دخپریدو نیټه : 2014-12-18 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د افغانستان او عراق په جګړه کې تر اوسه نږدې ۵۰۰۰۰ امریکایي سرتېري معیوب شوي
احمد فیصل
د امریکا د کانګرېس یو تازه راپور ښيي چې د افغانستان او عراق په جګړو کې نږدې ۵۰ زره امریکايي سرتېري معیوب شوي دي. د کانګرېس په دغه راپور کې چې پرون خپور شوی، زیاته شوې چې د دغو معیوبو سرتېرو له ډلېشاوخوا زرو تنو یې د چاودېدونکو توکو له امله د خپل بدن ځینې غړي له لاسه ورکړي دي. واشنګټن ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان او عراق په جګړه کې د زیانمنو شویو امریکايي سرتېرو دغه کچه د ویتنام د جګړې په پرتله لوړه ده. په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت کې پیل شو او ټاکل شوې چې د روانې ډسمبر میاشتې په وروستۍ نېټه پای ته ورسېږي.