مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-28   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

اې وطنه‎

شاپور احمدزی‎


 
سلګۍ مې دسلګیو په طوفان کې ورکه شوه
 غوټۍ ګوره څپېړه دخزان کې ورکه شوه
 واکداره تاویل چې دیتیم اوښکه کړم پاکه
 دا اوښکه خو داوښکو په باران کې ورکه شوه
 تورتم کې د یلدا ناست په هیله د سبا وم
 داهیله خو په ستورو داسمان کې ورکه شوه
 په فکر د حق وم چې وکیل بې کړي ترلاسه
 خبره د حق لاړه پارلمان کې ورکه شوه
 کابله ته خو بیا شوې مسکن دزورواکانو
 بې وزلي سره مینه ستا په شان کې ورکه شوه
 غوښتل مې چې باغچه دګلو جوړشې اې وطنه
 باغچه رانه په شاړ دښت ودامان کې ورکه شوه
 په لټه درهبر اوښه حکومت وې احمدزیه
 دا لټه خو دلاړه ټول افغان کې ورکه شوه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery