مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سرچینه: ولسمشر غني له کاندید وزیرانو سره مرکې کړې

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني له يو شمېر کانديد وزيرانو سره مرکې بشپړې کړې دي او ټاکل شوې حکومت د راتلونکې دوشنبې په ورځ د کابينې يو شمېر وزيران ولسي جرګې ته معرفي کړي. د حکومت يوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته ويلي چې ولسمشر اشرف غني وړمه شپه له هغو کانديد وزيرانو سره مرکې کړې چې له دواړو لوريو څخه اړوندو وزارتونو ته کانديد شوي دي. سرچينې زياته کړې چې په لومړۍ برخه کې به د امنيتي سکتور وزيران ولسي جرګې ته معرفي شي. ياده سرچينه وايي چې پخوا د ملي دفاع وزارت عبدالله پورې اړونده و، خو اوس دغه وزارت د ولسمشر غني ټيم ته ورکړل شوى دى. سرچينه زياتوي چې ولسمشر ددغه وزارت لپاره اوسنى لوى درستيز شېرمحمد کريمي نومولى دى. ياده سرچينه وايي چې د ډاکټر عبدالله له لوري د کورنيو چارو وزارت لپاره مولوي فضل احمد معنوي او انجنير عارف نورزى وړانديز شوي دي. سرچينې ويلي چې د حزب اسلامي له ډلې څخه انجنير نصير د کليو د پراختيا وزارت لپاره کانديد دى. بله خوا ځينو رسنيو د دولتي سرچينو په حواله ويلي چې غلام نبي فراهي د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت لپاره او فيض الله ذکي د اطلاعاتو او فرهنګ لپاره کانديد دي او دغه راز د لوړو زده کړو وزارت لپاره ښايي د سرور دانش د ډلې کوم ته کانديد شي. تېره اونۍ يوې دولتي سرچينې پژواک ته ويلي و ، چې د بهرنيو چارو وزارت لپاره صلاح الدين رباني، د ملي امنيت رياست لپاره رحمت الله نبيل، د ماليې وزارت لپاره غلام جيلاني پوپل او د سوداګرۍ وزارت لپاره سردار محمد رحيمي کانديد شوي دي. تر اوسه په رسمي توګه حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي. دا په داسې حال کې ده چې اجرايي مشر ډاکټر عبدالله تېره اونۍ ويلي وو، چې د کابينې غړي به د خپل ټاکل شوي وخت له پاى ته رسېدو مخکې اعلان شي. د ملي وحدت د حکومت له پيلېدو ٨٢ ورځې تېرېږي او ولسمشر اشرف غني د تلې مياشتې په اوومه د لوړې په مراسمو کې ويلي و چې نوې کابينه به تر راتلونکې يوه نيمې مياشتې پورې اعلان شي، خو تر اوسه پورې دغه کار نه دى شوى. له هغه وروسته ولسمشر د لندن له ناستې مخکې د ليندۍ په ٩مه وويل چې نوې کابينه به له دوو تر څلورو اونيو پورې اعلان شي چې له دې مودې هم دوه اونۍ تېرېږي او تر اوسه پورې کابينه نه ده اعلان شوې. ډاکتر عبدالله په خبري غونډه کې په ډاګه کړې وه، لومړى هغه کسان چې په امنيتي برخو کې مسووليت لري ټاکل کېږي، خو د کابينې ټول غړي يو ځلې ولسي جرګې ته ورپېژندل کېږي. ولسي جرګې د حکومت له لوري د کابينې د نه ورپېژندو له امله تل پر حکومت نيوکې کړې دي او دغه تشه يې د امنيتي حالت د خرابېدو عمده لامل بللې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery