مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-01-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د سند ایالت د پرونۍ چاودنې د مړو شمېر ۵۷ تنو ته ورسېد

احمد فیصل
د پاکستان دسند ایالت په یوه تکیه خانه کې د چاودنې له امله ۵۷ کسان وژل شوي او۷۰ نور ژوبل دي. پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی، چې دا چاودنه پرون غرمه د جمعې د لمانځه پر مهال په داسې حال کې شوې، چې د سند ایالت دشکارپور سیمې د اهل تشیع په یوه تکیه خانه کې تر ۳۰۰ زیات کسان د جمعې لمانځه لپاره راغلي وو. تر چاودنې وروسته د شکارپور او نورو نږدې سیمو په روغتونو کې بیړنی حالت اعلان شوی او روغتیایي ټیمونه د پيښې ځای ته لیږدول شوي وو. ځایی چارواکي وایي چې په دې چاودنه کې ۵۷ کسان وژل او تر ۷۰ پورې ټپي دي چې په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د سند ایالت مشر وزیر سید قایم علیشاه ددې پيښې د غندلو ترڅنګ په دې ایالت کې دیوې ورځې ماتم اعلان کړیدی. تیره میاشت د پيښور ښار پر یوه ښوونځی له بریده وروسته چې په ترڅ کې یې ۱۵۰ کسان ووژل شول، دا دویم خونړی برید دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery