مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-03-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

مسلمان سه بسلمانه!!!

محمود نظری
 طنز

 

 

څومره باتوران سوي دي زموږ بسلمانان
 سریې ګرولی دی د عفریت او لوی شیطان
 خپله بیګناه خور مور لور په اور کې سوځي
 لکه له اسلامه مخکې د قریش لوی جاهلان
 له قرانه خبر نه دي له خپل دینه خبر نه دي
 په پټو سترګو په کږه لاره دي سیده روان
 حرام ته حلال وایي او هم پاک حلال ته حرام
 هر کوچنی لوی يې وړیا سوي دي مفتیان
 د ا بله یې واوره اې زما مسلمان وروره!
ځینې د شیطان لخوا سوي دي قاضیان
 له اسلامه یې دماشوم د لوبوسامان جوړکړی
 هر ټګمار یې له اسلامه جوړ کړی دزرو کان
 نوروز حرام بولي نه بولي حرام قتل دنفس
 خبر نه دی ان داسلام په دین او مانا د قران
 هغه دسلو کالودغم کیسه یې بیا تکرار کړه
 نن یې تور په فرخندې ولګاوه پرون په شاه امان
 آیادبې ګناه وژل سوي انسان پوښتنه کیږي؟
 په تل پاته جهنم کې به وي دا ددین جاهلان
 یوباتور یاغي نر غویي ونه نیوه له ښکره
 باغیرته مو د خپل خور او لور شکوي پیزوان
 دولت یې ددنیاد لومړی لمبر مفسد ویاړ لري
 د پېنځوسو کفري غربي هیوادونو دي غلامان
 چې ورته ووایي هله پشي دي لویه پزه یووړه
 پزه نه ګوري د پشي پسې ځغلي چارپایه حیوان
 ددنیا خلکو په پوهې خپل هیوادونه جوړ کړه
 دوی د وطن هر څه وران کړه ان غیرت د افغان
 د دنیادکافرانو پوهه ان تر آسمانه وختله
 په مسلمان چې پوه فرض ده پاته دی نادان
 خدای ټولو ته اسلام د سولې او امنیت دین کړ
 دبسلمان په ځای سئ دخدای لپاره مسلمان
 د سپاري ماشوم مو د اسلام ددین مفتي سو
 ولي په درنه خوب ویده دي دا داسلام عالیمان
 فرض ځینې پاته دی سر ماتول په روایتو دي
 په خدای یې نه دی په زیارتو یې راوړی ایمان
 دبسلمان او بت پرستانو تر منځ نسته څه تو پیر
 هغوی هم ډبرو، بیزو اوخلکو ته وایي بګوان
 هربسلمان تر خپلې ګټې ځار کړی دی اسلام
 اسلامي ملک کې کارونه روان دي دشیطان
 ویاړ دي وي په داسې باتورانو او غیرتمنو!
چې د شیطان د توپه مار په خوله وژني انسان
 له نیازی څخه باید پوښتنه وسي د اسلام
 بیله دمحاکمي له امره وژل روا دی دمسلمان
 که غواړې چې تل دلته همدا خره بسلمانان وي
 وتړئ ددې بسلماني کسب ګرو د ګټو دوکان
 څو تنه ددې داعشانو په چوک کې په دار کړئ
 نیازی و شړئ له امامته اوپرې یې کړی بد زبان
 خدایه ته رحم وکړې په دې مظلومو افغانانو
 دا بسلمانان تارومار کړې یا یې مسلمانان
 فرخنده شهیده سوه ځای یې فردوس جنت سه
 قاتلین دي د دین مختوري سي د دنیا دوږخیان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery