مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سرتاج عزیز: پاکستان به هېڅکله په افغانستان کې عملیات ونه کړي

احمد فیصل
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز وايي چې ددغه هېواد ځواکونه به هېڅکله د افغانستان په خاوره کې پوځي عمليات ترسره نه کړي. سرتاج عزيز دغه څرګندونې د ليندۍ په ٢٩مه، په اسلام اباد کې د ( پرمختګ، ديموکراسۍ او سولې) تر نامه لاندې په يوه سيمينار کې تر ګډون وروسته خبريالانو ته کړې دي. هغه زياته کړې چې پاکستان به له افغانستان سره يو ځاى د ترهګرۍ پر ضد ګډ عمليات ترسره کړي. د پاکستان د ملي امنيت سلاکار دا خبرې په داسې حال کړي چې د پېښور پر يوه ښوونځي تر بريده وروسته چې په ترڅ کې يې نږدې ١٥٠ زده کوونکي ووژل شول، د پاکستان د پوځ مشر او د استخباراتي ادارې ( اى اېس اى) مشر کابل ته بېړنى سفر وکړ. تر دې سفر وروسته داسې رپوټونه خپاره شول، چې پاکستان له افغانستان څخه د خپلو طالبانو د مشر ملا فضل الله د تسليمۍ خبره کړې او ګواښ يې کړى و چې که په ٣٧ ساعتونو کې ورته ونه سپارل شو، نو دوى به په افغانستان کې عمليات ترسره کوي. خو سرتاج عزيز سپيناوى کړى چې پاکستان به هېڅکله د افغانستان خاورې ته ور نشي او نه به هم د دواړو هېوادونو ځواکونه د يو بل خاورې ته ننوځي. هغه زياته کړې، افغان ولسمشر دوى ته ډاډ ورکړى، چې خاوره او سرحدونه به يې د ترهګرو په ګټه نه کارول کېږي او دوى يې دغو څرګندونو ته په مثبت نظر ګوري. سرتاج عزيز ويلي، چې هېواد يې د ترهګرۍ پر ضد له افغانستان سره هر ډول مرستې او همکارۍ ته تيار دى. د پاکستان د ملي امنيت سلاکار وايي، چې هېواد يې د ترهګرۍ تر ټولو زيات ښکار شوى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery