مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-05   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

عرفان : تر هغه چې د ولايتي شوراګانو قانون نافذ نه شي تقنيني فرمان نه شي صادرېدى

احمد فیصل
د ولسي جرګې نايب منشي وايي، ولسمشر تر هغه د ولايتي شوراګانو په اړه تقنيني فرمان نه شي صادرولى چې د دې شوراګانو اړوند قانون نافذ شوى نه وي. دغه راز هغه زياتوي چې په دغه قانون کې تر نافذ کېدو مخکې تعديل هم نه شي راتلى.ولسي جرګې د ولايتي شوراګانو د قانون د تعديل طرحه تصويب کړي، چې په کې د سيمه ييزو ادارو پر کړنو د ولايتي شوراګانو څارنيز رول رد کړ.د ولسي جرګې له يادې پرېکړې وروسته، ولايتي شوراګانو د اعتراض په توګه خپل دفترونه تړلي دي.له همدې امله سيمه ييزو ارګانونو د ولايتي شوراګانو له استازو سره په ګډه دې شوراګانو ته د څارنې د حق ورکولو طرحه جوړه کړې او د ولسمشر په مشرۍ د کابينې په غونډه کې ولايتي شوراګانو ته د نظارت حق ورکولو پرېکړه هم شوې ده .خو د ولسي جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان وويل، تر هغه چې د ولايتي شوراګانو قانون نافذ شوى نه وي، ولسمشر ولايتي شوراګانو ته د څار حق ورکولو په اړه تقنيني فرمان نه شي صادرولى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery