مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-27   مخپرونکئ : 086 - دبېنواخبریال- هرات

ځینې رسنۍ مسلکي اخلاق نه لري

ډاکټر ثواب الدین مخکښ
ځینې رسنۍ مسلکي اخلاق نه لري درسنیو دنده په زموږ غوندې یو وروسته پاتې اوله هرې خوا تر کلتوري اوفرهنګي یرغل لاندې هیواد کې خوراازښتمن وي . رسنۍ خلکو ته دکره ، پوره اوپه حقایقو ولاړو معلوماتوپه رسولو مکلفې دي . دخلکو په ویښتابه، دشعور په لوړولو، دولسي افکارو په روڼولو ، دولس دسترګو دهغه څه په هکله چې له ولس څخه پټ ساتل کیږي په پرانیستلو، دخلکو په یوځای کولو، دښو اومتمدنه ټولنوپه جوړولو، دخپل فرهنګ اوکلتور په ترویج، خلکو ته دعلمي مطالبوپه رسولو، خلکو ته دملي یووالي ، ملي ګټوپه ورپیژندلو، اوداسې نوروډیرو ارزښتمنو ټکیو کې ستر رول لري . مګر له بده مرغه داسې نه ده زموږ ځینې رسنۍ خودپورتنیو یادو ارزښتونو پرخلاف زموږ ولس سره په مورچل کې ناستې دي . زموږ ځینې رسنۍ ددې لپاره جوړې شوې ترڅو پانګه ترلاسه کړي ، مالدار شي که په هر ډول اوله هرې لارې وي .ځکه ددې رسنیو مشران یو هم په دې نه پوهیږي چې دخپل ولس اوملت په مقابل کې ددوی مسولیت څه دی ، اودخپل ولس رسنیزه راتلونکې له ځان سره نه شي ترسیمولی هیڅ کله یې ولس ته مخ نه دی وراړولی اونه یې ترې پوښتلي چې ستاسو زموږ پروګرامونواوخپورنې خوښیږي که نه.کله مو فکر کړئ چې داوسني مهال ماشوم به په خپله ځوانۍ کې نوروته څه وایي چې ماله تلویزیون یا خپلو رسنیو څخه څه زده کړي ؟ داپوښتنه تاسو هریو اودرسنیو مشران خپلې مخې ته کیږدی بیا به درسنیو په هکله دومره بې تفاوته پاتې نه شئ پاتې . ځینې یې دافغانانو دملي یووالي په خلاف ښه په درز کې په نفاق، بیلوالي ، ویش ، ژب پالنې ، سمت پالنې ، توکم پالنې ، حتی قبیله اوقوم پالنې ، مذهب پالنې اوداسې نور ناروغیو اخته دي . ترټولو بده یې لا دا،هغه اساسې قانون چې دهیواد ملي وثیقه بلل کیږي له ډیروناندریو، فشارونو اوسپین سترګیو وروسته ومنل شو ، اوس دهماغه اساسې قانون تعمیل پرځان لازم نه ګڼې اوپه ډیره بې شرمۍ اوښکاره ددغه قانون له موادو څخه سرغړونه کوي . داساسي قانون شپاړسنه ماده : دپښتو، دري ،ازبکي،ترکمني ،بلوڅي، پشه یي،نورستاني،پامیري اوپه هیوادکې دنورومروجوژبوله جملې څخه پښتو اودري ددولت رسمي ژبې دي . په هغو سیمو کې چې دخلکو اکثریت له ازبکي ، ترکمني،بلوڅي،پشه یي،نورستاني،اویاپامیري ژبوڅخه پریوې خبرې کوي له پښتو اودري سربیره هغه ژبه دریمه رسمي ژبه ده دتطبیق ډول یې دقانون له لیارې تنظیمیږي . دولت دافغانستان دټولوژبودپیاوړتیااوپراختیالپاره اغیزمن پروګرامونه طرح اوتطبیقوي . په هیواد کې دمطبوعاتو، راډیواوتلویزیون خپرونې دهیواد پرټولو مروجو ژبو ازادې دي . په هیواد کې موجود،ملي ،علمي اواداري مصلحات ساتل کیږي . په پورتنۍ ماده کې دافغانستان مروجې ژبې اورسمي ژبې ښودل شوې دي داساسې قانون په دې ماده اودنورو نافذه قوانینو په هیڅ ځای کې به راونه ښایاست چې لیکلي وي چې ایرانۍ پهلوي ژبه دافغانستان رسمي یا مروجه ژبه ده . یوازې پښتو اودري یې دافغانتسان رسمي ژبې لیکلې ځینې فیلسوفان په دولتي اداروکې راپورته شي لومړی دري اوبیا پښتو لیکي مخلتف، دولتی اسناد، تلویزیوني اعلانات، ښاري لوحې به ګوری لومړی به یې دري لیکلي وي بیا پښتو داداساسي قانون خلاف عمل دی اساسي قانون دغه وړاندیوالی اووروسته والی په پام کې نیولی ته یې ولې په پام کې نه نیسې؟ داساسي قانون دموادخلاف تګ کول غیر قانوني عمل دی . داخولاپریږده چې په راډیو، تلویزیون، ورځپاڼو، مهالنیو، ویب پاڼو کې د سهل المخرج اوزموږ دویاړلې اولرغونې ژبې دري په ځای دایرانۍ پهلوي ژبه کاروي . تاسو به له ډیرو رسنیو لیدلي وي چې د کشاورزان(دهقان) مجلس نماینده ګان(ولسي جرګه) شناسنامه (تذکره) دادستانی (څارنوالي)، دادستان (څارنوال) دادستان کل(دسترې محکمې رییس)، دادستاني کل(ستره محکمه)، دانشګاه(پوهنتون)،دانکشده(پوهنځی)،دبیرخانه(دارلانشا) اردوګاه(مرکزتعلیمی)، فرمانده(قوماندان) ، بازرګان(تجار) بازرګاني (تجارت)،پالایش ګاه(تصفیه خانه)بامداد(صبح)،پاسبانان(ساتونکي)،مرزي(سرحدي) ، هواپيما(طیاره) ،بیمارستان(شفاخانه) اوداسې نور پهلوي ژبې الفاظ کاروي . اساسي قانون خو وایې خپرونې دافغانستان په مروجو ژبو ازادې دي تاسو اوس په پورتینو الفاظو کې وګورئ کوم یو په افغانستان کې په تیرو څو سوو کلونو کې مروج و،ادافغانستان دکومې مروجې ژبې الفاظ دي ؟داساسي قانون شپاړسمه ماده واضح حکم کوي: په هیواد کې موجود، ملي ،علمي ، اداري مصطلحات ساتل کیږي . اوس تاسو دهیواد دملي ،علمي اواداري مصطلحاتو تاریخ وګورئ داسې الفاظ پکې شته چې ماترې پورته یادونه وکړه . چې دوی یې کاروي اوبله داچې هغه الفاظ اومصطلحات چې په سلګونو کلونه زموږ دملي ، علمي اواداري فرهنګ اوکلتور برخه ده دوی نه کاروي اویایې قصدا تحریفوي څنګه بولی؟ دمثال په توګه ډیرو رسنیو اودولتي اسنادو کې څارنوال ، سارنوال لیکي ، څارنوالي ، سارنوالي لیکي، ځاخی ، زازی لیکي . چاترې پوښتنه وکړه ، دومره خپل سري داهیواد دکلتوري اوفرهنګي هلاکت خواته بیایي. اوداکاردرسنیو مشران چې په خپل رسالت اوخپله دنده نه پوهیږي نوروسرغړونوته تشویقوي ځکه دوی ته که نغدې ورکړل شي دوی هرڅه کوي . دوی هیڅ رسنیز اخلاق نه لري اودهیڅ ډول رسنیزو اخلاقو ځان تابع نه ګڼي هغه هیواد چې ته پکې اوسیږې ، ټول قوانین دې یې منلي منتخب ولسمشر، مرستیالان ، ولسي جرګه ، مشرانو جرګه اونورډیر بنسټونه لري . همدغو رسنیو کله دهیواد ددغو بنسټونو اومشرانو له خولې فرمانده، دادستان، پاسدار،کشاورز اوبازرګان اوریدلی چې دوی یې کاروي . له همدې امله وایم چې دوی هیڅ مسلکي اخلاق نه لري . خبره له ټوله له دادستاني ، دادستان، اودادستان کل څخه خرابه ده موږ متل لرو وایې چې نورڅه پلیت شي په اوبو به یې ووینځې چې اوبه پلیتې شي په څه یې وینځې . زنده باد پولاد علمدار، زنده باد ماماتي باش ، زنده باد ماما زیزا ،زنده باد سورج ، تولسي ، اوزنده باد مدهوبالا په درنښت ډاکټر ثواب الدین مخکښ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery