مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-03   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د عبرت ریښتینې کیسه

افغاني

 

 


دا کیسه د ستر انسان د زندګي ده

ډیر جالبه داسلام د ستر حامي ده

 


اسماعیل په نوم عالم وه ښه نامداره

د نکاح فکریې  په سرشو له روزګاره 

 


ښه میرمن د اسماعیل کورته واده شوه

دې هوښیار دیني عالم ته په کاله شوه

 


اسماعیل،امام مالک «رح»وه ښه روزلی

په ماحول کې وه هرچا ته ډیر ښاغلی

 


مده پس د اسماعیل یو ځوی پیدا شو

دا ماشوم په «محمد » نوم مسمی شو

 


چې بیا ورسته اسماعیل وکړ رحلت

 په میراث کې شو ترې پاتې ډیر دولت

 


ټول دولت اومال یې پاته شو میرمن ته

خو میرمن یې وه غمجنه خپل څښتن ته

 


دا میرمن دخپل د ځوی په فکر خیال شوه

 په تکل  یې د تعلیم  او د کمال شوه

 


ویل  :  د ځوی نه به مې ښه عالم تیار کړم

دین په لار کې به یې د خلکو خدمتګار کړم

 


خو افسوس هلک په سترګو نا بینا وه

هر عالم ته یې بیول ، مشکل همدا وه  

 


مور د زړه نه پاک الله  ته په سجدو شوه

خپل اولاد ته د بینا سترګو غوښتو شوه

 


شپه او ورځ د خداي دربار ته په دوعا وه

 ځوی د سترګو بینایې  یې  مدعا وه

 


یوه شپه یې مور بستر کې خپل ویده وه

  خوب یې ولید د حکمت ډکه  کیسه وه

 


خوب کې ویني  ابراهیم علیه سلام

ورکوي په ډیر  اعزاز ورته   پیغام

 


ستا دوعا شوله قبوله خدای دربار کې

ستا اولاد شولو بینا ستا په اسرار کې

 


هغه دم چې مور یې  سترګې ونغړلې

روغې سترګې د خپل ځوي یې ولیدلې

 


 لمونځ یې وکړ په توبو په استغفار شوه

د پاک رب له دې پیرزو شکر ګذارشوه

 


مور یې ډیره شوه خوشاله خپل اولاد ته

ویل چې اوس یې رسوم اصلي مراد ته

 


علم او پوهې په تعلیم یې کړ سمبال

لوی عالم شو هم صاحب شو د کمال

 


د اسلام لوی مبلغ او خدمتګار شو

کتابونه یې لیکلې لوی نامدار شو

 


یو کتاب نوم یې «صحیح البخاری» دی

ټول تفسیر د پاک قران یې حقیقي دی

 


دا عالم ‏«محمد بن اسماعیل البخاري» وه

لوی عالم ښه مدرس د دین حامي  وه

 


معنی دا چې خدای کریم دی هم ستار دی

 دی قریب د هغه چا  چې نیکو کار دی

 


که هر در د بنده  بند شي په کوم چا

خدای په درکې هر حاجت یې شي روا

 


تل توکل تکیه په خدای باندې پکار دی

خدای رحیم دی د بنده تل مدد ګار دی

-------------------------------

سمیع الدین افغاني

۲۰۱۵- ۲ - ۳

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery