دخپریدو نیټه : 2014-12-17 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په ننګرهار کې دوه چاودنې شوې دي
احمد فیصل
د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې دوه چاودنې شوې دي. د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي وويل چې لومړۍ چاودنه نن سهار په شاوخوا اتو بجو د پاکستان کونسلګرۍ د سړک مخې ته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې چاودنه د پوليسو پر يوه رنجر شوې، چې له امله يې دوه پوليس ټپيان شوي دي. عبدالزى وايي، دا لا نه ده معلومه، چې چاودنه د مقناطيسي ماين له امله شوې، که ځاى پر ځاى شوى ماين و.
د جلال اباد د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير وويل چې دوى ته له يادې چاونه يو جسد او دوه ټپيان راوړل شوي دي.
نوموړي ددغو کسانو هويت په ډاګه نه کړل. د والي وياند عبدالزى وايي چې دويمه چاودنه په شاوخوا اتو بجو او ٢٠ دقيقو د تورخم پر لويه لاره د ٢٠١ سيلاب قول اردو څلورمې پلې لوا ته نږدې پر سړک شوى دى.
دى وايي چې تر اوسه ددې چاودنې په اړه نور معلومات يې نه دي ترلاسه کړي.ـ د څلورمې پلې لوا وياند جګړن شيرين اغا هم چاودنه تاييد کړه.