دخپریدو نیټه : 2015-03-26 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
سعودي په یمن کې د حوثي جنګیالیو پرضد عملیات شروع کړي دي
سید سلام
په امریکا کې د سعودي عربستان سفیر وايي ،چې هیواد یې په یمن کې د شیعه حوثي اورپکو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي . عادل جوبیر وویل ،چې سعودي عربستان دغه اقدام د یمن د مشروع ولسمشر د دفاع په موخه کړی دی .حوثي جنګیالیو په دې وروستیو کې چټک پرمختګ کړی دی او د دغه هیواد ولسمشر یې له پلازمېنې صنعا نه تیښتې ته اړ کړی دی .