مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

شاپور احمدزی‎

 


راحله! بیا داندېښنو کې وینم
 منډې دې نویو پلانو کې وینم
 شرارت ستا له شرافته لوړدئ
 خنداد بیاکمین کېندو کې وینم
 نواز، راحل د سکې دوه مخه دي
 شریف، شریف موتش نومو کې وینم
 زړونه مویخ په افغانانو نه شو
 قتل وحشت مو په څېرو کې وینم
 شیرین وطن دکړو ویجاړه راته
 دوستي دې ټوله په پلمو کې وینم
 افغانستان یو موټی نشې لیدی
 آی اس آی ټول په دسیسوکې وینم
 ښه خو خبرله تاریخونو نه یې
 روس او انګرېز په ژړېدوکې وینم
 کړۍ دچا ورزېندۍ شوې نه ده
 ښکېلاک په تېښته تښتېدوکې وینم
 که یوځل بیا درته را روغ شمه زه
 تا به د هند په سرحدو کې وینم
 احمدزی ځان په خپل وطن ورکوي
 خوښ به یې ستا خرابېدو کې وینم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery