مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشر ته يوه بدرنګه ګيله!

هلمند مدني ټولنه

 

د ارګ واکداره، له سپېڅلې بکړۍ دې قربان شم، په ډېره لويه تمه، د ډېرو لويو ارمانونو او نويو او پاکو هېلو سره ولس درته د ارګ دروازې پرانيستي.

زما مشره!!

دغه ولس ستا لپاره خپل سرونه قربان کړل، د دې هېوا ميندې او پلرونه د نورو پر اوږو تر ټاکنيزو مرکزونو ولاړل او ددې لپاره چې په هېواد کې روان ناورين ته د پای ټکی کېښودل شي تاته يې رايه درکړه.

ښاغلی ولسمشره!

هېواد ورځ تر بلې نا امنه کيږي، د افغانستان په زړه کابل کې هره ورځ بريدونه کيږي، په کنړ کې مو ميندې او خويندې چغې وهي، د پتکيکا د ميندو اوښکې تر اوسه بهيږي، هر ځای د ويرې او ماتم څادر خور دی، له دې حالاتو په ګټې اخيستنې ګاونډيان لوبې راباندې کوي، کله مې د افغان په نوم جنګوي، کله ميندې د خپلو بچو سر ته کېښنوي او په چغو چغو ورته ژاړي او کله مو د هويت په نوم په فکري جګړه اخته کړي.

د دستار سړيه بېدار اوسه!!

مشوره مې واوره، دا مشوره زما د ولس ده، دا اواز د دې هېواد د هرې بورې مور، د هرې کونډې جينې او د هر يتيم ماشوم دی.

په دې حساسو شېبو کې دې بهرنيو هېوادونو او ولايتونو ته سفرونه پرېږده، پر کابينې کار وکړه، داخلي وضعه کنټرول کړه، سفرونه هيڅ ګټه نه کوي، لا هم امنيتي ستونزې ډېروي.

که ستا ځنډېدلې کابينه نوره هم وځنډيږي نو افغانستان به خدای ج مکړه له يو بل ناورين سره مخ شي، دښمنان مو سره له دې چې پر پولو را واوښتل د هېواد زړه ته را ورسېدل بله ورځ به ارګ ته هم در دننه شي.

ګرانه مشره، په ټوله نړۍ کې مو د اوږدو جنجالي ټاکنو نوم وګاټه دغه بس دی، نور له ارګه راچاپېر کسان کښېنوه، قناعت ورکړه، کابينه وټاکه، چټکه تبديلي رامنځته کړه او په هېواد کې روان اور مړ کړه.

په دې حساسو شېبو کې ولايتونو ته ستاسې سفر او د ولس پر سر لاس تېرول ښه خبره ده، دا دې د ترحم غوره بېلګه ده چې د ولس منځ ته ورځې او پر سينه پورې يې کلک نيسي، خو دغه کار روانه لوبه نشي ختمولی، تر دغه کار نور کارونه مخکې کړه، د ولس د خوشالۍ پر ځای د دوی د بربادۍ مخه ونيسه، د هغه يتيمانو غم وخوره چې په پکتيکا او کنړ کې يې باباګان د پنجاب په لاس شهيدان شول او دوی په هر چا پسې د بابا بابا نارې وهي، د پتکيکا هغه ميدان در په زړه کړه چې اوس ترې لويه هديره جوړه شوې ده، د کنړ د هغه غيرتي پېغلو کوکارې واوره چې نن يې له کورونو لمبې پورته شوې او وسوځېدل.

مشره، ستا حوصلې ته سلام!

ستا بګړۍ دې سلامت وي، ستا فکر دې روغ وي، ستا ولس دې ژوندی وي، هېله ده زما پر دغه بدرنګه مشوره نه ياست خپه شوې.

په درنښت د هلمند مدني ټولنه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery