مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
benawa-etisalat
دخپریدو نیټه : 2014-12-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د پښتو غزل په اړه فضليار صاحب سره مرکه

مطيع الله صالح

بسم الله الرحمن الرحيم
د هغه ستر واکمن په نامه چې بلبل، پتنګ او  شاعر يې په حسن او ښکلا مينان پيدا کړي. د وطن ټلوېزيون د ترنک تل ادبي خپرونې قدرمنو ليدونکو ! زه مطيع الله صالح مو په سلامونو هرکلی کوم.

نن مو يو داسې څوک مېلمه دی چې هم ښه نوښتګر شاعر دی، هم ښه خوږ ژبی ليکوال دی او هم ښه تکړه ژورنالست دی، ښاغلی فضل هادي فضليار يادوم  چې اوس له مونږ سره دلته تشريف لري.
عجيبه داده چې فضليار صيب شاعري، ليکوالي او ژورنالستي خپل فرعي کارونه ګڼي او خپله اصلي دنده انجينري بولي ځکه چې دا د شعر، ليکوالۍ او ژورنالستۍ په برخو کې د لوی لاس لرلو ترڅنګ، د ننګرهار پوهنتون له انجينرۍ پوهنځي فارغ شوی او تر نن ورځ پورې انجينري، ادب او ژورنالېزم درېواړه پالي.

ښه نو فضليار صيب! تر هر څه وړاندې مننه کوم چې د وطن ټلوېزون بلنه مو ومنله او د ترنک تل په خپرونه کې مو برخه واخيسته، تاسو ته هر کلی وايم او بيا دا راته ووايۍ چې ستاسو دا پراخ فعاليتونه يو بل سره ډېر په توپير کې نه دي؟ او څنګه په دې جلا جلا برخو کې دومره په برياليتوب سره کار کوئ؟

فضليار : بسم الله الرحمن الرحيم، تر هر څه وړاندې د وطن ټلوېزون ګرانو لېدونکو او خپلو ټولو هېوادوالو ته سلامونه او د زړه له تله نيکې هيلې وړاندې کوم.
صالح صيب! ستا د پوښتنې په ځواب کې به دومره ووايم، لکه څنګه چې تا په خپلو خبرو کې يادونه وکړه، انجينري زما مسلک او شعر مې هنر دی، يو شخص کېدای شي هم مسلک ولري او هم هنر، کېدای شي نيمه ورځ په يوه برخه کې کار وکړي، نيمه په بله کې او په دې ډول هم خپل مسلک په بريالۍ توګه مخ ته بوزی او هم هنر.

صالح: فضليار صيب! تاسو خو د ادب او ژورنالېزم په برخه کې نه ستړې کېدونکې خدمتونه کړي خو که د ترنک تل خپرونې ګرانو لېدونکو ته يې په لنډه توګه يادونه وکړئ، خوشاله به شم.

فضليار : د ادب په برخه کې خو شعر او نثر ليکم، د غزلو يوه ټولګه مې درې کاله وړاندې چاپ شوې چې (په سترګو کې خبرې) نوميږي، په سترګو کې خبرې غزلټولګه يوسلو اته ويشت (۱۲۸) مخونه لري او مومند خپرندويې ټولنې د دوه زره (۲۰۰۰) ټوکو په شمېر خپره کړې ده.
له دې پرته مې دوه نور نثري کتابونه او يوه بله غزلټولګه چاپ ته تيار دي.
د ژورنالېزم په برخه کې مې له ډېرو ادارو سره کار کړی، څه وخت په ننګرهار کې له ای ډبليو پی ار او پژواک سره، بيا په ننګرهار کې د نړۍ اونيز اخبار د مسئول مدير په توګه، د نړيوال ويبسايټ د چلوونکې په توګه، د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان او نورو سره.

صالح: نړۍ اونيز اخبار چې تاسو له ننګرهاره خپرولو په ختيځ کې يوه غوغا جوړه کړې وه، تر دې پورې چې هلته يو شمېر چارواکو او زورواکو ونشوه زغملی، په څارنوالۍ کې يې عريضې وکړې او خبره يې په کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د سرغړاوي کميسيون ته راورسوله .

فضليار: د نړۍ اونيزې د بندولو لپاره دوی يواځې څارنوالۍ او په کابل کې د رسنيو د سرغړاوي کميسيون ته په مراجعه بسنه ونه کړه، کله چې چارواکي او زورواکي له قانوني لارو بريالي نشول نو بيا يې د زور لاره ونيوه، له ګواښونو نيولې زمونږ د ژورنالستانو تر وهلو ټکولو پورې يې په هيڅ هم بسنه ونکړه، خو له نيکه مرغه چې زمونږ ژمن او باجراته کاري ګروپ هيڅکله د چا د زر او زور تر تاثير لاندې رانغی، دربار او ټوپک ته تسليم نشول؛ تل يې د خپل ولس ملاتړ غوره ګڼلی او د خاينينو پر وړاندې درېدلي.

صالح: ويل کيږي چې ستاسو ويبپاڼه (نړيوال) هم چې ډېر زيات مينه وال يې لرل، څو ځله د نامعلومو کسانو په واسطه بنده شوه؟

فضليار: کسان خو يې ناڅرګند نه بلکې څرګند دي او هغوی يواځې د نړيوال سايټ نه بلکې زمونږ د هرې بلې هڅې د بندولو او ړنګولو هڅې کوي خو دوی په خپلو دې ناروا او ناځوانه کارونو زمونږ د کاري ګروپ د هڅو مخه نشي نيولی.

صالح: تاسو ته په دې برخه کې د لا استقامت او برياو غوښتونکي يو، راځم ستاسو شاعرۍ ته، ستاسو لومړۍ چاپ شوې شعري ټولګه (په سترګو کې خبرې ) غزلټولګه ګڼل کيږی يانې له سره تر پريايه ټولې غزلې دي؛ نظم، ازاد شعر او د شعر نور فورمونه په کې نشته. تاسو په ځينو شعرونو کې هم دا موضوع راخيستې لکه :
نظم چټياټ ګڼي ازاد شعر ته اور اچوي
د فضليار خو غزلبوله شاعري خوښيږي
يا لکه دا بيت چې:
د ازاد شعر غوندې کاږه واږه مې نه خوښيږي
غواړم خواږه او په لار سم لکه غزل ملګري
زما پوښتنه داده چې تاسو ولې يواځې غزل ته مخه کړې؟

فضليار: نو ددې يو لامل خو له غزل سره زما ځانګړې مينه ده، د شعر له نورو فورمونو لکه نظم، ازاد شعر او نورو سره مې چندان نه لګيږي. بل دا چې غزل د شعر په فورمونو کې تر ټولو غوره او ممتاز فورم دی. غزل د شعر په فورمونو کې تر ټولو خوږ او ښکلی فورم دی او زه له پيله په همدې رنګينه باغچه ور ګډ شوی وم.

صالح: فضليار صيب که د ترنک تل خپرونې ليدونکو ته د غزل په اړه معلومات ورکړئ ، خوشاله به شم چې غزل يانې څه؟

فضليار: غزل اصلاً د عربي ژبې لغت دي خو پښتو ته د فارسي ژبې له لارې راغلی.
غزل په لغت او اصطلاح کې بيلابيلې ماناوې لري. ځيني پوهان وايي غزل په لغت کې له ښځو يا خوبانو سره خبرو ته وايي او کوم کس چې له جينکيو سره خبرې کوي هغه ته غازل وايي. د بېلګې په توګه وايو چې صالح يغازل يانې صالح له جينې سره خبرې کوي. خو ښاغلی پرېشان خټک بيا د غزل په دې مانا نيوکه کوي، هغه وايي که غزل له ښځو سره خبرو ته وايي نو کله چې يوه ښځينه شاعره غزل ليکي هغه له چا سره خبرې دي او هغې ته به بيا څه وايو؟
يو شمېر نور پوهان بيا په دې باور دي چې د غزل کليمه له غزال نه اخيستل شوې ده او غزال په عربي کې هوسۍ ته وايي. صالح صيب، کله چې ښکاري کومه هوسۍ پسې اخيستي وي او هوسۍ له ډېرو منډو وروسته ډېره ستړي شي نو داسې يو حالت ته ورسيږي چې نوره يې د بچ کېدو هيله مړاوې شي. د ډېرې وېرې او ناهيلۍ په دې حالت کې د هغې د زړه نه يوه کړيکه ووځي چې دغې کړيکې ته هم غزال ويل کيږي. وايي چې دا کړيکه دومره له سوزه او درده ډکه وي چې د ظالم ښکاري زړه هم اوبه اوبه کړي. دغه رنګ غزل هم د شاعر د زړه آه وي چې په موزونو او خوږو الفاظو کې بيان شوي وي او د نورو په زړونو ځانګړي اغېز کوي.
په اصطلاح کې غزل د شعر يو ځانګړي فورم دی چې خپلې ځانګړتياوې لري.

صالح: کومې ځانګړتياوې؟ که بيان يې کړئ د وطن ټلوېزون ليدونکو ته به ګټورې وي.

فضليار: صالح صيب! يو خو د غزل هغه ځانګړتياوې او شرايط دي چې په کتابونو کې بار بار راغلي دي او شايد د وطن ټلوېزون ګرانو ليدونکو هم بار بار اورېدلي وي چې غزل مطلع لري، مقطع لري، مطلع چې د غزل د سر بيت دی، دواړه نيم بيتې يې يو ډول وزن، قافيه او رديف لري. د نورو بيتونو دوهمې نيم بيتې بايد د مطلع سره هم قافيه او هم رديفه وي.
په مقطع کې چې معمولاً د غزل په پای کې راځي؛ شاعر خپل نوم، تخلص يا لقب راوړي. کله کله غزل حسن مطلع هم لري خو هغه اړينه نه ده  همدارنګه يو غزل کېداي شي مقطع ونه لري.
د غزل د فورم په يو شمېر نورو ځانګړتياو کې اوس ځيني بدلونونه راغلي دي، چې له پخوا سره توپير کوي. د بېلګې په توګه پخوا به په غزل کې د بيتونو د شمېر قيد و، د غزل د بيتونو شمېر به د ۵ او ۱۵ تر مينځ ګڼل کېدو مګر اوس مونږ او تاسو د ډېرو پياوړو شاعرانو ډېر داسې غزلونه ليدلي شو چې د بيتونو شمېر يې تر پينځو کم وي خو کره کتونکي يې کوم باک نه ګڼي. دغه راز حمزه بابا چې د پښتو غزل پلار ګڼل کيږي، داسې غزلې لري چې د بيتونو شمېر يې تر شلو رسيږي.
همدارنګه پخوا به په غزل کې د طاقو بيتونو شرط هم و مګر نن سبا کره کتونکي د طاقو بيتونو موضوع اړينه نه ګڼي.
د بيتونو د قيد نه پرته بله د مضمون او موضوع د قيد خبره وه چې پخوا به په غزلو کې دَ جانان سره خبرې کېدې يانې غزل ټوله د مينې او محبت خبرې وې خو د وخت په تېرېدو سره د غزل په موضوع کې هم بدلون راغي، اوس مونږ په غزل کې د مينې او محبت نه پرته د نورو موضوعګانو د ورننوتو شاهدان هم يو چې د مضمون دې آزادۍ غزل ډېر خوندور کړی دی.

صالح: فضليار صيب اوس به ستاسو يوه غزل چي زمونږ يو ګران همکار ديکلمه کړي ده، واورو.
(د ديکليمي نه وروسته)

صالح: ښه فضليار صيب تاسو د غزل په اړه کافي خبرې وکړې، په دې اړه چې زما په ذهن کې يوه بله پوښتنه ګرځي هغه د پښتو غزل د تاريخچي خبره ده چې په پښتو ژبه کې غزل کله او څنګه رامينځته شوه؟

فضليار: لکه مخکې چې مو يادونه وکړه غزل له فارسي څخه پښتو ته راغلې ده. فارسي غزل د سعدي، رومي، خسرو او حافظ په شان کسانو د کمال درجې ته رسولې ده. په اردو ژبه کې هم غزل ته ډېر کار شوی خو پښتو ته غزل هغه وخت راغلی و چې اردو ژبه لا پيدا شوې هم نه وه او يا خو شايد د خاپوړو په حال کې وه.
د پښتو غزل د تاريخ په اړه ويل کيږي چې د لومړي ځل لپاره اکبر زمينداوري صاحب په اومه هجري پېړۍ کې پښتو غزل ليکلی دی. خو د معيار له مخی په تول پوره غزل د لومړي ځل لپاره مرزا خان انصاري وړاندې کړې وه چې د مرزا خان انصاري آر نوم فتح خان و او د پير روښان مريد وو. خو پښتو غزل د کمال تر بريده خوشحال بابا رسولې ده، د خوشحال خان بابا غزل نه يواځې په تول پوره ده، لا چې هغه غزل هر اړخيزه کړه.
له خوشحال بابا پرته په پښتو کې د غزل ښه ښه شاعران تېر شوي لکه رحمان بابا،حميد بابا، علي خان او داسې نور. حميد بابا خو په موشګاف يادشوی خو د غزل د پلار خطاب بيا حضرت حمزه بابا وګټلو او دا ځکه چې هغه مبارک د تصوف په پرده کې پښتونولي ځای په ځای کړه. لکه هغه په يو شعر کې وايي چې:
خدای هم که انسان وای نو پښتون به وای
له حمزه بابا نه راوروسته د هغه ستر مريد او لاروي استاد فضل ولي ناګار حماسه او ملي ارزښتونه له پښتو غزل سره غاړه غړۍ کړل او نور خو داده پښتو غزل لګيا ده او د پرمختګ پړاوونه وهي.

صالح: مننه فضليار صاحب! تاسو يقينا چې د غزل په اړه ډېر بشپړ معلومات په لنډو او ښکلو الفاظو کې وړاندې کړل. زه باور لرم چې د ترنک تل ادبي خپرونې قدرمنو ليدونکو به ډېره ګټه ترې اخيستي وي او د غزل په اړه به د هغوی هره پوښتنه ځواب شوي وي.
فضليار صيب که خوښه دې وي او بده نه ګڼئ اوس به راشو يو څو شخصی پوښتنو ته.

 فضليار:سمه ده وروره، څنګه چې ستا خوښه وي.

صالح: د ترنک تل ګرانو لېدونکو! فضليار صيب چې ما سره مرکې ته تيار شو نو دوه شرطونه يې لرل مګر اوس خو مونږ راګير کړی، بې قيدو شرطه پوښتنې به ترې کوو. (خندا) او دا يادونه هم بايد وکړم چې فضليار صيب له هر چا سره مرکه نه کوي، د وطن ټلويزون سره د ځانګړې مينې له امله يې زما د مرکې بلنه ومنله.

فضليار: صالح صيب، زما په ژوند کې داسې څه نشته چې له ګرانو ليدونکو يې د پټولو هڅه وکړم، نو ستا چې څه زړه غواړي هغه پوښتلی شې.

صالح: ډېر ښه، دا راته ووايه چې په ژوند کې دې کله مينه کړې؟

فضليار: په ژوند کې مې يوه ورځ هم بې مينې نه ده تېره شوې

صالح: نو اوس هم له چا سره مينه لرې؟
فضليار: هو ، ولې نه.

صالح: له چا سره؟
فضليار: اوه، له تا سره، له خپلو خلکو سره، له خپل ګران هېواد سره.

صالح: ډېر عالي فضليار صيب ! که دا راته ووايې چې ستاسو په ګومان مينه يانې څه؟
فضليار: زما په ګومان خو نه، بلکې زما په پوره يقين سره، مينه يانې د ژوند دوهم نوم.

صالح: نو که داسې وي بيا تاسو په خپلو شعرونو کې له مينې څخه ډېر زړه خوړلی، دا ولې؟

فضليار: نه مړه! هغه څنګه؟

صالح: لکه تاسو په يو شعر کې ويلي:
مينه ستا مې په زړه نوې روږدې نه ده
دا بلا ډېره لرغونې ده دې چم کې
تاسو په دې بيت کې مينه له بلا سره تشبيه کړې او بيا مو خپل جانان ته ويلی چې دغه بلا څه اوسنۍ نه ده، بلکې له ډېرو پخوا زمانو راهيسې زما په زړه لګيدلی ده.

فضليار: هههه، نو ما خو دا هم ويلي چې:
د مينې سمندر يم په لمبو کې مې ژوند خوښ دی
چې مړې په کې لمبې شوې له دې کلي کډه وړم
صالح صيب سمندر د يو ډول چينجی نوم دی، کله چې په کوم ځای کې ډېر زيات اور بل شي نو بيا د هماغه اور مينځ کې يو ډول چينجی پيدا شي چې سمندر ورته وايی.  په دې بيت کې ما خپل ځان د مينې سمندر ګڼلی او ويلي مې دي چې زه په همدې لمبو کې خوشاله يم، که چېرته دا د مينې لمبې مړې کيږي نو بيا زما ژوند هم دلته ناشونی دی او مجبور يم چې بل چېرته کډه يوسم.

صالح: ډېر عالي، ډېر عالي. نو بيا تاسو په يو بل شعر کې داسې هم ويلي چې :
فکر نه کوم که جنت کې يې سات تېر شي
چې يو ځل د يار په مينه کې شي دېغ څوک

فضليار:  هههه، ګوره صالح صيب ! که خبره راټوله کړو، او سره راويې نغاړو، نو پايله په يوه بيت کې بيانولی شو او هغه دا چې:
سره له دې چې ډکه ده له رنځه فضلياره
خو بيا هم ګوره مينه څه کامرانه زندګي ده
يانې سره له دې چې د مينې په ژوند کې به څه نا څه ناخوالې وي خو بيا هم تر ټولو سرلوړې زنده ګي ده.

صالح: ډېر عالي ، فضليار صيب !که دې خوښه وي ، اوس به ستا همدا غزل ستا له خپلې خولې واورو.
فضليار: په سترګو،
پای

spozmai radio mainport aicts
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 518 3662728   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2014   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery