دخپریدو نیټه : 2015-03-01 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
د ملي اردو شپږ سرتيري او څوارلس طالبان وژل سوي دي .
لودين
د ملي دفاع وزارت په کندهار او هلمند ولايتونو کې د ۱۴ وسله والو مخالفينو او د ملي اردو د شپږو سرتيرو د وژلو خبر ورکوي .
د دې وزارت د مطبوعاتي دفتر څخه رسنيو ته رسيدلې خبرپاڼه وايې ، چې دا عمليات تير ۲۴ ساعته د دولت د وسله والو مخالفينو په وړاندي د کندهار او هلمند ولايتونو په بيلابيلو برخو کې تر سره سوي دي .
خبرپاڼه وايې ، په عملياتو کې د دولت څوارلس تنه وسله وال مخالفين وژل سوي او وسلې او چاوديدونکي توکي هم سرتيرو په لاس ورغلي دي .
خبرځای په ماينونو او د وسله والو طالبانو په بريد کې د ملي اردو د شپږو سرتيرو د وژل کيدو څخه هم خبر ورکوي .