دخپریدو نیټه : 2015-01-27 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ابو ډنډ ته د موټر د غورځېدو له امله ۶ تنه مړه شوي
احمد فیصل
په وردګو ولايت کې د اوبو ډنډ ته د يوه موټر لوېدو په پېښه کې شپږ ملکي وګړي مړه شوي دي. د دغه ولايت د سرپرست والي وياند عطاء الله خوږياڼي وايي، پېښه پرون ناوخته د چک ولسوالۍ په غني خېلو کلي کې شوې ده. هغه زياته کړه د چک ولسوالۍ برېښنا بند ته څېرمه د غني خېلو په کلي کې د اوبو پر يوه ډنډ له تېر شوي وسپنيز پله څخه سراچه موټر غورځېدلى، چې پکې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.