمکه ورکړې وه، له اصفهانه تر ډيلي پورې يي پاچاهي کوله، دوی ته خدای سید جمال الدين افغان ورکړ، احمدشاه بابا او ميرويس نيکه پکې را وټوکيدل، خوشال خان له ډيره درده د زړه وينې وخوړې، شيرشاه سوري د خپل عزت لپاره په خپله د زهرو ګوټ وکړ، امان الله خان په پردۍ خاوره کې ومړ،خو دوی له هغه وخته تر دې دمه د ژوند په ارزښت نه دي پوه شوي.
دا خلک چې د مرګ زیږنده يي بايد وبولو چې له موره پيدا شي په ستوغو خبرو، له ستونزو په ډک کور کې را لوی شي، زلمی شي او په همدې کور کې له کرکې په ډک ماحول کې ځواني تيره او تور ويښته يي سپين شي، ددې سړي له ماشومتوبه د کلي په پيتاوي او حجره کې د کينې، عداوت، عقدې خبرې زده کړي وي.
تر اوسه د پښتون د وژل شوي، معيوب، خوار، فقیر، نالوستي،بې خبره، ويده او.... ولس کره شمېره نشته خو په ټول کې دا ويلی شو چې ددې قوم ډيره برخه نالوستې، ډيرې کورنۍ يي بدي لرونکې او ډيری يي د بدو او مرګ خوښونکي دي.
زه نن له يو کس سره مخ شوم،دې کس راته عجيبه کيسه وکړه، دا سړی زموږ خپل دی، له کلي کابل ته راغلی و، په دوکان کې ورسره ناست ووم د کور او کلي کيسې مو کولې د زوی پوښتنه مې ترې وکړه، ځکه زوی يي ما پيژانده، چې يو بې لمازه، بې سری، بې ادبه او بې نزاکته د ساز، بانډار او هلکانو شوقي و.
سوړ اسويلی يي وکيښ او له خولې يي بې واره ووتل:« خدای دې ځوانيمرګ کي، هغه خو اوس د دين پتنګ دی، دين ساتي، جهاد کوي.»
ما ويل څنګه هغه خو د دين سړی نه و؟
 ويل يي:« د دين سړی اوس هم نه ده، موټرسايکل وي، وسله وي، د خلکو سپکول دي، د هلک ګرځول دي او ساز ته بیا ان کابل ته راځي چې په هر هوټل کې واده وي ده بیا څڼي ورته اچولي وي، فرض لمونځ نه کوي، د مور او پلار حقوق نه پيژني، خو وايي جهاد کوم څه نه سم ورته ویلی ځکه يوه ورځ مې ورته وويل چې داسې مه کوه وايي مولوي صیب راته ويلي دي هر هغه پلار چې زوی له جهاده منع کوي مرګ يي روا دی و يي وژنی غازيان یی.»
ددې سړې دا خبرې مې واوريدې اډونه مې را ځيګه شول، ما ویل که خوب وينم، خو نه خوب نه بلکه یو تريخ حقیقت و او دا تريخ حقیقت يوازې کاڼي يا مړي ته د ویلو دی ځکه که څوک درد يا وجدان ولري ريښتونی مسلمان وي د يو پلار له داسې افسوسه ډکې خبرې، په مخ را روانې اوښکې يي والله که تحمل کړي.
اوس نو تاسو فکر وکړئ، يو ملت چې عربان دي دين له هغه ځايه را پيل شوی دی او اوس هلته شته وګړي په داسې نادودو سر دي او يو ملت چې له اسلام او اسلاميته به ډير کم خبر وي بیا په داسې کاتو سر دی او ځانونه ورته د دين ساتونکي ښکاري.
اوس په نړۍ کې پښتون د کرکې نوم دی.
اوس په څلور کونجه دنيا کې پښتو ژبه د جنګ جګړې ژبه ده.
اوس هم پښتون خوار دی، پرون هم خوار،ځکه تورې لالا وهلې مړۍ بیا عبدالله.
نور ټول اخروي ژوند ته په دې دنيا تياري نيسي، ښه کوي، علم کوي، خیرات زکات ورکوي، لمونځونه کوي، اسلامي امت ته خدمت کوي، لارې کوڅې جوړوي، خو پښتون وايي چې په وسله مړ شوې او په شاه نه په مخه يانې په ټټر ولګيدې بس دستي دې خدای بخښي، ځکه جنت دوی اجاره کړی دی او ټيکټ يي هم تيار په جيب کې دی.
پښتون اوس هم وايي چې دا د ځانمرګي واسکټ بټن زور کړې، بس دستي له يو ډز سره جنت ته ورځې خو دی خبر نه دی چې ( من قتل مومن متعمدا فجزاه جهنم....)
خو پای يي دا چې عربان دې عياشي کوي او پښتانه دې مرګ ته اتڼونه، ځکه هغه د دين خادمان دي او دوی د دين ساتونکي.


نجيب الله افغان ـ د يو پلار په اوښکو لیکل شوي څو ټکي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery