سرحدي سرتيرو د ډورنډ د کرښي په صفري نقطه کي نظامي عمليات شروع کړي ، د کندهار امنيه قوماندان وايې ، سرحدي سرتيرو ته يې امر کړی دی ، هر ځای چي وي بايد د افغان دولت د وسله والو مخالفينو پټن ځايونه او د وسله والو بريدونو قرارګاوي په نښه کړي
افغان سرحدي پوليسو د ډورنډ د کرښي ها خوا ته د پاکستاني فوځ د امنتي پوستو په شپيته مترۍ کې ولاړي د وسله والو طالبانو قرارګاوي په نښه کړي او ويشتلي يې دي
د کونړ تر دانګام ولسوالۍ وروسته د کندهار په سرحدي ولسواليو کې کلک امنتي تدابير نيول سوي دي ، په سرحدي ولسوالۍ ښوراوک کې سرحدي سرتيرو ته د کندهار امنيه قوماندان او د دريم سرحدي زون درستيزوال جنرال عبدالرازق په امر د ډورنډ د کرښې په ها غاړه کې د وسله والو طالبانو پټن ځايونه په نښه کړې او په ثقيله وسلو يې ويشتلي دي ، امنيه قوماندان سرحدي ولسواليو ته خپله سفرونه پيل کړي دي او نن يې د ښوراوک ولسوالۍ د ډورنډ د کرښي په صفري نقطو کي د سرحدي پوليسو د امنتي پوستو څخه ليدنه وکړل ، نوموړی وايې ، چې د دولت وسله وال طالبان اوس هم د ډورنډ د کرښې د ها غاړي څخه افغان سرحدي پوليس په نښه کوي او نژدې هره ورځ وسله والي حملې کوي .
امنيه قوماندان وايې چې وسله وال د پاکستاني سرتيرو په سل مترۍ کې قرارګاوي لري .
سرحدي سرتيرو د ډورنډ د کرښي په صفري نقطه کي نظامي عمليات شروع کړي ، د کندهار امنيه قوماندان وايې ، سرحدي سرتيرو ته يې امر کړی دی ، هر ځای چي وي بايد د افغان دولت د وسله والو مخالفينو پټن ځايونه او د وسله والو بريدونو قرارګاوي په نښه کړي او ويې ولي ، نوموړی وايې د ډورنډ د کرښي په ها غاړه کې هم وسله وال په نښه سوه او د هغوی له منځه وړل به دوام ولري .
امنيه قوماندان د مرکزي ادارې او د کورنيو چارو د وزارت څخه وغوښتل ، چې پر افغان خاوره د پاکستان د خاوري څخه د بريدونو مخنيوی وکړي ، نوموړی وايې فوځي بريد ته په فوځي او ترخه ژبه ځواب ورکړي ، امنيه قوماندان وايې د پاکستاني فوځ د پوستو سره يې د وسله والو طالبانو د چاوديدونکو توکو او فعاليتونو خيمي د منځه وړي دي او له دې وروسته به يې هم عمليات دوام وکړي .