مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

چارواکي: په دانګام کې وسله والو ته له پاکستانه وسلې او مهمات راځي

احمد فیصل
د کونړ چارواکو له مرکزي حکومت څخه دانګام ولسوالۍ ته د هوايي او ځانګړي ځواک د لېږد غوښتنه وکړه او وايي چې وسله والو مخالفينو ته د پولې له هغې غاړې وسلې او مهمات راځي. سلګونو وسله والو مخالفينو تېره اونۍ په دانګام ولسوالۍ کې پر هغو امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي چې د ځايي اوسېدونکو له خوا د خپلو سيمو د ساتنې لپاره جوړې شوې دي. د دانګام د پاڅون کوونکو مشران وايي چې وسله والو مخالفينو تر اوسه د دوى لسګونه کورونه سوځولي او يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، خو تر اوسه يې مرستې ته ځواکونه نه دي رسېدلي. د کونړ والي شجاع الملک جلاله او امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخېل وايي چې وسله والو مخالفينو ته د پولې له هغې غاړې څخه وسلې او مهمات راځي. ددوى په وينا، کونړ له پاکستان سره اوږده پوله لري او وسله وال مخالفين په اسانه توګه پرې تګ راتګ کولى شي. د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل وايي چې د ډيورنډ پولې په پورې غاړه سيمه کې وسله وال روزل کېږي او بيا يې د جګړې لپاره دېخوا ته رالېږي. هغه زياته کړه:« دغه وسله وال اوس په دانګام ولسوالۍ کې عملاً له پاڅونوالو او ولسي خلکو سره په جګړه بوخت دي ، موږ کره شواهد لرو چې دانګام ته پاکستاني وسله وال راغلي دي.» د کونړ والي شجاع الملک جلاله وايي چې په دانګام ولسوالۍ کې تر اوسه افغان ملي ځواکونو کوم خاص پرمختګ نه دى کړى او نه هم هغو سيمو ته رسېدلي چې سيمه ييز خلک د وسله والو په محاصره کې دي. نــوموړی زياتوي، چې د ملي دفاع وزارت چورلکو د لنډو وخت لپاره ددانګام پر يو شمېر سيمو بمبار کړى ، خو اغېزمن نه و . نومــــوړي له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې څومره ژر کېداى شي دانګام ته دې په منظم ډول هوايي او کومانډو ځواکونه ولېږي چې محاصره شوي خلک وژغوري. والي وايي چې وړمه شپه سيمه کې عمليات شوي او د کار کوټ په نامه سيمه له وسله والو پاکه شوې، په دې جګړه کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان دي. بله خوا ملي دفاع وزارت اعلان کړى، چې د دانګام په جګړه کې د ګڼ شمېر وسله والو د وژل کېدو ترڅنګ ځواکونو يې د پرمختګ په حال کې دي. د سرچينې په وينا، په وژل شويو کسانو کې د دانګام ولسوالۍ لپاره د وسله والو له خوا ټاکل شوى ولسوال هم شامل دى. وسله وال طالبان بيا وايي چې دوى پرون د دولتي ځواکونو پر هغه کتار چاودنه کړې، چې دانګام ته روان و او مرګ ژوبله يې هم ورته اړولې ده. طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبان په دانګام کې دولتي ځواکونو ته په کمين کې ناست دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery