مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

شېر محمد کریمي: له پاکستان سره ګډ عملیات نه کوو

احمد فیصل
د افغانستان لوی درستیز د پاکستان د صدراعظم د بهرنيو چارو د سلاکار سر تاج عزیز د هغو څرګندونو په اړه بې خبري ښيي چې په سرحدي سیمو کې به د افغانستان، پاکستان او ناټو ځواکونو دری اړخیز عملیات وشي. د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي وايي چې له پاکستاني چارواکو سره یوازې په دې اړه خبرې شوې چې د وسله والو مخالفینو د پټنځایونو د ورانولو په هدف به یو د بل د عملیاتو پر مهال حمایوي عملیات کوي. جنرال کریمي ازادۍ راډیو ته ویلي:« له ګاوندي هېواد یا ایساف سره موږ د ګډو عملیاتو کوم پلان نه لرو، کومې خبرې نه دي شوي، یوازې په دغو ملاقاتونو کې چې څو ځلي له پاکستاني چارواکو سره شوي دي، داسې تفاهم شوی چې کله یو لوری عملیات کوي؛ نو دا چې دښمن بل ځای پناه یونه سي بله غاړه به هم حمایوي عملیات کوي.» په بهرنیو چارو کي د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز یو شمېر پاکستاني رسنیو ته د دری اړخیرو عملیاتو په اړه ویلي او دا چې دا پوځي عملیات به د دریو اړخونو، افغان حکومت، ناټو او پاکستاني ځواکونو له خوا د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پر اساس پرمخ وړل کېږي. خو د امنیتي او سیاسي چارو یو کارپوه جاوید کوهستاني د پاکستاني چارواکو د دغو ویناوو په غبرګون وايي څو چې په ریښتیني ډول د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان اعتماد نه وي خپل شوی د پولې دواړو غاړو ته به ګډ عملیات د افغانستان په تاوان وي. ښاغلی کوهستاني وايي چې په دغو عملیاتو کې به د قبایلي سیمو له اوسېدونکو سره زموږ تاریخي اړیکې زیانمنې شي. ده ویلي: « افغانستان باید په دغو عملیاتو کې له مشارکت نه ډډه وکړی؛ ځکه زموږ هغه تاریخي اړیکي چې له دغه سرحد سره دي دا بیا زیانمنېږي. تر هغه وخت پورې چې د پاکستان اعتماد راجلب شوی نه وي په دغو عملیاتو کې به د افغانستان مشارکت د افغانستان پر زیان وي.» د ښاغلي کوهستاني په وینا د افغان دولت وسله وال مخالفین په کوټه، کراچۍ او د پېښور په کمربند کې دي او په کار ده چې تر هر ډول مشترکو عملیاتو دمخه پاکستان افغان دولت ته د دغه کسانو په سپارلو سره خپل صداقت ثابته کړي. پاکستاني چارواکو د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د پاکستان، افغانستان او ناټو ځواکو د درې اړخیزو عملیاتو خبره په داسې حال کې مطرح کړې چې د افغانستان د سرحدي ولایت کنړ په دانګام ولسوالۍ کې د څو ورځو راهیسې د وسلوالو مخالفینو او افغان ځوکونو تر منځ جګړه روانه ده. رپوټونه وايي چې په دغه جګړه کې پاکستانیان هم برخه لري. کارپوهان وايي که پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې دغو عملیاتو ته صادق وي نو په کار ده چې لومړی په دانګام کې لګیدلي اور ته خپل پوکی کم او له دې جګړې نه خپل پښه شاته وباسي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery