مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ژمنه


ژباړه : سحرګل سحر
هرموزان د ايران د يو ولايت والي وؤ، ډېر زړه ور سړی وؤ، خو د مسلمانانو ډېر سخت دښمن وؤ، څو واره يې د مسلمانانو سره جګړې کړي وې خو ورته  تسليم سوی نه وؤ، په هغه وخت کي حضرت عمر فاروق (رض) د مسلمانانو خليفه وؤ او هغه داسي حکم کړی وؤ چي هرکله مو هرموزان  ونيوئ سم دستي يې دته راولی ځکه چي هغه په خپله هرموزان ته سزا ورکوي، دده په دغه حکم ټوله مسلمانان عسکر خبر وه او هر يوه د هرموزان د نيولو کوښښ کاوه، يو وخت د هرموزان عسکرو پر مسلمانانو باندي حمله وکړه خو بريالي نه سوه او د جګړې د ميدان څخه په تېښته سوه ، هرموزان هم غوښته چي وتښتي خو کله چي په منډه سو د حضرت عمر فاروق (رض) يوه عسکر وليدی او ورپسي منډه يې کړه او ويې نيوی د دواړو تر منځ جګړه پېل سوه، هرموزان کوښښ کوئ چي تر خپله ځايه ځان ورسوي خو مسلمان دا موقع دته نه ورکول او تسليم يې کړ،
د حضرت عمر فاروق (رض)حکم دا وؤ چي دته يې حاضر کړي او مسلمان عسکر هم همداسي وکړه، هرموزان ته ښه مالومه وه چي ژوندی خو مي نه پرېږدي ځکه چي څو ځلي يې مسلمانانو ته ضرر رسولی وؤ او ظلمونه يې هم ورسره کړي وه نو اوس به چيري د سزا څخه خلاص سي.
حضرت عمر فاروق (رض)ورته وکتل او ورڅخه ويې پوښتل چي ته هغه کس يې چي څو واره دي پرموږ حمله کړېده ؟ هرموزان ورته وويل هو زه هم هغه کس يم، بيا خليفه ورته وويل پوهېږې څومره تکليفونه دي موږ ته راکړي دي نو پدې خاطر به تاته هم موږ داسي سخته سزا درکړو او له دې سزا څخه تا هيڅوک نسي ژغورلای، هرموزان وويل ماته مالومه ده زه ستاسي هري سزا ته تيار يم ، خو د سزا څخه مخکي که راته يو ګلاس اوبه راکړئ ډېر تږی سوی يم.
حضرت عمر فاروق (رض)د يو ګلاس اوبو د راوړلو امر وکړئ او لږ وخت وروسته يوه ډکه پياله اوبه راوړل سوې ، حضرت عمر فاروق (رض)په خپل لاس سره اوبه ورته ونيولې او ورته ويې ويل چي واخله دغه اوبه دي ويې چيښه او خپله تنده دي پرې ماته کړه، هرموزان پياله ورڅخه واخيسته خو اوبه يې ونه چيښلې ، حضرت عمر فاروق (رض)ورته وويل چي تا د اوبو غوښتنه وکړه او موږ اوبه درته در کړې اوس يې چيښې ولي نه ؟
هرموزان وويل چي څنګه يې وچيښم د اوبو د چيښلو په وخت کي خو تاسي ماته سزا راکوئ.
حضرت عمر فاروق (رض)وويل چي داسي به هيڅ کله نه کيږي تر څه وخت پوري چي تا اوبه نه وي چيښلي تاته هيڅ څوک هم څه نه وايي.
هرموزان وويل چي تاسي راسره ژمنه وکړئ چي د اوبو د چيښلو په وخت کي مي مړ نه کړئ.
حضرت عمر فاروق (رض)ورته وويل چي زه ستاسره ژمنه کوم چي هيڅ څوک هم تاته څه نه وايي .
هرموزان چي دده دا خبره واورېده سم دستي يې د پيالې اوبه پر مځکه توی کړې حضرت عمر فاروق (رض)ورته وويل چي دا تا څه وکړه تا خو ويل چي زه تږی يم او د چيښلو لپاره دي اوبه وغوښتلې او اوس دي پرمځکه توی کړې ؟
هرموزان  ورته وويل چي تاخو زما سره ژمنه وکړه چي دا اوبه ته ونه چيښې زه تاته څه نه وايم او اوس خو دا اوبه هيڅ کله هم زه نسم چيښلای.
حضرت عمر فاروق (رض)ورته وويل چي تا د ځان د خلاصون لپاره دا کار وکړئ ؟
هرموزان ورته وويل : هو هغه پدې خاطر چي  تا ژمنه راسره وکړه چي ترڅو تا دا اوبه نه وي چيښلي هيڅ څوک تاته څه نه وايي او اوس ته دا راته ووايه چي ته خپله ژمنه پوره کوې او که ماته سزا راکوې؟
حضرت عمر فاروق (رض)ورته وويل چي هو زه مي خپل ژمنه پوره کوم ځه ته آزاد يې تاته به هيڅ څوک هم څه نه وايي تر خپله ځايه تللای سې ، د خليفه حکم ټولو ته مالوم وؤ هرموزان د خپل سيمي پر خوا رهي سو او خپلي سيمي ته ولاړئ، د حضرت عمر فاروق (رض)دغه کړنه يې هر وخت زهن ته راتلله چي اخر ددې سبب سوه چي يوه ورځ د حضرت عمر فاروق (رض)وه حضور ته حاضر سو او د خپلو ټولو کړونو بخښنه يې ورڅخه وغوښته او د تل لپاره د مسلمانانو په ډله کښي شامل سو.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery