مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-08   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

بی خبري

مزدورزوی

 


 زما دقوم ارواح په ځاله کی ویده پاتی ده
 ځکه تګلاره کی زما لا اوږده شپه پاتی ده
 زه دنړۍ ابادي نه منمه دروغ یی بولم
 په کی کنډو کنډو زما دیره حجره پاتی ده
 په پرمختګ او ترقۍ دبل چا څه کوومه
 چی قوم می پاتی دی زه پاتی یم جګړه پاتی ده
 په جنتي وطن کی پروت یم او کډوال می بولي
 نه می جومات کی برخه شته نه هدیره پاتی ده
 دسر منزل په لور دژوند کاروان له مونږه تللی
 لارښود می نه شته ترږمۍ ده لار اوږده پاتی ده
 اغیار ټوپک راله راوړي ما له قلم په کار دی
 په دی توپان کی مو دپوهی ډیوه مړه پاتې ده
 دا نتیجه دبی خبرۍ ده خدمتګاره پوه شه
 قوم دی راویښ کړه که دی مینه پښتنه پا تی ده


 محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery