مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دپکتیکا ولایت عواید دتیرکال په پرتله یوویشت سلنه لوړشوي دي


په پکتیکا ولایت کې دسږکال کلني عواید،دتیرکال په پرتله څه دپاسه ۲۱  سلنه لوړي شوي دي،چې لامل یې په اداروکې سالمه رهبري اودچاروڅخه سمه څارنه په ګوته شوې ده .
دپکتيکا ولايت مستوفي محمد نصېر ابراهيم خيل وایي چې په ۱۳۹۳ لمریزکال کې دمالیې وزارت له لوري دپکتیکا مستوفیت ته (۷۸۶۲۴۸۷۶) افغانۍ هدف ورکړل شوی وه ،خو دوي په دې کال کې (۸۹۷۷۲۷۳۱) افغانۍ عواید لاسته راوړي،چې له ټاکل شوي هدف څخه یې (۱۱۱۴۷۸۵۵) افغاني په عوایدو کې لوړ والی راغلی .
نوموړی دیادو عوایدو دلوړوالي لامل دولایت په کچه دښې اوسالمې رهبرۍ ترڅنګ، په پنځو ولسواليو: اورګون، يوسف خيل، مټاخان، خيرکوټ اوسروبې کې دعوایدو دمديريتونو فعالول په ګوته کوي.
دپکتیکا مرستیال والي ښاغلی عطاالله فضلي وایي، دپکتیکا ولایت دسالمې رهبرۍ ، داداراتو ترمنځ ښه همغږي،په چاروکې مسلکیتوب ، روڼتیا اودچاروڅخه څارنه ددې لامل شوې چې دتیرکال په پرتله دمستوفیت په عوایدوکې لوړوالی راغلی دی.
ښاغلی فضلي زیاتوي هڅه به وکړي چې راتلونکی کال هم په بیلابیلوبرخوکې دشفافیت اوسالمې رهبرۍ په نتیجه کې له ټاکل شوي هدف څخه عواید لوړکړي،ترڅویې له مخې په ملي عوایدوکې زیاتوالی راشي.
پکتیکاچې یوپراخ اوسرحدي ولایت ده (۱۸) رسمي او (۵) غیر رسمي ولسوالۍ لري،خوپه ډیری ولسوالیوکې یې اوس هم دعوایدومدیریتونه نه دي فعال،دپکتیکا ولایت چارواکي اودمستوفیت مسؤلین هڅه کوي چې په پاتې ولسوالیوکې هم دعوایدو مدیریتونه فعال کړي،ترڅوله ورکړل شوي هدف څخه عواید لوړاودمالیې وزارت په حساب کې ورزیات کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery