مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په پنجشېر کې د واورې ښوېدنې له امله دوه نور کسان مړه شوي

احمد فیصل
د پنجشېر په ابشار ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنو له امله دوه کسان مړه شوي او ١٥ نور ژوبل دي، همدا رنګه يو کس په بغلان کې هم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. د پنجشېر سرپرست والي عبدالرحمن کبيري وايي چې د واورې ښويېدنې دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې چې له امله يې د ابشار ولسوالۍ د استانه سيمې دوه اوسېدونکي له منځه تللي او يو بل ژوبل شوى دى. هغه همدارنګه زياته کړه چې د دې ولسوالۍ په حيل شفي او قل پري سيمو کې هم د واورو ښويېدنو له امله د نارينه وو، ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ تنه ژوبل شوي دي. هغه زياته کړه چې روغتيايي مرکزونو ته د ټپيانو د لېږدلو لپاره ګومارل شوې چورلکه هم تر اوسه په دې سيمه کې د ناستې ځاى نه دى موندلى او ټپيان پر ځاى پاتې دي. بلخوا د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې هم واورې ښويېدنې يو تن مړ کړى دى. د بغلان له پېښو سره د مبارزې د چمتو والي ادارې مشر وايي چې دغه واوره ښويېدنې تېره شپه په باجګې دره کې د استوګنې يو کور تر واورې لاندې شوى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery