مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-28   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

ولسي جرګې له ۱۹ نوماندانو نه ۹تنوته دباور رایه ورکړه .

سید سلام
ولسي جرګې د ۱۸ نوماند وزیرانو له منځه اتو وزیرانو او دملي امنیت لوی ریس ته د تایید رایه ورکړه او پاتي لس نوماند وزیرانو ته یې منفي رایه ورکړه . نن په ولسي جرګه کې ټول ۲۴۳غړیو شتون لاره ،چې د ولسي جرګې د اداري پلاوي په وینا ۱۲۲ رایې د نوماندانو د بریالیتوب رایې دي. رحمت الله نبیل د ولسي جرګې د ۱۵۴ رایو په تایید سره وکړای شوای چې د ملي امنیت ریاست څوکۍ خپله کړي.صلاح الدین رباني د ۱۵۱ مثتبو رایو په خپلولو سره د بهرنیو چارو،نورالحق علومي د ۱۳۱مثبتو رایو په خپلولوسره دکورنیو چارو،اکلیل حکیمي د ۱۲۸ رایو په اخیستلو د مالیې وزیر ، فیروزالدین فېروز د ۱۷۰ مثبتو رایو په تر لاسه کولو سره د عامې روغتیا،سید حسین عالمي بلخي ۱۳۴ رایو په ترلاسه کولو د کډوالوچارو،داود شاه صبا د ۱۴۶ رایو په تر لاسه کولو د معدنونو او پطرولیم وزیر، نصیر درانی د ۱۴۵ رایو په اخیستلو سره د کلیو پراختیا وزیر، فیض محمد عثماني د ۱۶۰رایو په تر لاسه کولو دحج او اوقاف ،خواقتصادوزارت ته نوماند سردارمحمدرحماناوغلي،دفاع وزارت ته نوماند شیرمحمد کریمي، لوړو زده کړو وزارت ته نومانده خاطره افغان،پوهنې وزارت ته نوماند زلمی یونسي،مخابراتو وزارت ته نوماند برنا کریمي،ټولګټو وزارت ته نوماند عباس بصیر،ابواو بریښنا وزارت ته نوماندعبدالرحمن صلاحي،سوداګرۍ او صنایع وزارت ته نوماند سردارمحمد رحیمي ، ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته نوماند فیض الله ذکي او دسرحدونو ،قومونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند قمرالدین شینواری ونه توانیده ،چې د ولسي جرګې له لوري د باور رایې ترلاسه کړي . د ولسمشر له خوا معرفي شوو یوازې دوو کاندید وزیرانو د باور رایه واخیسته، خو د اجرایوي رییس شپږو کاندید وزیرانو د باور رایه خپله کړه.د ولسمشر له اړخه د مالیې او کانونو چارو وزیرانو او د اجرایه رییس له خوا د ګډوالو، عامې روغتیا، کلو پراختیا، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او حج او اوقافو کاندید وزیرانو د باور رایې خپلې کړې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery