مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-08   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولادت

 


 سړی ستړی منډی وهلی او ډیر سخت ستړی شوی وه، سختی خولی تری بهیدلی، یوی او بلی خواته یی په وارخطایی کتل داسی ښکاریده لکه چی څوک یا کوم شی ځینی تښتیدلی وی، خو ده په ډیری بی صبری سره د موټر د راتګ په انتظار سختی شیبی تیرولی. له څلور ساعته انتطار وروسته چی زه هم له ده سره د انتظار په تیرولو کی ملګری وم موټر را ورسید، خو زما او دده په انتظار کی ډیر فرق وه. د موټر په رارسیدو سره ده دواړه لاسونه پورته کړل او ناری یی وهلی چی د خدای لپاره ودریږی، موټر هم ده ته نږدی ودرید. ده داسی عرض وکړ چی کوروالا می دری ورځی کیږی چی د ولادت په حال کی ده، دری ورځی کیږی چی هیڅ موټر نه دی راغلی د خدای لپاره تر ډاکټر پوری یی را سره یوسی. چکله موټر له لرګیو بار وو هغه سیټ چی موټر وان پکی ویده کیږی همدی مریض ته ورته مریضان پکی ناست وه. موټروان وویل چی له مونږ سره خو نور ځای نشته خو که یی پاس جنګلی ته خیژولی شی نو مریض د راوړه، ده وویل سمه ده. دده کور له سړک څخه تقریبا یونیم کیلومتر لری وه. مریض یی په داسی حال کی راروان کړی وه چی له څو قدمو وروسته به کښیناسته. زما خُلقت ډیر په تنګ شو، ددی لپاره نه چی ولی دومره اهسته راځی او مونږ ورته په انتظار کی یو بلکی ددی لپاره چی ولی دا حالات دومره ستونزمن شوی دی، پرودګار دی بی ګناه او مظلومو تورسرو ته زمونږ د کومو ګناهونو سزا ورکوی. ما په لویو ګناهونو فکر کاوه وروسته می دی ته پام شو چی هره ګناه باید کمه ونه ګڼل شی ځکه کیدای شی پر همغی وړی ګناه پرودګار (ج) ناراضه شی.
ښځه په ډیر مشکل تر موټره راورسیده او بل لوی مشکل دا چی دا ښځه باید پاس جنګلی ته وخیژی او دا کار تر هغی یونیم کیلومتری مزله ډیر ستونزمن وه، دا چی ده ښځه وه مونږ هم کوم کمک نشوای ورسره کولی، بلا خره ښځه په ډیر مشکل وخته، زه له جنګلی نه لری د موټر په اخره حصه کی په لرګیو کښناستم. موټر په خامه سړک باندی له څلور ساعته اوده مزله وروسته د غزنی چاردیوال سیمی ته ورسید او هلته باید موټر د غزنی په طرف تللی وای خو سړی سر تر پایه عزر شو او خیر د یوسی ورسره ویی منله او مونږ د غزنی په طرف حرکت وکړ. مونږ تقریبا له دوه ساعته مزله وروسته غزنی ته ورسیدو ما ټول تیر حالات په زهن کی سره جنګول او دعاوی می کولی او امید می وه چی ګوندی مریض جوړ شوی وی زه لا په دی سوچونو کی وم چی د سړک پر سر می همغه سړی ولید ژر می د مریض پوښتنه تری وکړه ده په ډیره پریشانی سره جواب را کړ چی “هغه په لاره کی مړه شوه” اوس موټر پسی غواړم چی بیرته یی مړی یوسم.
پای
 عا لم شاه منصوری

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery