مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

امریکا د افغانستان راتلونکې پارلماني ټاکنې له بحران سره مخ کوي!!

عزیز احمد قریشي

ناويل شوي حقایق
پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ۲۰۰۹ میلادي کال په ټاکنو کې چې له کړکیچه ډکې وې د رسنیو پر وړاندې اعتراف وکړ چې امریکا په ټاکنو کې لاس وهنې کوي.
د ولسمشرۍ په دې وروستیو ټاکنو کې چې کېدای شي د نړۍ په تاریخ کې اوږدې او جنجالي ټاکنې وي، داسې شواهد تر لاسه شول چې ټاکنې د بهرنیانو په تېره د امریکا په واک او اختیار کې وې، هغه یې کول چې زړه یې غوښتل.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د شکایاتو د کمیسیون مشر عبدالستارسعادت له یک تلویزیون سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې په تېرو ټاکنو کې بهرنیو هېوادونو په تېره سفارتونو ښکاره لاسوهنه کوله او غوښتل یې چې حکومت په څو کسانو ووېشي چې همداسې هم وشول.
پخواني ولسمشر کرزي په هغې لویې جرګې کې چې د امنیتي تړون په موخه یې را غوښتې وه، وویل چې امریکا د افغانستان په ټاکنو کې په ښکاره ډول لاس وهنې کوي.
څو میاشتې وړاندې د امریکا سفارت د افغانستان د راتلونکو (۲۰۱۵) کال د پارلماني ټاکنو لپاره د شاوخوا څلورو لکو ډالرو پروژه پرته له دوا طلبۍ نه خپلو هغو افغان دوستانو ته ورکړه چې د مدني ټولنې تر نامه لاندې د افغانستان په برخلیک سوداګري کوي.
دا پروژه د یوې ویب پاڼې جوړول دي چې څلور سوه زره امریکايي ډالره پرې مصرفیږي.
www.elections.af
داسې یو هېواد چې یوازې شل سلنه خلک یې زده کړې لري، پرته له څو ولایتونو چې څه ناڅه برېښنا لري نور په ټول هېواد کې د برېښنا څرک نشته. خلک د خوړو لپاره ډوډۍ نه لري او خپل اولادونه پلوري، انټرنېټ له کومه کړي؟
 داسې يوه هېواد ته دا وېبپاڼه څومره ګټوره ده؟
شاید دا پروژه د امریکا په شان هېواد کې ډېره ګټوره وي خو په ډاډ سره ویلی شم چې دا پروژه یوازې د هغو مرستو ضایع کول دي چې امریکا د تېر په څېر د افغانانو د مرستو په نامه ضایع کړې دي او یو توت ګټه یې هم نه ده کړې. ګټه یې د هغو کسانو لپاره ده چې دا پروژه یې طرحه کړې ده.
د پارلماني ټاکنو ځانګړې وېبپاڼه
د څلور لکو ډالرو په دې وېبپانه کې څه خپرېږي؟
په یاده وېبپاڼه کې هغه مطالب خپرېږي چې د څو کلونو په اوږدو کې په بېلا بېلو ویب پاڼو کې په ځلونو خپاره شوي، دوی يې يوازې د کاپي او پېست دنده په غاړه لري.
د څلورو لکو په دې وېبپاڼې کې لږ تر لږه یو خبریال هم دنده نه لري چې د ټاکنو په هکله نوي او تازه مالومالت خلکو ته وړاندې کړي.
ټوله ورځ له نورو وېبپاڼو نه، لکه طلوع نیوز، دوېچه وېله او نورې هغه آنلاين رسنۍ چې په دریو ژبو خپرونې لري. دوی ورڅخه پښتو، دري او انګلیسي، خبرونه، راپورنه او مالومات کاپي کوي او نر غوندې یې په خپله وېبپاڼه کې خپروي.
کله چې په دې وېبپاڼه کې د نورو رسنیو او وېبپاڼو تکراري مواد خپرېږي نو بیا خو دې ویب پاڼې ته هېڅ اړتیا نه شته.
د دې پروژې یوه اساسي موخه داده چې په څلور دېرشو ولایتونو کې به ځوانانو ته ښوونیز ورکشاپونه جوړوي، د یادې وېبپاڼې په هکله به ورته پوهاوی ورکوي او په وېبپاڼه کې به یې راجستر کوي څو پورې خپل نظرونه او مالومات په یادې وېبپاڼې کې وخت په وخت خپاره کړي.
دا پروژه چې د بېړینو مرستو او پراختیا موسسې ته ورکړل شوې ده، د ډالرو د سپما لپاره یې پرته له دوو ولایتونو نور یې هېڅ ځای کې ورکشاپ نه دی جوړ کړی. بلکې خپلو ټولو کارکوونکو ته یې امر کړی چې هر کس دې په بېلا بېلو نومونو په یاده وېبپاڼه کې اکونټونه جوړ کړي او مکلف دي چې هرې لیکنې باندې خپل نظرونه شریک کړي. چې دا کړنه، نه یوازې د ټاکنو د بدنامولو لامل کېږي بلکې د بیان د ازادۍ او د ژورنالیزم د کورنۍ ستر سپکاوی هم دی. د یادې مدني ټولنې کارکوونکي په دوو سوو مختلفو نومونو هره ورځ وېبپاڼه کې خپل نظرونه شریکوي.
آیا همدا مدني ټولنې نه وې چې ټوله ورځ به یې غونډې او لاریونونه کول او ځانونه به یې د ټاکنو او ډیموکراسي ملاتړي او حامیان بلل؟
د بیړنیو مرستو او پراختیا موسسه
د بیړنیو مرستو او پراختیا موسسه چې د مدني ټولنو په منځ کې په وړکتون شهرت لري. له ۲۰۱۱ کال راهیسې فعالیت کوي. که چېرې یاد دفتر ته لاړ شئ او هغه بېنرونه، د عامه پوهاوي پاڼې، سټېکرونه، بروشورونه وګورئ، نو هله به پوه شئ چې ولې دې ادارې ته وړکتون وايي.
په ټول دفتر کې شاید داسې کسان بیخي کم وي چې پښتو او دري ژبه چې د هېواد رسمي ژبې دي د املا او انشا خاوندان وي. که څوک شک کوي نو دا یې ګز او دا میدان.
د یادې ادارې هیڅ کار کوونکی پردی نه دی، ټول د یاد دفتر د مشرانو خپل خپلوان دي چې پرته له کومې آزموینې ګومارل شوي دي.
د یادې پروژې منېجر یو تن (آی ټي) ګومارل شوی دی. دا چې یو (آی ټي) کارکوونکی په څه ډول مطبوعاتي او ژورنالیستکې چارې پر مخ بیايي باید چې خامخا يې پوښتنه وشي.
ولس ته د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ورکړل شوې ژمنې څه شوې؟
آیا دوی له تېرو ټاکنو عبرت نه دی اخیستی؟
 څه شول هغه د ولس استازي چې د دې سترې درغلۍ او ښکاره لاس وهنې مخه ونیسي؟
زه له ولسمشر اشرف غني چې د فساد پر وړاندې يې د مبارزې ژمنه کړې، اجرايیه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله چې په ټاکنیزو ادارو کې یې د اصلاحاتو چیغې وهلې، ولسي جرګه چې د خلکو استازي دي، هیله کوم چې د دې موضوع پوښتنه وکړي او د قانون له مخې ورسره چلند وکړي. ځکه چې ټاکنې یوه ملي پروسه ده، که څوک په دې ملي پروسې کې د درغلۍ لامل کېږي هغه ملي خاین دی.
دا پوښتنه باید د اقتصاد له وزارت نه هم وشي چې په کوم معیار یې دې ادارې ته جواز ورکړی دئ.
په درنښت
ـــــــــــــــــــــــــــــ

کابل، خیر خانه مېنه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery