مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-20   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهار : پوليسو په ژړۍ کې يو نيم ټن چرس نيولي دي .

لودين
په کندهار کې پوليسو شاوخوا دوه ټنه نشه ايي توکي نيولي دي ، سيمه ايز مسوولين وايې ، چې د نشه ايي توکو د کر او قاچاق د مخنيوي دپاره يې ټول امکانات په کار اچولي دي او تېره اونۍ يو شمير لاسته راوړني هم لري .
د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې تر يو ټن زيات نشيي توکي د دوو بېلا بېلو عملياتو پر مهال نيول سوي دي او دغه توکي   نن د امنيه قوماندانۍ اړوند د نشيي توکو په وړاندي د مبارزي مديريت ته وسپارل سول .
.دکندهار  د امنيه قوماندانۍ  د نشيي توکو په وړاندي د مبارزي  مديريت  د کشف او استخباراتو مدير محمد اسمعيل غوثي رسنيو ته وويل چې د ژړۍ ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې يې  د دوو  بېلو عملياتو پر مهال څه کم يو نيم ټن چرس د يو تن سره يو ځاى نيولي دي.
نوموړی وايې ،  چې د تېري يوي اونۍ پر مهال د بېلا بېلو عملياتو په ترڅ کې په زياته کچه  تارياک، هيروين، وسلې او چرس هم تر لاسه کړي دي .
هغه زياته کړه چې د تېر يوه کال پر مهال يې د کندهار په ميوند، ژړۍ، او نورو سيمو کې څه کم پنځلس ټنه نشيي توکي نيولي دي چې ډېره برخه يې تارياک او چرس دي.
له بلي خوا د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ امنيه قومندان معصوم خان وايې ،  چې تېره شپه ماخستن او نن سهار يې ديارلس سوه کېلو ګرامه چرس تر لاسه کړي دي ،  .ده وويل چې دغه توکي يې د خپلو ګزمو پر مهال نيولي او په ولسوالۍ کې يې د پوليسو په مټ د قاچاقو لاري تړلي دي.
د کندهار امنيه قومانداني وايې ، چې د نشه ايي توکو  د کر ، استعمال او قاچاق  په برخه کې يې امکانات زيات سوي دي او هڅه کوي چې خپلي هڅي نوري هم ګړندۍ کړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery