مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

له خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه شوې

احمد فیصل
د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د دغه ایالت د مرکز پېښور په پوځي ښوونځي کې د سې شنبې د ورځې له خونړۍ حملې وروسته پرېکړه وکړه چې ټول افغان کډوال دې په یوه میاشت کې له خیبر پښتونخوا څخه وایستل شي. د پاکستان د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د رپوټ له مخې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت وروسته له دې له خپلې صوبې په یوه میاشت کې د ټولو افغان کډوالو د ایستلو برېکړه وکړه چې د دوی په وینا څرګنده شوه چې د ارمي پبلک ښوونځي د حملې پلان په افغانستان کې جوړ شوی و. د سې شنبې په ورځ /دسمبر ۱۶مه/ په پېښور کې د پوځ پر ښوونځي د طالبانو په برید کې نژدې۱۵۰ تنه ووژل شول. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار دا برید د پاکستان لپاره د سپټمبر یوولسمه (۹/۱۱) بللې ده. د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د اعلي وزیر پروېز خټک په مشرۍ د کابینې په ځانګړې غونډه کې فیصله وکړه چې ټول افغان مهاجر به په یوه میاشت کې دننه باسي. د کابینې غونډه د سپټمبر د شپاړسمې نېټې له حملې وروسته د خیبر پښتونخوا پر حالاتو د غور لپاره بلل شوې وه. د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق احمد غني د کابینې له غونډې وروسته رسنیو ته وویل:«که په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات (په امن کې) کېدای شي، په پاکستان کې د دغه هېواد اتباع هم خپل هېواد ته ستنېدای شي.» د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت د کابینې د پرېکړې پر اساس به په لومړي پړاو کې افغان کډوال په یوه میاشت کې له ښاري سیمو وایستل شي، وروسته به ایالتي حکومت بله پرېکړه وکړي. یو شمېر افغان نظرخاوندان وايي تر څو چې افغانان په ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول په پاکستان کې مهاجر وي، تر هغو به افغانستان ارامه ورځ ونه ویني ځکه چې پاکستان تل له مهاجرو افغانانو څخه د افغانستان د ورانولو لپاره د ارزانه او اسانه ځواک په توګه کار اخیستی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery