مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-09   مخپرونکئ : 086 - دبېنواخبریال- هرات

کوچیان بیا دغلو په منګولو کې

کوچیان بیا دغلو په منګولو کې کوچیان څوک دي ؟ ځینې ایران پالیو اودسپاه پاسداران ګوډاګیو چې پخوایې مشري محسن رضا کوله او دافغانستان یوځای کیدل یې له ایران سره اجنداوه، سترګې یې تعصب ړندې کړې، په ډیرو ځایونو کې پوښتنې کړې دي چې کوچیان څوک دي ؟ اوځینې نورې ګډې وډې پوښتنې یې کړې دي . دکوچي لغوي اواصطلاحې مانا ترغورلاندې نه نیسو ځکه ټول پوهیږي مګر داچې کوچیان څوک دي په دې خبره به لږ سروخوږوو، افغان کوچیان ، دافغانستان له مختلفو قومونو اوتوکمونو څخه جوړشوي دي ، خروټي کوچیان،اسحاقزي کوچیان،خماري خیل کوچیان اندړ کوچیان، احمدزي کوچیان،بلوچ کوچیان،هزاربوزکوچیان،ایماق کوچیان(دغورفیروزکوهي ایماق کوچیان یې ښه نمونه ده) ،عرب کوچیان،قرغیز کوچیان(چې له چین سره په سرحد کې اوسیدل اودشوروي اتحاد په وخت کې دروسانو لخوا له دغو سیمو څخه پاکستان ته کډه شول) ، نورزي کوچیان، ترکمن کوچیان، ازبک کوچیان، اڅکزي کوچیان ،ګوجر کوچیان نيازي کوچیان، دفتاڼي کوچیان، ايدلوال کوچیان، جوري کوچیان، سليمانخيل کوچیان، ملاخيل کوچیان، ليليزي کوچیان، ولېخيل کوچیان، ترکي کوچیان،مومندکوچیان،بابړ کوچیان،توخي کوچیان، لودین کوچیان، الوزي کوچیان، شبېخيل کوچیان، اکاخيل کوچیان،تره خیل کوچیان،ناصر کوچیان،زمانخیل کوچیان،لکڼخیل کوچیان،دولت زي کوچیان اوداسې نوردافغانستان دډیرو ټبرونو اوتوکمونو کوچیان شتون لري دټولو قومونو یادونه یې ددې لیکنې له میچ څخه لوړ بولم، دوی له آره افغانان اودافغانستان په مختلفو سیمو کې مینې اوڅړځایونه لري . دکوچیانو شتون اوهویت له هرې سیمې سره تړلی په کندهار، هلمند، زابل ارزګان ،هرات ، بادغیس اودغه زون پورې اړوندو سیمو همداراز دسرپل، جوزجان، بغلان اوځینو نورشمالې سیمو کې دمالدار په نامه یادیږي، په پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر،میدان ودرګ، ننګرهار، کونړ، لغمان،غزنې،هزاره جات ،بدخشان،بلخ،کاپیسا،پروان(جنوب ختیځ، ختیځ، شمالي اومرکزي افغانستان کې ) یې دکوچیانو په نوم یادوي اوځینې نورې سیمې یې دپوونده په نوم یادوي .له دې امله ټول کوچیان درپيژنم چې هغه خلک چې سترګې یې دتعصب پردو پوښلې اوزړونه یې دنفرت له تیارو ډک دي په دې پوه شي چې کوچیان یوازې پښتانه نه دي بلکه هر قوم کوچیان لري اودژوند حق لري اوله ټولو هغو مساوي حقوقو برخمن دي چې دافغانستان نوروګړي ترې برخمن دي اوهیڅوک داحق نه لري چې په کوچیانو احسان وکړي اویاهم کوچي ته دحق ورکولو امتیاز دځان کړي. ځکه دافغانستان دښو اوبدو اودتاریخ په مختلفو پړاوونو کې کوچیانو له هرچاسره اوږه په اوږه دخپلې ځمکنۍ بشپړتیا، دملي حاکمیت ، ملي نوامیسو اوملي ارزښتونو څخه دفاع کړې . دتاریخ په اوږدو کې کوچیانو دډیرو شاهانو سلطنتونه له راپرزیدو راګرځولي اودډیرو نورو سلاطینو اوآمرینو دامپراطوریو لمنې یې تر اصفهان، دکن، امرتسر، مارګلې ، ماوراالنهر اودجلې وراړولې دي . ډیر و خو حتی ددوی په مټو ددغې خاورې تابعیت ترلاسه کړ اودافغانستان دپت اوشهامت بادرۍ یې په ټټر وټومبلې اوداجرات یې ترلاسه کړ چې نن دخلکو هویت ترپوښتنې لاندې راولي . ښاغلی جمهورریس اودافغانستان عزتمنده ولسه ، ددیرش کلنې غمیزې په جریان کې چې دجهاد مقدس ارزښت پکې بدنام اودسي آی اې ، ایم آی سیکس، آی اس آی ، موساد اوځینو ادارو لخوا افغانان داوو غټو اووړو تنظیمونو په بڼه سره ټوټه ټوټه شول ، داسې ټوټې چې هریوې یې له یوې بلې سره فکري ،نظریاتي اوایډیالوژیک اختلاف درلود، که یو منځلاری و، بل سخت بنسټ پالی، که یو دلویدیځ پلوی و، بل دخیتځ، که یو له پاکستان څخه خړوبیدلو بل له ایران څخه که یو دشعیه ایران سره همغږي درلودله بل دسنې عربستان اوبل اوبل سره. دغو ټولو جریانونو افغانستان دې حالت ته راوستلو چې کوچیان هم له دغو استخباراتي جګړو اوپلانونو څخه په کرار نه شول او اوس هم دسیمې داستخباراتو ښکاردي . هغه وخت ښاغلی محقق اودده نور ملګري چیرته وو چې دهزاره جات هزاره ګان وروڼه به دکال شپږ ، اته میاشتي ایسار، دواورو له امله به یې خواړه نه لرل مګر همدغو کوچیانو به دکال دڅو میاشتو په جریان کې ورته ،غله، دانه،حبوبات، بوره، مالګه،درمل، ټوکر،اوداسې نور ددوی داړتیا توکې له پخواني هندوستان، پیښور اوکابل څخه په اوښانو رالیږدول اودهزاره ګانو وروڼودمحصولاتو لکه ، لمڅي،وړۍ ، وژغنې،سنیو،ټغرونو، ګیلمونو په مقابل کې یې په دوی پلورل ترڅو ددوی ژوند اوژواک دکال په څو سړیچنو میاشتو کې چې ټول هزاره جات به کنګل وو تامین شي . دتاریخ په اوږدوکې کوم پادشاه، امیر یا شاه ترنن پورې دکوچیانو لمړنیو حقوقو ته پاملرنه کړې ده . داخو دې اوسني ځینې تکنوکراتان یا نورې ملې څیرې خیریوسي چې دهیواد دکوچیانو ځینې حقوق یې په لاندې ډول سره په ګوډاومات شکل په اساسې قانون کې راونغاړل : داساسي قانون ۱۴ ماده: دولت دکرنې اومالدارۍ دپراختیا،دبزګرانواومالدارانوداقتصادي،ټولنیزواودژونددشرایطودښه کولواودکوچیانودمیشتولواوددوی دژونددسمون لپاره ددولت دمالي توان په حدودوکې اغیزمن پروګرامونه طرح اوتطبیقوي . داساسي قانون ۳۹ ماده: هرافغان حق لري دهیوادهرګوټ ته سفروکړي اواستوګن شي خوله هغوسیموپرته چې قانون منع کړې وي . داساسي قانون۴۴ ماده: دولت مکلف دی دښځودزده کړودپراختیااوتوازن دایجادپه منظور،دکوچیانودزده کړودښه والي،اوپه هیوادکې دبې سوادی دله منځه وړلولپاره اغیزمن پروګرامونه طرح اوتطبیق کړي. داساسي قانون په پورتنیو مادو کې دکوچیانو لپاره تسجیل شوي حقوق اوامتیازات یو هم کوچیانو ته نه دې و رکړل شوي.هغه غونډه چې دیو ایس ای ډی دالبا پروګرام لخوا یې تابیا نیول شوې وه په دغه غونډه کې دافغانستان د۳۴ ولایتونو کوچیانو په ولسي جرګه کې دکوچیانو وکیلانو له دولت څخه غوښتنه وکړه ترڅو په ټول افغانستان کې دکوچیانو سرشمیرنه وشي،دکوچیانو ځای په ځای کول دکوچیانو غصب شوې ځمکې اوڅړ ځایونه بیرته وروګرځول شي . په مزارشریف ولایت کې دکوچیانو په سلګونو جریبه ځمکې اوڅړځایونه دزورواکانواوجنګسالارانولخواغصب شوې اوکوچیان له دغه ولایت څخه په زوروشړل شول. دکوچیانو په سلګونو اوزرګونو څاروي دزورواکو لخوا ونیول شول کوچیانوته ددغوڅارویواومالونوپه بیرته ورګرځولو کې یې دولت څخه مرسته وغوښته مګر ترنن داکارنه دی شوی. دطالبانو دراپرزیدو په لمړي کال په شمالي ولایتونوکې له کوچیانو سره کوم ظلمونه ونه شول؟ دخدایي افت وچکالیو وروسته دویم سترآفت جنګسالاران اوځینې دنظار دشورا قوماندانان وو چې دکوچیانو رمې اوڅړځایونه یې غصب کړل،دنظار شورا قوماندانانوددولت دبې وسۍ اوخپل کبر اوزورواکۍ په مټ دکوچیانو هغه څړځایونه اوځمکې چې قوالې اوشاهې فرمانونه یې په لاس لرل غصب اوتراوسه یې خپلو ځمکو ته نه پریږدي ددغو څړځایونو دله لاسه ورکولو له امله کوچیانو خپلې ټولې میږې ، وزې، اوښان اونور حیوانات له لاسه ورکړل .دکندوز ولایت کوچیان هرکال د پسرلي په شپو ورځو کې کله چې آبدان دښته کې ورشوګانې،اود پسرلې واښه په ختمیدوشي خپل څاروي او کډي بدخشان ولایت ته د څارویو د اذوقې موندنې په نیت باروي ځکه بدخشان په شمال ختیزکې هغه ولایت دی چې پراخ څړځایونو او دښتې لري،مګرپه تیروڅوکلونوکې کوچیان وايي په بدخشان کې د یوشمیر زورواکانو او خپل سرو ټوپک سالارانو لخوا دوی ته په څړځایونو کې د څارویو څرولو اجازه نه ورکول کیږي ، دوی وایي که چیرې هلته څاروې څروي نو باید سېمه ییزو خپلسرو وسلوالو ته پیسې اوځینې وخت د باج په نوم څو څاروي ومني. په کندوزکې د کوچیانو امر بارکزی مخلصیار وايي، سږکال کوچیان بدخشان ته په څړځایونوکې د پرتوخنډونو اوننګونو له مخې د تلو اراده نلري نوموړی دعوه کوې چې په بدخشان کې د بصیر خالد په نامه یوتن ځایي پخواني جهادي قوماندان خپلو کسانو ته ویلې چې کوچیانو ته باید د پیسو او څارویو په بدله کې د څړځایونو څخه د ګټې اخستو اجازه ورکړل شي. مخلصیاروايي چې د پخواني ولسمشرله مرستیالانو څخه یوتن ته په عسقلان دښته کې د کوچیانو او مالدارانو عامه څړځای په کرنیز څیړنیز فارم باندی اړولولپاره د ۲۰۰ جریبه (۴۰هکټاره) ځمکې اوږدمهاله (۳۵کلن) قرارداد ورکړې چې کوچیانو يي په اړه مخالفت وښود، بلاخره له کابله د کشالې څخه د نږدې څيړنې اوڅارنې په موخه د ولسې جرګې کوچیانو وکیلانو په ګډون لوړ پوړی پلاوي راغۍ، دهغوي موندونو په ډاګه کړه چې عسقلان د کوچیانوملکیت دی نو هماغه وچې قرارداد فسخه شومګرتراوسه هم کوچیانوته په دغه دښته کې ستونزې راولاړیږي . داساسي قانون دپورتنیو ماده سره سم کوچیان دروغتیااوزده کړې له خدمتونو څخه باید برخمن شي. کوچیانو سره دهر تعلیمي کال په پيل کې دنیمه ثابت اوثابتو ښوونځیو دجوړولو وعدې شوې دي مګر تراوسه کوچیان ښوونځي خو محال خبره ده. دسوادزده کړې ابتدايي پروګرامونوڅخه هم نه دې برخمن شوي . ښاغلی جمهورریس! په ۲۰۰۹ کال کې چې دجمهوري ریاست ټاکنې وې ددې لپاره چې ټاکنې مختل نه شي اوکرزی کافي رایې ترلاسه کړي دکوچیانو ځینو مشرانو ته کرزي په غټ مقدار پیسې ورکړې ترڅو دټاکنوترپای ته رسیدوپورې دکوچیانواوهزاره ګانود لانجې مخنیوی وکړي اوهزاره جات ته دکوچیانو دتګ مخه ونیسي.همداراز محقق ته هم کرزي پیسې ورکړې اوپه دولت کې یې ورته څوکۍ ومنلې اوبیا دکوچیانو په سرنوشت له محقق اوځینې کوچي مشرانو سره انتخاباتي معامله وشوه. اوپه دغه ډول ځینو دولتي چارواکو دکوچیانو ځینو مشرانواومحقق هرکال له دولت څخه دجبران خسارې په نوم کمیشن اخیست اوخپل جیب ته یې اچولو. چې ددغو پيسو یوه افغانی هم دکوچیانو په دردنه ده خوړلې بلکه دځینو کسانو جیبونو ته لاړې . اوله همدغه ځایه دکوچیانواوهزاره جات مسله دکوچیانو ځینو خاینو مشرانو،محقق، ددولت اواداره امورځینو چارواکو ته یوه عایداتي منبع شوه. له همدې امله یې هیڅکله هم له زړه ونه غوښتل ترڅودامسله حل اودافغانستان دوروڼوقومونوترمنځ نفاق ته لمن ونه وهل شي .دوخت جمهور رییس (ښاغلي کرزي ) دکرهڼې اومالداري وزارت ته دنده وسپارله ترڅودحکومت له پنځو نورووزیرانو سره یوه کمیټه جوړه کړي اوهغه ځمکې چې دکرلو جوګه دي معلومي اووارزوي اووروسته کوچیانو ته توزیع کړي مګر دامسله ترننه هم پاتې ده. همدارازله وزیرانوسره دجمهوریس په دې غونډه کې پریکړه و شوه ترڅو په مرکزي افغانستان کې دکوچیانو ځمکې اوڅړځایونه چې ډیری یې دپنجاب،ورس، لعل اوسرجنګل په ولسوالیو کې واقع دي دیوې شخصي حقوقي دعوې په ډول په عادي ډول پرمخ یوړل شي مګر له بده مرغه دځینو کړیو لخوا چې داموضوع ورته دعاید سرچینه وه داموضوع سیاسي شوه اوترنن پورې لاینحل پاتې ده . اوس پوښتنه داده چې ښاغلی جمهور ریس هغه کسان چې دتیرودولسو کلونو په موده کې یې ونه غوښتل اوویې نه شو کولی چې دکوچیانو دهزاره جات موضوع حل کړي بیا ولي داموضوع هماغو اشخاصو ته تسلیمیږی اوهماغه اشخاص چې په دې موضوع کې په فساد، اختلاس اوغبن تورن دي دکوچیانواوهزاره جات دموضوع دحل دکمیسون په راس کې راوړل کیږي . همداراز له بده مرغه دکوچیانو لوی ریاست چې هرکال یې کافي بودیجه لرله دکرزي اودکوچیانودځینو مشرانو دسیاسي معاملو ښکارشو اوهیڅ وخت یو داسې رییس ورته ونه ټاکل شو چې دکوچېانو زخمونه پټۍ کړي اودکوچیانوددرددواشي بلکه برعکس دهمدغوځینو مشرانو لخوایې بودیجه په یواوبل نوم شخصي جیبونو ته لاړه . وړاندیزونه : ۱- دکوچیانواوهزاره ګانو دلانجې دحل لپاره له دواړو خواڅخه داسې کسان ونه ټاکل شي چې په تیرودولسو کلونو کې یې له ارګ څخه په ملیونونو افغانۍ دجبران خسارې په نوم ترلاسه کړې اوخپلوجیبونو کې اچولې دي . ۲- هغه کمیسون چې تاسو ددې مسلې دحل اوهوارې لپاره ټاکلی باید په سرکې یې زاړه په اختلاس ،فساداوغبن تورن کسان نه وي ترڅو هغوی دکمیسون دغړیوپه توګه خپل غله اوفاسدملګري ونه ټاکي . ۳- دکوچیانو دنفوس په هکله ډول ،ډول معلومات خپاره شوي چې ځینې منابع ښیي چې کوچیان دافغانستان دټول نفوس ۹٪ تشکیلوي ،ددولت په راتلونکو پروګرامونو کې باید دکوچیانو دسرشمیرنې موضوع په پام کې ونیول شي . ۴- له مالونواوحیواناتو څخه دلاسته راغلیومحصولاتو لکه وزغنو، وړیو، شیدو،مستو،کورتو، دغوښې په موخه دمالونوخرڅلاواونورومواردولپاره دې کوچیانوته لازم تسهیلات ورکړل شي همداراز ددغو محصولاتو په میکانیزه کولو اوبازارموندلو کې دې له کوچیانو سره مرسته وشي . ۵- په وروستیو څوکلونوکې کوچیان وچکالیو ، دڅړځایونواووښو نشتوالي سخت وځپل اوخپلې رمې یې په مطلق ډول له لاسه ورکړې ، دولت باید له دغو کوچیانو سره دخپلو رمواومالداریو په احیا کې مرستې وکړي اوځانګړې بودیجه ورته مشخصه کړي . ۶- دولت باید له کوچیانو سره دعصري مالدراي اومالونواوڅارویوپه روزنه (Animal Husbandry) کې لازمه مرسته وکړي اوپرمختللي مسلکي ښوونځي اوانسټیټیوټونه ورته دافغانستان په مختلفو برخو کې جوړ کړي ترڅو دکوچیانو مالداري له زاړه سیستم څخه اوسنې پرمختللي سیستم ته ولیږدول شي . ۷- دکوچیانو دمالونو دناروغیو دتداوي ، مخنیوي اوواکسیناسیون لپاره باید دهیواد په مختلفو برخو کې په وړیاډول کلینیکونه اودرمل برابر اودکوچیانو په واک کې ورکړل شي . ۸- دکوچیانو دژمي اواوړي په مینو کې دې ورته دمالونو دڅرولو،اوبه کولو اسانتیاوې برابرې ، دفارمونو دجوړولو اومیشته کیدو لپاره دې ځمکې مشخصې کړی شي . ۹- دکوچیانو لپاره دې دبسپنې اومرستې صندوقونه جوړ دولت اومختلف ډونران باید کوچیانو ته دلنډمهالواواوږدمهالوپورونو زمینه برابره کړي ترڅو کوچیان خپلې رمې اوژوندپه عصري ډول سره احیا کړي . ۱۰- دروغتیا،ښوونې اوروزنې، امنیت،سیاسي،فرهنګي ، کلتوري اوټولنیزو برخو کې دې کوچیانو ته پراخه ونډه ورکول شي . ۱۱- دکوچیانو ځینې کسبونه لکه دوړیو وریشل ،دوړیوڅخه دسپڼسیو جوړول،دمالونوله وړیو څخه دسنیو جوړول، دلمڅیو، ټغرونو، ګیلمونو اونورواوبدل دې میکانیزه اوعصري شي اوپه دې برخه دې ورته لازمې زده کړې اواسانتیاوې برابرې شي . په درنښت ډاکټرثواب الدین مخکښ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery