مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-02   مخپرونکئ : 086 - دبېنواخبریال- هرات

دطالبانو دسیاسي اونظامي شوراترمنځ اختلافات

ډاکټر ثواب الدین مخکښ
دطالبانو دسیاسي اونظامي شوراترمنځ اختلافات په داسې حال کې چې په وروستیو دوو لسیزو کې دسولې په اړه خبرې ترټولو پخوانیو ډیرو جدي او هیله بخښونکې دي . په سیمه کې په ځانګړي ډول جنوبي اوختیځې اسیا کې دافغانستان، هندوستان اوامریکا دمثلث درامنځ ته کیدو څخه غټ ډار موجوددی ، همداراز چین دسنکیانک په ایالت کې دیوغر ترهګرو څخه ترپوزې راغلی اوډاریږي چې یوغر ترهګر پرمختګ ونه کړي،نورزبرځواکونه په یوغر ترهګرو پانګونه ونه کړي او چین له ننګونو سره مخامخ نه کړي . پاکستان دداعش له پراخیدو اوخپلې خاورې ته یې دسرایت څخه سخت ډار لري .دمنځنۍ اسیا، اوروسیې هیوادونه هم له داعش څخه په ویره کې دي. دایران اسلامي جمهوریت له افغان دولت څخه وغوښتل ترڅو ایران ډاډه شي چې دافغانستان له خاورې به دداعش خطر ایران ته نه مخامخ کیږي . ډیر داسې سیمه ایز اونړیوال فکتورونه ددې لامل شول چې په افغان سوله کې ښکیل سیمه ایز اونړیوال عناصر په فوق العاده ډول اوتعجیل سره دسولې په کاروان کې خپل رول په غاړه واخلي اودسولې راتګ حتمي اوکره کړي . ډیر پرمختګ داوسني دولت دنوښتونو له امله وشو چې پاکستان یې له مختلفو لارو دې ته قانع کړ چې په افغان سوله کې رغنده رول ولوبوي اوافغان طالبان تریوه چتر لاندې دخبرواترو میزته کښینوي . همداراز افغان دولت چین څخه هم غوښتنه وکړه ترڅو دسولې پروسه کې رغنده رول ولوبوي همدالامل وچې دافغان دولت له دغې غوښتنې سره سم دچین دبهرنیو چارو وزیر پلازمینې کابل ته سفر وکړ اولاس په کار شو. دفبروري په نیمايي کې دهغې موافقي په بنسټ چې دافغان دولت اودپاکستان داردو مشر راحیل شریف اودپاکستان دڅارګرې ادارې مشر رضوان اختر اودپاکستان داردو دنورو منسوبینو ترمنځ په پلازمینه کابل کې وشوه پاکستان اعلان وکړ چې : دافغانستان دښمن دپاکستان دښمن دی دپاکستان خاوره به نوره دافغانستان په ضد نه کارول کیږي پاکستان به نور دطالبانو لپاره امن ځای نه وي، پاکستان به دطالبانو پناه ځایونه په پاکستان کې له مینځه وړي. دطالبانو مختلفې ډلې اوډلګۍ به تریو چتر لاندې دسولې اومذاکرې میز ته حاضریږي طالبان به دسولې دخبرو لپاره له خبرو مخکې شرطونه (Preconditions ) نه ږدي . په کونړ به راکټي بربدونه دریږي دموافقې سره سم به پاکستان درسنیو له لارې اعلان کوي چې دافغانستان دښمن دپاکستان دښمن دی چې پاکستانیانو داکاروکړ اودخپلو رسنیو له لارې دپاکستان داردو ویاندې تنسیم اسلم دغه اعلان وکړ. ویل کیږي چې پاکستان ډیرې هغه مدرسې چې افغان طالبان پکې میشت وو تړلې دي . اودنوموړو مدرسو طالبان یې افغانستان ته راشړلي دي . خو داکار لا په بشپړ ډول نه دی ترسره شوی اوکیدای شي نسبي اویا هم نمایشي وي . طالبانو منلې چې تریو چتر لاندې به دخبرو اومذاکرې میز ته حاضریږي. چې په چین ، قطر، پاکستان کې یې په خبرو کې برخه اخستې . تردې دمه دوه ځله طالبانو په چین کې په خبرو کې اوڅوځله په قطر کې خبرو کې برخه اخستې طالبان یوځل دافغان ولسمشر اشرف غني له سفر څخه دمخه چین ته ولاړل اویوځل دافغان ولسمشر له سفر څخه وروسته چین ته سفر وکړ. اوراتلونکې اونۍ به په کابل کې طالبان خبرو ته حاضر شي . همداراز طالبانو هیڅ داسې شرط دسولې دخبرو له پیل څخه مخکې نه دې وړاندې کړی له دې سره سره په کونړ راکټي بریدونه هم دریدلي دي . دفبروري میاشتې په نیمایي کې دپاکستان کړې وعدې په خصوصي توګه دپاکستان دغه دریځ چې دافغانستان دښمن دپاکستان دښمن دی دافغان ریسس جمهور اشرف غنی لخوا وستایل شو . اوپاکستان سره په نوې کړنو موافقه وشوه ترڅو طالبان عملا خبرې پیل کړی اودمارچ دمیاشتې ترنیمایي پورې هغه کړنې چې په پام کې ده چې پاکستان یې باید ترسره کړي پاکستاني پلاوې ته وسپارل شوې . پاکستان دداعش اودډیورنډ دپولې په شاوخوا کې دشته تروریزم څخه پاکستانی خاورې ته له پراخیدو سخته اندیښنه لري اوپاکستان په یوازې نه شې کولی چې ددغو خطرونو مخنیوی وکړی له همدې امله دافغانستان ملاتړ اومرستې ته له بل هروخت ډیره اړتیا لري . داویره هم شته چې که پاکستان دافغان سولې په پروسه کې پریکنده رول ونه لوبوي کیدای شي دسیمه ایزو اونړیوالو قدرتونو لخوا تحریک طالبان پاکستان ډله نوره هم ځواکمنه اوتسلیح شي . دافغان طالبانو اوافغان دولت ترمنځ دسولې پروسه ځکه مثبته ښکاري چې تردې دمه چین امریکا اوپاکستان په خپلو خبرو ولاړ اوډیرو خبرو عملي بڼه خپله کړې. همداراز دچین هیواد هغه رول چې دسولې دمنځګړي په ډول یې په افغان سوله کې لري مثبت ارزول شوی ځکه چین دافغانستان په باره کې تردې دمه کومه منفي ستراتیژي اوپالیسي نه لري .همداراز دواړه خواوي افغان طالبان اوافغان دولت دواړه دچین په منځګړتیا خوښ دي اوښه یې ارزوي. که څه هم افغان ولسمشر محمد اشرف غني نړیوال سیاسي چاپیریال دې ته برابر کړی چې طالبان باید نوره سوله وکړي مګر داسې بریښې چې ځینې کړۍ دافغانستان اوپاکستان په دننه کې له دې امله چې شخصي ګټې یې په خطر کې دې په مرموز ډول دسولې په مخ کې دخنډونو دراولاړلو کوښښ کوي . ویل کیږي چې دطالبانو دډلې سیاسې شورا په دې خبره کلکه ده چې نور باید دجنګ ټغر ټول اودسولې راتګ ته حل لاره وموندل شي .مګر دطالبانو نظامي شورا اوس هم ټینګار کوې چې باید جګړې ته ادامه ورکړې ولې ترډیره داپه پاکستان پورې اړه لرې که وغواړي دطالبانو دنظامي شورا هغه غړي چې دسولې دپروسې مخالفت کوي قانع اویا هم زنداني کړي. ویل کیږي چې پاکستان دطالبانو دنظامي شوراځینې هغه غړي چې په تیر کې یې دپاکستان خبرو ته غوږ نه ایښود. بندیان کړي دي اواوس هم دپاکستان په بندخونوکې دهغوی له کورنیو سره ژوندتیروي . مګر له دې سره سره دطالبانو استازیو دوه ځله په قطر کې له امریکایي چارواکو سره خبرې اترې کړې دي . اوس پوښتنه داده چې دطالبانو سوله به افغانانو ته په کوم قیمت پریوزي . ایا ددیارلسو کلنو دجګړو په اوراولمبو کې سوزیدلو ولایتونو لکه ارزګان، هلمند، کندهار ولایتونو تسلیمول اوورکول به طالبانو ته همداراز له دې سره سره دحج اواوقاف اودسرحدونو اوقومونو اوقبایلو چارو وزارتونوورکول طالبانوته به مناسبه پریکړه وي یا بل عبارت دغه قیمت به افغانان وګاللی شي . ناتایید شوې سرچینې وایي چې طالبانوته وړاندیز شوی چې ددغو دوو وزارتونو وزیران به کابل میشتي ملایان هریو عبدالسلام ضعیف اووکیل احمد متوکل وي مګر طالبانو ردکړې ده . ویل کیږي چې افغان طالبانو ددغو ولایتونو اووزارتونو وړاندیز رد کړی نه دی مګر دچنو وهلو په حالت کې دي ترڅو ډیرڅه ترلاسه کړي . اوس باید افغان دولت ډیر له فکر ، تدبیرڅخه کار واخلي. اودافغانستان دسولې ستراتیژیک اړخونه په دې پروسه کې راونغاړي . که څه هم دپاکستان تیر څخه دازده کړه شوې چې پاکستان باندې باور کول اوترې دښو هیله درلودل اشتباه ده مګر داځل باید دومره بدبین اومنفي فکر هم ونه کړو. اوهرڅه باید دیو کره اوټاکلي مهال ویش په دننه کې په عمل کې ولیدل شي اوبیا نور مخکې تګ ته زړه ښه شي . په درنښت ډاکټر ثواب الدین مخکښ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery