مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-02-28   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

غزل‎

عرفان‎

 


 


ډاکټر روح الله عرفان‎

چي د خلقت ترغوټۍ وروسته یې مقام ښکاره سو
 ماته یې عکس په آغاز کي د انجام ښکاره سو

 څنګه ډاډه دي په خــــپل عمرد حباب په غیږ کي
 داسمان چتر یې دژوند پر دوران خام ښکاره سو

 څوک به یې ګرځــــوي عکسونه د فنا پر کوڅو
 چي په شغله کي د برښنا یې محضي نام ښکاره سو

 پرهره خــــــــــــوا چي یې کیدلې د مستیو کیسې
 په مغان کې هغه جام ښکاره سو او س یې نسکوره

 چي په وږمه یې د بهار د ځوانئ ګل سو خندان
 د ژوند پر پاڼه یې د ژیړ تصویر پیغام ښکاره سو

 د انـــــــتظار شپې مو سبا کړې د طلوع په هیله
 ترګریوانه یې د طلوع مخ ماښام ښکاره سو

 د طا غوت ږغ دی اقتدا ورپسي نه کوي څوک
 زموږ په مهراب کي دیاغي مذهب امام ښکاره سو

 چي په سرو کې نڅیــــــدلې د غرور هنګامې
 عرفانه ځکه اوس په هر کام کي ناکام ښکاره سو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery