مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-08   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دډیرو مشاورانود لرلو سیالۍ!


 محمود نظری
 

 

د واک په لړمون خوړینو کله جوړیږي دا وطن
 په دې د خیانت ملاشینو کله آباديږي داوطن
 دامرګوني دافعي زهر دي بودجې د وطن ته
 په دې تش مغزو پیازانو کله و دانیږي دا وطن
***
رښتیا په ډیرو مشاورینو ډیریږي لیاقت؟!
رښتیا په ډیرو باډیګاردانو ډیریږي پت؟!
سیالۍ ده تر منځ د ټولو واکمنو تت پت
 په مشاورانو چې نه لري بڅرکی ذاتي اهلیت

 خره په مشاورینو کې ویني خپل شان وشوکت
 هغه چې ډیر مشاورین غواړي دی اصلي جت
 ډارن یې خوشاله دي د باډیګاردانو په زیادت
 چې اجل راسي خپل باډیګارد یې کړې رخصت

 دې ته د بودجې دپرتوګ شلیدل وايي د ملت
 داسې دولت ته بزرګان وایي انتفاعي شرکت
 په دې ډول هر یو خپل داړې ته کوي خدمت
 هغو ته ورکوی ډالران ،موټر د پوهي عزت

 یو ډر واکمن یې درې سوه باډیګاردان لري
 بل چمګر یې د سلو مشاورانو لري حسادت
 په یاد مو دي چې یو ابتر لرل سل مشاوران
 څه ګټه نه یې دهغو منله نه دجرګې مشورت

 داوطن دي خدای تش مغزو کډوانو خلاص کړي
 له سینده دي د مشاور، باډیګارد ورک سي لغت
 د خوار ملا دومره ‌‌ځیره ده چې بس سي د طالبانو
 ایله د باډیګاردانو،مشاورانوسي ډالري اجورت

 کارخو نه کوي چې دهغو مشوره یې په کار سي
 دهغو په لګښتونو پوره کوي دکال د بودجې کمیت
 ولي پوه او پاک سړي نه غوره کیږي هر مقام ته؟
 چې نه مشاور نه باډیګارد ته ولري کوم حاجت

 متفکر وزه له لیوه خلاصه په کوردننه د قصاب کړه
 ښه بله لیاره یې ورته پیدا کړه د متفکري خیانت
 د نا پوه مشاروانو دلاسه هر کاردلته خرابیږي
 غوییان مرداریږي دقصابانو په قومي رشادت
***
باډیګارد او مشاورته په کار دی کاري قانون
 داضافي خیرو لپاره په کار دی کندزي صابون
 یوازې باچا ته درې سم مشاوران په کار دي
 داضافي جرتکانو په ضد په کار دی ملي پاڅون

 هو!دملت استازو، مدنی ټولنو دا خیانت نه دی؟
 د دې خود سرو پر ضد په کارنه دی نمایشی غبرګون
 ملت له لوږی مری هر جرتک دمشاورو کابینه غواړي
 ا ې خوار ملته ددې حالته په کارنه دی ملی خلاصون

 خلک یو باچا لری موږ شکر ډلګۍ د باچاهانو
 بس، ددې بې قانونه دولت په کارنه دی شلنډون
 بې قانونه دولت بې قانونه تشکیلات بې قانوني
 بس، موږ ته هره ورځ په کار نه دی د یو شالنګون

 دا خدای وهلي سیاسیون د چاپه خوله نه دي
 هغه کوي چې یې وي دخپلي کونې رضایت
 ملت تر اوسه ښه کارد وږسترګو لیدلی نه دی
 ټوله لری دسنت، قران ،قانون اساسی ضدیت

 ددې ټولو غوړ لوښو مراد یو دی دجیب ډکول
 ټوله په همدې یو لاره کې کوي اسلامي کثرت
 وروره ! هیڅ شی د خدمت په نوم نسته دلته
 په هر کار کې د یوې ډلې دی د اوزګړي رذالت

 تت پت ( بی اصله)، پت ( ناموس)،جت ( ناپوه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery