مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په غزني کې ۱۱ پاڅون کوونکي وژل شوي

احمد فیصل
چارواکي وايي چې په غزني ولايت کې ١١ پاڅون کوونکي او اوه وسله وال طالبان وژل شوي، شپږ پاڅون کوونکي او شپږ طالبان ټپيان دي.د دې ولايت د والي وياند شفق ننګ وويل چې نن سهار وختي وسله والو طالبانو د اندړ ولسوالۍ د عالم والو په سيمه کې د پاڅون کوونکو پر پوسته بريد کړى.ننګ وايي په دې بريد کې ١١ پاڅون کوونکي وژل شوي او شپږ يې ټپيان دي چې وروسته سيمې ته نور امنيتي سرتېري رسېدلي او له طالبانو سره يې جګړه کړې ده.هغه زياتوي چې په دې جګړه کې اوه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ ټپيان شوي دي خو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery