دخپریدو نیټه : 2014-12-18 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امنیتي چارواکي وایي د هېواد په بېلابېلو سیمو ۱۴ وسله وال وژل شوي
احمد فیصل
د ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د یو لړ چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ وسلوال وژل شوي، ۱۰ ټپیان دي او ۱۰۷ تنه مشکوک کسان نیول شوي دي. د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات په ننګرهار، بدخشان، غزني او جوزجان ولایتونو کې ترسره شوي دي. د سرچینې په وینا د یادو عملیاتو پر مهال یوه اندازه وسلې هم د ملي اردو ځواکونو ته لاسته ورغلې او ۱۵ کړۍ ماینونه هم کشف و شنډ شوي دي.