مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-28   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

ولسي جرګه کې د ۱۸ نوماند وزیرانو له ډلې ۱۰ رد شول

benawa afghanistan
اداره
د افغانستان ولسي جرګې غړو له خوا د مل‍ي امنیت د مشر سربېره، د ۱۸ نومېدلو وزیرانو لپاره د تایید یا رد لپاره د رای اچونې بهیر پای ته ورسېد. ولسي جرګې له ۱۸ وزیرانو نه ۹ هغه رد کړل.
رحمت الله نبیل: د ملي امنیت ریاست ته نوماند رحمت الله نبیل د ولسي جرګې له خوا د تایید ۱۵۴ رایې ترلاسه کړې، چې د ولسي جرګې د مشر له خوا دغه پوست ته بریالی اعلان شو. نوموړي د تایید ۱۵۴ رایې وګټلې، ۵۸ د رد او باطلې او ۹ سپینې وې. ښاغلی نبیل وړاندې هم د ملي امنیت رییس و.‌ نوموړي په ځینو نادولتي مؤسسو او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ کې هم کار کړی. ښاغلی نبیل د ملي امنیت له رییس کېدا مخکې، د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د ځانګړو ځواکونو مشر او د امنیت شورا د سلاکار مرستیال و. شیر محمد کریمي ښاغلی کریمي مخکې د افغانستان لوی درستیز و.‌ د ملي دفاع وزارت ته کاندید شیر محمد کریمي د ۹۷ تایید رایو په ګټلو ونه توانېد، د ولسي جرګې تایید ترلاسه کړي.‌ د نوموړي د رد رایې ۱۱۲ وې.‌ ښاغلی کریمي مخکې د افغانستان لوی درستیز و.‌ ۷۰ کلن جنرال شیر محمد کریمي په خوست کې زیږېدلی، چې وړاندې یې د افغانستان د لوی درستیز په پوست څو کلونه کار کړی. نوموړی په نوې کابینه کې د ملي دفاع وزارت ته کاندید شوی. صلاح الدین رباني ښاغلی رباني وړاندې د سولې د عالي شورا مشر و. د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند صلاح الدین رباني د ولسي جرګې د تایید (۱۵۱) رایې وګټلې،‌ چې په دې توګه د بهرنیو چارو وزارت ته بریالی اعلان شو. د نوموړي د رد رایې ۷۰ وې، نه یې باطلې او سپینې رایې یې ۱۲وې. ښاغلی رباني وړاندې د سولې د عالي شورا مشر و. ۴۳ کاله عمر لري، چې په کابل کې زیږېدلی، او په حقوقو او سیاسي علومو کې لیسانس لري. نور الحق علومي د کورنیو چارو وزارت ته نوماند نور الحق علومي د ولسي جرګې له خوا (۱۳۱) د تایید رایې واخیستې، چې په دې سره یې د ولسي جرګې تایید ترلاسه کړ. د نوموړي د رد رایو شمېر (۹۱) و.‌ ښاغلی علومي ۶۸ کاله عمر لري، چې د سوېلي کندهار ولایت اوسېدونکی دی. نوموړي په ۲۰۰۵ کال له کندهار ولایت نه ولسي جرګې ته لار پیدا کړه. سردار محمد رحمن اوغلي اقتصاد وزارت ته کاندید سردار محمد اوغلي د ولسي جرګې له لوري د تایید (۱۰۴) راې وګټلې،‌چې په دې سره یې د ولسي جرګې تایید ترلاسه نه کړ او وزارت ته په بریالیتوب کې پاتې راغی. د نوموړي د رد رایو شمېر ۱۰۳ و.‌ ښاغلی اوغلي ۵۰ کاله عمر لري، په شمالي فاریاب ولایت کې زیږېدلی دی. سردار محمد رحمن اوغلي رادیو تلویزیون چارو کې مافوق لیسانس زده کړې لري. ښاغلی اوغلی د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون د پروژو د ارزونې مدیر په توګه هم کار کړی، د بلخ پوهنتون استاد تېر شوی دی. همداشان،‌ د افغان ترک ښوونځیو ریاست سلاکار هم تېر وی.‌ اکلیل حکیمي مالیې وزارت ته نوماند اکلیل حکیمي د ولسي جرګې له لوري د تایید (۱۲۸) رایې ترلاسه کړې. د نوموړي د رد رایو شمېر (۶۶) و.‌ اکلیل حکیمي وړاندې امریکا کې د افغانستان د سفیر په توګه کار کړی.‌ فیروز الدین فیروز عامې روغتیا وزارت ته نوماند فیروز الدین فیروز د ولسي جرګې له خوا د تایید (۱۷۰) رایې وګټلې، د رد رایو شمېر یې (۵۴) و.‌ ښاغلی فیروز ۴۶ کاله عمر لري، چې فوق لیسانس زده کړې لري.‌ نوموړی یوڅه موده په عراق کې د نړیوال بانک سلاکار هم تېر شوی دی. خاطره افغان لوړو زده کړو ته کاندیدې خاطرې افغان د ولسي جرګې د تایید (۷۱)‌ رایې ترلاسه کړې،‌ د رد رایې یې (۱۴۶) وې، چې په دې سره یې د ولسي جرګې د تایید رایه ترلاسه نه کړای شوه. په نوې کابینه کې تر ټولو ځوانه نومانده وزیره وه. هغه ۳۶ کاله عمر لري. افغان په عامه اداره او ښې حکومتولۍ کې ماسټري اخیستې، چې د نوې کابینې په اډانه کې د لوړو زده کړو وزارت ته نومول شوې ده. محمد ګل زلمی یونسي پوهنې وزارت ته نوماند ګل زلمي یونسي د (۹۰) د تایید رایې وګټلې،‌ د رد رایې یې (۱۲۳) وې، ۲۰ رایې یې سپینې وې،‌ چې په دې سره نوموړی ونه توانېد، پوهنې وزارت ته د ولسي جرګې د تایید رایې خپلې کړې. د بلخ ولایت اوسېدونکی دی. ۵۷ کلن یونسي په حقوقو او سیاسي علومو کې لیسانس لري، چې په نوې کابینه کې د پوهنې وزارت لپاره نومول شوی و. یونسي د جمعیت ګوند غړی دی، چې مخکې یې د اصلاحاتو او همګرايي ټاکنیز ټیم په ګټه فعالیت درلود. برنا کریم مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ته نوماند وزیر برنا کریمي د ولسي جرګې د تایید (۱۱۵) رایې وګټلې.‌ د رد رایو شمېر یې (۹۷) و،‌ ۲۶ رایې یې سپینې وې،‌ چې په دې سره نوموړی ونه توانېد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته د ولسي جرګې د تایید رایه ترلاسه کړي. له آره د ارزګان ولایت دی، چې ۴۱ کاله مخکې دې نړۍ ته راغلی. نوموړی په اداره او سوداګرۍ کې ماسټري لري، چې اوس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته نومول شوی. عباس بصیر ټولګټو وزارت ته نوماند عباس بصیر د ولسي جرګې له خوا د تایید (۸۵) رایې وګټلې.‌ عباس بصیر ونه توانېد، ټولګټو وزارت ته د ولسي جرګې د تایید رایې ترلاسه کړي. د غزني ولایت دی، چې چاپېریالي زده کړو کې دوکتورا لري. نوموړی ۵۲ کلن دی چې د ټولګټو وزارت لپاره کاندید وزیر و. ۴۶ کلن عباس بصیر غزني ولایت کې زیږېدلی. سید حسین عالمي بلخي د شهیدانو او کډوالو چارو وزارت ته نوماند سید حسین عالمي بلخي د ولسي جرګې د تایید ۱۳۴ رایې ترلاسه کړې،‌ چې په دې سره دغه وزارت ته بریالی شو.‌ د بلخ ولایت اوسېدونکی دی، چې له همدې ولایته په ولسي جرګې کې استازی و. ۶۰ کلن بلخي دیني زده کړې لري، چې اوس د کډواو د ستنېدو چارو وزارت ته نومول شوی. داود شاه صبا کانونو وزارت ته نوماند داود شاه صبا د ولسي جرګې د تایید (۱۴۶) رایې وګټلې،‌ چې په دې سره یې د ولسي جرګې له لوري د کانونو وزارت ته د جرګې د تایید رایه ترلاسه کړه. د رد رایو شمېر یې ۷۴ و. داود شاه صبا د هرات پخوانی والي دی. نصیر احمد درانی د کلیو پراختیا وزارت ته نوماند د ولسي جرګې د تایید رایې (۱۴۵) وې،‌ (۷۱)‌ یې د رد رایې شوې، چې په دې سره نوموړی دغه وزارت ته د وزیر په توګه تاید شو. د لوګر ولایت دی، چې ۴۲ کاله عمر لري. نوموړی په عامه اداره کې ماسټري لري چې د کلیو پراختیا وزارت لپاره نومول شوی و. عبدالرحمن صلاحي د انرژي او اوبو وزارت ته نوماند انجنیر عبدالرحمن صلاحي د ولسي جرګې د تاید رایې ۱۰۶ وې چې دې سره ښاغلی صلاحي د دغه وزارت د وزیر په توګه و نه ټاکل شو. ښاغلی صلاحي په ۱۳۳۵ کال هرات کې زېږېدلی او د کابل پولیتخنیک پوهنتون نه فارغ شوی دی. تر دې مخکې نوموړي د افغانستان د عامه ګټو وزارت او خصوصي سکتور کې کار کړی دی. سردار محمد رحیمي د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته نوماند سردار محمد رحیمي د ولسي جرګې د تایید ۱۱۱ رایې وګټلې، د رد رایې یې ۱۰۲ وې. نوموړی دغه وزارت ته په کامیابېدو ونه توانېد. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته نومول شوی سردار محمد رحیمي د ارزګان مرکز ترینکوټ کې زیږېدلی. نوموړی ۳۷ کاله عمر لري چې د تهران له پوهنتون نه یې په ژیوپولیتیک کې دوکتورا اخیستې ده. نوموړی د تېرو ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال د اصلاحاتو او همګرايي ټیم فعال و. فیض محمد عثماني فیض محمد عثماني د تاید ۱۶۰ رای تر لاسه کړې او د حج او اوقافو وزیر شو. نوموړی ۴۲ کلن دی او د کندز په ولایت کې زېږېدلی دی. ښاغلی عثماني په سیاسي زده کړو کې لسانس لري او تر دې مخکې د پوهنتون استاد و. د دې تر څنګ هغه څه موده د طلوع په خصوصي تلویزون کې د دیني خپرونې هم پر مخ وړلې. فیض الله ذکي د ترانسپورت نوماند وزیر فیض الله ذکي و نه شو کولی چې د تاید لازمې رای لاسته راوړي. د نوموړي د تاید رای ۸۱ وې. ښاغلی ذکي ۵۶ کلن دی او په کابل کې زېږېدلی دی. د کابل پوهنتون په ځمک پېژندنه کې لیسانس لري. نوموړي په ۲۰۰۵ کال له جوزجان ولایته ولسي جرګې ته د استازي په توګه لاره ومونده. قمرالدین شینواری قمرالدین شینواری د سرحدونو نوماند وزیر د تاید لازمې رای لاسته را نه وړې. نوموړی په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم ټیم فعال غړی و. پارلماني چارو کې د دولت استازی غلام نبي فراهي د رای شمېرنې بهیر څاري. وړاندې به ډېر کم د ولسي جرګې په ناستو کې د وکیلانو نصاب پوره و او ډېری وکیلان به په رسمي ورځو کې ناسوب وو. خو په نننۍ غونډه کې، چې د کابینې نویو وزیرانو ته د رای اچونې لپاره ځانګړې شوې وه، زیاترو وکیلانو حضور درلود او نصاب یې ۲۴۳ کسانو ته رسېده. یو کاندید وزیر د بریا لپاره د نننۍ ناستې ۱۲۲ وکیلانو تایید رایو ته اړتیا لري. وړاندې د پنځو کاندید وزیرانو (د عدلیې وزارت ته نوماند احمد سیر مهجور، کار او ټولنیزو چارو وزارت ته نوماند سعادت نادري، د نشه يي توکو ضد وزارت ته نوماند فیض الله کاکړ،‌ اطلاعاتو وزارت ته نومانده آی سلطان خیري او ښارجوړونې وزارت ته د نوماند وزیر شاه زمان میوندي) نومونه د وړاندیز شوې کابینې د وزیرانو له نوملړه د هغوی د دوه تابعیتونو لرلو له کبله رد شوي وو. وروسته د ملي یووالي حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته عبدالباري جهاني او عدلیې وزارت ته نجیب آقا فهیم ونومول. په تېرو دوو اونیو کې ولسي جرګې د نومېدلو وزیرانو د دویم تابعیت لرلو په ګډون پر ګڼو لانجمنو موضوعاتو بحثونه وکړل، چې آن ځینې وخت د وکیلانو ترمنځ خبره لاس اچونې او فزیکي شخړې ته هم ورسېده. نن په ولسي جرګه کې د ټولو ‍۱۹کاندید شویو وزیرانو او د ملي امنیت ادارې ته د نومېدلي نومونه ولوستل شول. د ولسي جرګې غړي د یادو کاندید وزیرانو لپاره رایې اچوي. راتلونکې اونۍ د ولسي جرګې وروستۍ کاري اونۍ ده، چې بیا وروسته د ژمنیو رخصتیو لپاره د ولسي جرګې ور بندېږي. د ملي یووالي حکومت د تېر سپتمبر پر ۲۹ جوړ شو،‌ خو تر درو میاشتو پورې د خپلې کابینې وزیرانو په معرفي کولو ونه توانېد. په نویو وزیرانو کې پنځه یې د دوه تابعیتونو لرلو له کبله د ولسي جرګې له خوا رد شول څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې د فرهنګي کمیټې مشر کمال ناصر اصولي د جرګي غړو ته ویلي وو چې د لومړنیو څیړونو له مخې دا شک پیدا شوی چې ۱۲ یا ۱۳ نوماند وزیران دوه ګونې تابعیت لري. د نوماند وزیرانو د لیست له خپرېدو دمخه د افغانستان ولسي جرګي په ډاګه کړې وه چې دوه ګونو تابعیت لرونکو نوماندانو ته به د باور رایه نه ورکوي. د افغانستان د اساسي قانون په ۷۲ ماده کې راغلي "هغه څوک چې د وزیر په توګه ټاکل کېږي، باید یوازې د افغانستان تابعیت ولري، او که کوم نوماند وزیر د بل هېواد تابعیت هم ولري ولسي جرګه د دې صلاحیت لري چې رد یا تایید یې کړي." د ملي یووالي حکومت د تېر سپتمبر پر ۲۹ جوړ شو،‌ خو تر درو میاشتو پورې د خپلې کابینې وزیرانو په معرفي کولو ونه توانېد.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery