مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-08   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د نفاق حال


 هغه سر به څوک څه ګړي چې، د حقیقت لیدو لپاره تعقل او بینا سترګې و نه لري۰ دنیایې موقف ته هم د تاریخ په اوږدو کې او هم نن ورځ ډیر کسان په مختلفو روا اوناروا لارو رسیدلي دي۰ ځینې کمزوری سټې چې، موقف ته ورسیږي ځان ترې ورک سي، دمتواضع او خاکساره کړو وړو پر ځای د غرور مقام خپل او کرار کرار جبار، قهار، او اژدهار ترې جوړ سي۰
 په موقف باندې تیر وتل د هغو فکرونو او نا اهلو سټو د سلوک او رویه نماینده ګې کوي چې، لوړتیا ، انساني کرامت او سیاسي اخلاق نه لري۰
 دا ګومان باید له نا اهلو سټو څخه و نه سي چې، د باطل او فرعوني خصوصیاتو او سیاسي جادوګرې پر وړاندې د تاریخ د یو ځلانده ستورې په شان وځلیږي۰ نا اهله او جعلې شخصیتونه شاید په لاس کې امسا ولري خو هیڅ وخت موسی نه سي کیدلي۰
 سمه لار لیدل، په سمه لار عمل او په ښه او نیک کار پسې تلل څه آسانه کار نه دي۰ دا کار هغه زړونه کولي سي چې، د ملت د خیر مینه اود صداقت زانګو وي۰
 اهل د نفاق فطرتآ ډیر فصیح او د بلاغت برخه یې خورا بډایه وي، څو ژبۍ په خولې کې لري او عادتآ څو رنګه غږیدلي سي۰
 هو! د نړۍ حال په یو ډول پاتې کیدونکي نه دي،بدلون د انساني ژوندیوه برخه دی او هر څه به بل شانته وی، خو که د پښتنو دغه رفتار او کردار وي، نو په ټولو قومونو کې به خوار او زار پاتې سي۰ دا یو مطلق حقیقت دي! خو حق هغه ژبه ویلې شي چې، په حق باندې شیدا وي۰
 احمدشاه ملګري (پاچا خان)
افغانستان
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery