دخپریدو نیټه : 2015-03-03 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
په زابل کې د داعش د دوه ديرشو وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو .
لودين
د زابل امنيه قوماندان د دې ولايت په خاک افغان ولسوالۍ کې په داعش پوري اړوند د دوه ديرشو وسله والو د وژلو خبر ورکوي .
د زابل امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليوني نن په مرکز کلات کې خبريالانو ته وويل ، چې دا عمليات تېره شپه درې بجې د خاک افغان ولسوالۍ په دوو بيلابيلو سيمو کې سوي دي ، چې پر مهال يې ۳۲ تنه د داعش وسله وال وژل سوي دي ، نوموړی په دې عملياتو کې د ځانمرګي بريد دپاره د چمتو سوې يو واسکټ د نيولو څخه هم خبر ورکړ .
تر دې مخکې امنيه قوماندان او نورو چارواکو په زابل کې د داعش شتون رد کړی وو .