مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-29   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د کندهار او زابل ولايتونو ولايتي شوراګانو خپل دفترونه وتړل .

اداره
د كندهار او زابل ولايتونو دولايتي شورا غړو د ولسي جرګې د هغه پريکړي په غبرګون کې ، چې ولايتي شوراګاني نور د نظارت حق نه لري خپل دفترونه وتړل . د دواړو ولايتونو دشورا غړو نن پنجشنبه دكندهار د ولايتي شورا په انګړ کې داحتجاج په ډول راغونډ سوي وه او دپارلمان هغه پريكړه يي وغندله ، چې دولايتي شوراګانو څخه يي دنظارت حق اخيستى دى اويوازي يي د يوه مشورتي ټيم په نامه نومولي دي دغه كسان وايي پارلمان پدي كار سره وښوده ، چې د ځان لپاره د فسادلاره برابروي اودولس غوښتنو ته درناوى نه لري ترڅوټولي چاري په خپل سر دولس له مشورى پرته ترسره كړي . د کندهار د ولايتي شورا په استازيتوب د دې شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري او د زابل د ولايتي شورا په استازيتوب د دې شورا غړي محمدهاشم ګراني وويل ، چې د ولايتي شوراغړي هم دخلكو استازي دي او د خلكو لپاره كار كوي نوبايد د نظارت حق وركړل سي . د کندهار او زابل ولايتونو د ولايتي شوراګانو غړو پريکړه وکړه ، كه چيري ولسمشر دغه مسوبه توشيح كړي نو دوی به دولايتي شوراګانو دروازى وتړي او له خپلو دندو به استعفاوي وكړي . دوی ولسمشر څخه غواړي چي دغه مسوبه توشيح نه كړي . خو ولسي جرګې ويلي چې ولايتي شورا ګانو ته د نظارت حق وركول له اساسي قانون سره په ټكر كې دى .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery