دخپریدو نیټه : 2015-03-01 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
هند له افغانستان او پاکستانه د پولیو د ورتګ وېره لري
احمد فیصل
د هند د روغتیا وزیر وايي له افغانستان او پاکستان څخه دغه هېواد ته د پولیو د ورتګ د ګواښ کچه لوړه ده. جي پي ناډا ویلي د روغتیا د نړیوال سازمان د موندنو له مخې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې یوازې په دې دواړو هېوادونو کې د پولیو مثبت موارد ثبت شوي. نوموړي دا خبرې وروسته له دې کړې چې په هند کې هم روانه اوونۍ د پولیو دوې مثبتې پېښې ثبت شوې.