مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په پاکستان کې مېشت افغان مهاجرين د ګڼو ستونزو سره مخ دي ،افغان دولت غلې پاتې دی



منيب الله فضلي
له هغه وروسته چې په خيبر پښتون خوا کې پر يو پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو له خوا بريد وشو په دغه هيواد کې پر مېشت افغان مهاجرينو د دغه هيواد د دولت او خلکو له خوا مځکه سره تبۍ ګرځېدلې، هره ورځ ئې کورونه تالاشي کېږي، په بازارونو او کېمپونو کي نيول کېږي، شپه ورځ د پوليسو تر سخت تعقيب لاندي دي، له مدرسو شړل کېږي او … دا په داسې حال کې چې د ۲۰۱۵ ميلادي کال تر پايه په دغه هيواد کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري، په تاسف سره چې په دې اړه د مهاجرينو د نړيوالې ادارې او د افغانستان حکومت د مجرمانه خاموشۍ بړستن اغوستې.د پاکستان دولت، سياسي ګوندونه او رسنۍ وايي چې د افغان مهاجرينو شتون نه يوازي چې د دې هيواد اقتصاد ئې ځپلی بلکې داخلي امنيت ته ئې هم سخت ګواښ متوجه کړی، د افغانستان دولت دې د خپل ملي مسئوليت او افغانيت په حکم په پاکستان کې له مهاجرينو سره له روانې بدې وضعې ځان خبر کړي او د نړيوالو ادارو په ملګرتيا دې د مقرراتو او لوائحو له مخي د مهاجرينو له حقوقو دفاع وکړي.که مهاجرين په پاکستان کې وځورول شي او په ناسمو شرائطو کي له دې هيواده و ايستل شي، قوي احتمال دئ چې د دوی يو لوی شمېر به د افغان حکومت له وسلوالو مخالفينو سره يو ځای کېږي او د خپل هغه دولت په ضد به په جګړه کي برخه اخلي چې له هيواده بهر ئې د دوی حقوق نشو ساتلی او په داخل کي ئې دوی ته د ډاډمن ژوند شرائط نشو برابرولی، هم به د خپل هغه ګاونډي په ضد له هر سازش سره ملګري کېږي چې دوی ئې د هجرت په ديار کي ځورولي، په زور ئې شړلي، په بدو او سپکو نومونو ئې ياد کړي او هميش ېې د مهاجر غږ ورپسې کړی مګر دا چې ولې افغان دولت غلی پاتې دی دا نه ده معلومه ، که افغان دولت داغواړي چې افغان مهاجرين دې خپل هيواد ته راستانه شي نو ورته دې لازم اقدامات وکړي او د پاکستان دغه بد چلند دې ودروي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery