مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-08   مخپرونکئ : 086 - دبېنواخبریال- هرات

تاریخ بیا جنرال نورالحق علومي ازمايي

ډاکټر ثواب الدین مخکښ
دښاغلي نورالحق علومي راتګ اوبیا دهیواد په ارزښتناک اوخورا مهم وزارت کې دوزیر په توګه ټاکل کیدل دې ته اړکړم چې هغو ځوانانو اوځینو پخوانیو ته چې دنوموړي له تیر څخه پوره مالومات نه لري یو څه ولیکم ترڅو دنوي نسل پام وي چې هیواد اوولس یې بیا دتوطیو کندې ته ورونه غورځول شي اوپه هوښیارۍ اوپوره ځیرکتیا دخپل ولس اوخاورې څارنه اوساتنه وکړي . دښاغلي نورالحق علومي په بیوګرافي ډیر څه نه لیکم ځکه هرچیرته شته مګر دنوموړي اجراتو اوتیر به تر ځیرنې لاندې ونیسو. ښاغلی نورالحق علومي پښتون بارکزی دکندهارولایت دی له سیاسي پلوه پرچمي و په ۱۹۶۶ کې له کابل پوهنتون څخه فارغ په روسیه اومتحده ایالاتو کې یې زده کړې کړې دي نوموړي دجلال اباد په جګړه کې دمجاهدینوپه ماته کې ستر رول درلودچې له دې وروسته دکندهار والي شو،کله چې دکندهار والي شو دافغانستان ددولت دملي مصالحې دپروسې سره دمرستې په خاطر یې دکندهار په حکومتي چارواوپالیسیو کې دپام وړبدلونونه راوستل .دوخت جمهورریس ډاکټر نجیب الله یې وهڅولو ترڅو ددوستم ملیشې له کندهار وایستل شي .دکندهار وزګار ځوانان یې دیته وهڅول چې دعلومي صاحب له ګروپونو سره یوځای شي اودکندهار دفاع وکړي . دځینو منځلارو مجاهدینو دځینو بندیانو دپریښودو غوښتنې یې ومنلې اودځینو مجاهدینو دمخدره موادودقاچاق په چارو کې یې لاسوهنه ونه کړه . علومي دځینو اسانتیاو په مقابل کې مجاهدین په دې قانع کړل ترڅو دوی په کندهار کې په حکومتي منسوبینو حملې کمې کړي.علومي ددې کار په بدل کې مجاهدینو ته نغدې مرستې ورکړې اودوی ته یې اجازه ورکړه ترڅو په کندهار کې خپلو کورونو ته تګ راتګ وکولی شي .دسید احمد ګیلاني دمحمدزۍ میرمنې په مټ یې وکولی شو له ګیلاني سره اړیکې ټینګې کړي اودګیلاني زوی حسن یې کندهار ته دمذاکراتو لپاره وروغوښت. همدارنګه علومي وتوانید ګل اغا شیر زی دبارکزي توب اونغدو پيسو په مټ ځان ته رامایل کړي دیو شریک پلان له مخې یې ګل اغا شیر زی دې ته تیار کړ چې دکندهار په هوایې ډګر به دهغه پلان سره سم چې دشیرزي اوعلومي ترمینځ جوړشوی و حملې کوي .او په مقابل کې به دعلومي ځواکونه ټک ټوک اوخال خال ډزونه کوي ترڅو دپاکستان ای ایس ای باوري شي چې ګل اغا شیرزی په کندهار هوايي ډګر عملیات کوي .چې ددې کار په مقابل کې به ګل اغا شیرزي ته دای ایس ای لخوا وسلې اوخوراکي توکې ورکول کیدل اوبیا به شیرزي دعلو مي په اجازه هغه دکندهار په بازار کې خرڅول . دیادونې وړده چې په هغه وخت کې دجهاد ډیر امکانات دای ایس ای لخوا په مجاهدینو ویشل کیدل اوله هماغې ورځې یې هغو مجاهدینو ته چې دافغانستان تاسیسات یې ښه ورانول ډیره وسله اومهمات اونور امتیازات ورکول. ښاغلی علومي وروسته له دې چې دکندهارزون یا جنوب ختیځ زون دتنظیمه ریس په توګه وټاکل شو دارکان حربي دزده کړو دبشپړیدو لپاره شوروي اتحاد ته ولیږل شو . دهیواد دسیاسي اوامنیتي حالت دکړکیچن کیدو له امله بیرته راغوښتل شو دتنظیمه ریس دنده یې پرمخ بوتله .کله چې دوخت له واکمنو (دډاکټر نجیب الله احمدزي په وخت کې ) دقدرت دانتقال موضوع وه له دې څخه څومیاشتې مخکې نورالحق علومي له دندې لیرې کړی شو اوبهر ته ولیږل شو.مګر کله چې وخت راورسید چې دملګرو ملتونو دپنځه مادیز پلان سره سم دقدرت لیږد اودسولې پلان عملي شي ښاغلي نورالحق علومی، محمود بریالی، جنرال نبي عظیمي ( په هغه وخت کې دکابل دښار دګارنیزون قوماندان اوددفاع وزارت مرستیال) ، عبدالوکیل خارجه ،بابه جان اوځینو نوروپه مټ دملګرو ملتونو پلان سبوتاژ اوهرڅه یې دپه اصطلاح مجاهدینو په غیږ کې دقدرت دانتقال په مانا ورواچول. چې جنرال نبي عظیمي په ډیر جرات اوبشاشه توګه بې له دې چې په خپلو اوږو نظامي ستوریو ته پام وکړي دحضرت صبغت الله مجددي په مشرتابه، داحمدشاه مسعود ددفاع په وزارت داسلامي دولت مبارکي وویله اودټولو وسله والوځواکونو په استازولۍ یې مبارکیانې وړاندې کړې،له وسله والو ځواکونو یې وغوښتل چې دمجاهدینو له اسلامي دولت اودکابل ښار له نظامي اوامنیتي کمیسون سره مرسته وکړي.اړینه ګڼم چې دجنرال نبي عظیمي په هکله لږ رڼا واچوو. زموږ دمهال ځوانانو اوځینونورو له دې جریان څخه ناخبره پخوانیو ته باید واضح شي چې جنرال نبي عظیمي هغه څوک وچې نوموړي اوملګرو یې دهیواد دشمال دولتي ارګانونه،دیوې معاملې په بنسټ چې سناریو یې بهرنیانو جوړه کړې وه دجنرال دوستم، حزب وحدت اوشورانظاراوځینو نورو قوماندانانو په واک کې ورکړل .دجنرال عظیمي له امله سالنګونه، پروان اودبګرام هوایي ډګر داحمدشاه مسعودترولکې لاندې راغلل. نوموړي دمحمود بریالي په مټ دجمهور ریس اودوسله ځواکونو داعلی سرقوماندان بې اجازې دجنرال دوستم اوشورای نظار ملیشې دالوتکو له لارې کابل ته رالیږدولې اودکابل هوایې ډګر یې ددوی په تصرف کې ورکړ.دجمهور ریس ټیلیفوني مزې یې پرې کړل اوددوی ددغه کودتایي عمل له امله جمهور ریس مجبور شو ترڅو دملګرو ملتونو داسګاپ په دفتر کې پناه واخلي.جنرال نبي عظیمي هغه څوک وچې په ۲۶ حمل ۱۳۷۱ کال کې ددوستم ملیشې دالوتکو په مټ کابل ته راتلې اونوموړي دکابل دګارنیزون دقوماندان اوددفاع وزارت دمرستیال په توګه له دې پروسې سره مرسته کوله اوچوپ خوله پاتې و. رازمحمد پکتین دوخت دکورنیو چارو وزیر جمهور رییس ته په کابل هوایې ډګر دملیشو دراښکته کیدو خبر ورکړ. ښاغلي جمهور رییس له جنرال نبي عظیمي،اصف دلاور(لوی درستیز)اوجنرال عبدالفتاح(دهوایي ځواکونو قوماندان، اودهوایي مدافع ځواکونو قوماندان)څخه پوښتنه وکړه چې دې ملیشو ته دکابل په هوایي ډګر کې دراښکته کیدو اجازه چاورکړې ښاغلي جمهوررییس همدغو جنرالانو ته ددغه کار دتوقف اومخینوي لارښوونه و کړه مګر دوی ونه منله اوخپل کار ته یې دوام ورکړ. دوستم چې دجمهور رییس له لارښوونې څخه یې سرغړونه کړې وه دهمدوی په ډاډ په کابل هوایي ډګر خپلې ملیشې راکوزې کړې . داچې ښاغلي علومي څنګه دملګروملتونو پنځه ماده ایز پلان سبوتاژ کړ اوڅنګه جمیعت اسلامي ته ژمن پاتې شو جریان یې په لاندې ډول دی : دکابل ټول ولس اونور خلک ددې شاهد دي څنګه چې ښاغلی جمهورریس نجیب الله احمدزي دملګرو ملتونو په دفتر کې پناه واخسته نورالحق علومي دیوې الوتکې په مټ له المان څخه په داسې حال کې چې په احتیاط کې و اوکومه نظامي برحاله دنده یې نه درلوده په یوه نیمه ورځ کې هیواد ته راستون شو ،هیوادته له رارسیدو سره سم دکانټینینټل هوټل ته لاړاومطبوعاتي کنفرانس کې یې شرکت وکړچې البته مخکې له مخکې پلان اوطرح شوی و.همدغه مطبوعاتي کنفرانس کې له ښاغلي علومي څخه دبي بي سي یو ژورنالست پوښتنه وکړه .” تاسو ترکوموشرایطو لاندې اسلامي جمیعت ته تسلیم شوی؟” ښاغلي علومي ورته وفرمایل: زموږ سترو ایتلافونو ته تسلیمي مه وایاست، افغان بل افغان ته نه تسلیمیږي، موږ ایتلاف کړی تسلیم شوي نه یو.همدا اوس مې دلویدیځو،جنوب لویدیځواوختیځو ولایاتودامنیتي وضعیت په هکله ډاډ ترلاسه کړ........... دنوموړي له کنفرانس سره موازي عبدالوکیل دیوبل مطبوعاتي کنفرانس له لارې وویل: تاسو به وګورئ چې موږ له خپلو مجاهدو وروڼو سره څنګه دکابل له ښاریانو دفاع کوو.ډاکټر نجیب الله مصالحه نه کوله ، یوازې خبرې یې کولې ، له چاسره مصالحه ؟تاسو ولیدل چې موږ څنګه مصالحه وکړه .ما نن له ورور مسعود سره لیدنه وکړه .......... تاسو هیوادوالو بیا ولیدل چې عبدالوکیل، بابه جان، اصف دلاور، اونورو مجاهدو ملګرو یې څنګه دکابل له شریفو ښاریانو دفاع وکړه اویازره کابلیان یې شهیدان اوکابل یې په کنډواله بدل کړ. دهر رهبر، چارواکي اومشرښه والی اوبدوالی دهغه په ژمنتیا اوعملي لاسته راوړنو پورې تړلی وي که چیرې یې دخپلې ژمنتیا سره سره په عمل کې ثابته کړه چې ولس، خپلې ،خاورې،ځمکنۍ بشپړتیا،ملي حاکمیت،ملي یووالي اونوورملي ارزښتونو ته ژمن دی اوهم یې داژمنتیا په عمل کې ثابته کړه بس بیا دښه رهبر ، ښه مشر دځانګړنې اودده ترمنځ دومره واټن نه وي.د۱۹۹۲ کال هغه سیاسي- نظامي حرکت چې ښاغلي نورالحق علومي اوملګرو یې ترسره کړ دومره وینې توی کړې چې موږاوسنی نسل یې شاهدان و، هیواد یې داسې فجیع حالت ته بوتللو چې مجاهدین اوورستي جنګسالاران یې دقابوکولو نه واودهیواد هربچی اوهره لورترننه دټیکاو اودایمي سولې تږي اوتندغري دي . ښاغلی علومي داچې تاسې دهغه عمل چې په ۱۹۹۲ کال کې ترسره شو په عواقبو اوپایلو پوهیدلی اوکه نه؟مګر دادی تاریخ یو ځل بیا چانس درکړ ترڅو هغه تشې اوزړه بوږنونکې اشتباه ګانې رفع اوملت ته په رښتینې ډول دیو وطن پال اوژمن سرباز په ډول خدمت وکړئ اوتاریخ په خپله ګټه راوڅرخوئ ډیری پخواني اواوسني مطرح څیرې اوسیاسي شنونکي وایې : هغه کودتا چې داپریل میاشتې کال ۱۹۹۲ کې دخدای بخښلي ډاکټر نجیب الله احمدزي ددولت په ضد ترسره شوه، ددې هیواد په ګټه نه وه. په درنښت ډاکټر ثواب الدین مخکښ Sawabdin Makhkash
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery