مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د پاکستان د پوځ مشر کابل ته پا ناڅاپي سفر راغلی

احمد فیصل
راپورونه وايي چې د پاکستان د پوځ مشر په يو ناڅاپي سفر کابل ته را رسېدلى دى. کابل ته د هغه د را لېږلو پرېکړه د لېندۍ په ٢٦مه د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور ښار کې د لومړي وزير نوازشريف په مشرۍ د حکومت او سياسي مشرانو په يوه ګډه غونډه کې وشوه. دا غونډه وروسته له هغه جوړه شوه چې پرون اوو وسله والو په پېښور کې پر يوه ښوونځي بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د ١٣٢ زده کوونکو په ګډون ١٤١ تنه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شوي دي. د پاکستان رسنيو خبر ورکړى چې لومړي وزير نواز شريف يادې غونډې ته وويل چې د پوځ مشر راحيل شريف به کابل ته د سفر پر مهال د افغانستان له ولسمشر اشرف غني، د پوځ له مشر جنرال شېرمحمد کريمي او په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو له قوماندان سره وګوري. که څه هم د هغه د سفر په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ويل کېږي چې هغه به له افغان چارواکو سره د پېښور د پرونۍ پېښې، له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې او د سرحدي ستونزو په اړه خبرې وکړي. د افغانستان حکومت تر اوسه د پاکستان د پوځ د مشر د سفر په اړه څه نه دي ويلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery