مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-03   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

کابینه دي وي همداسې!

محمود نظری

 


دا دومره وخت مو ځانونه وساتله ټمبه
 چې تر چولو پورې مو وپړسیدله شکمبه
 په زورونه په ستمیو مو خلک لیوني کړه
 اخیر مو څه پور وهل توبه توبه
***

په دې کابینې لکه چې ډاکټران غواړي چوپړ؟!
ځان ورته بشپړ ښکاري ټول خلک ورته خړپړ
 دا داړتو پړتو وزیرانو هغه پخوانی ده سلسله
 همداسې حکومت شوپړ همداسې کابینه تر پړ

 تر پړ ( بیکاره ) شوپړ ( بی ډوله )

 ***
دا څرنګه ښه ده زموږ مسلکي کابینه
 دډاکټرانو نه ده د دوو ده چرسي کابینه
 آیاپه دې ملک کې قحط الرجال دی؟!
دخلکونه دزورواکو د خوشحالي کابینه
***
په دا لږ وخت مو څنګه پیدا کړه دا پوه وزیران
 څنکه مو را ویستله له غارو دا جنګي مړزان
 د یو په ځای دوه ډاکټران پسې ګرځیداست
 رښتیا غویی مرداریږي چې دوه سي قصابان
***

له څاه مو اوبه ددریاب د کابل راویستې
 له باغه مو میوې د چوک ژوبل راویستې
 نا پوه ته ممیز او پنبه دانه یوه ده مه وایاست
 د کارغه له ځالې مې زرکې دزابل راویستي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery